مورې!
ژاړم او له ځانه سره وايم
ستا ولې زه بدې راځم؟
ولې درباندې ګران نه يم؟
ولې راته په غوسه كېږي؟
ولې؟
زه اوس په دې ورسېدم چې زه غلط پوه شوى يم
هغه له ما سره ډېره مينه كوي
مورې په ما ګرانه يې
هو، ګرانه يې راباندې
د شپې راته د سپوږمۍ له رڼا کمه نه ښكارې
او د ورځې د لمر له وړانګو
ته زما د ژوندانه په اسمان كې ځليدونكى ستورى يې
ته د ګلابو په منځ كې يوه مرغلره يې
مورې!
ته زما د ژوند پيل يې
ته زما ځان يې
ته زما ژوند يې
ته په ما ګرانه يې
هو، ګرانه يې راباندې
چې هر چېرته وم او هر چېرته لاړ شم
تا به زه په خيال او زړه كې ساتم
ته كه هر شى وكړې زه دې نه هېروم
تا زه روزلی يم او لوی كړى دې يم
مورې!
كه ما له تا سره ظلم كړى وي
يا مې بد دررسولي وي
ما معاف كړه
ځكه زه لا تر اوسه د ځوانۍ په ګرمه كې يم
مورې!
ما وبښه..
ما وبښه..
17.04.2008
- نبراس الحق عزيز
زده کوونکو ته د ازموينو په اړه شل لارښوونې
يو مسلمان زده کوونکى په دنياوي ازموينو کې په الله تعالى باندې توکل کوي، شرعي اسباب ورته برابروي او له خدایه پکې مرسته غواړي ترڅو د نبي عليه السلام په دې خبره عمل وشي چې: ((د کمزوري مسلمان څخه قوي مسلمان غوره او د الله تعالى خوښ دى، او په دواړو کې خير دى [ځکه دواړه ايمان لري] هغه څه چې ګټه دررسوي [چې الله تعالى عبادت دى] ډېره پاملرنه ورته کوه او د الله تعالى څخه مرسته غواړه او [د الله تعالى له عبادت او مرستې غو...
22.04.2008
- نبراس الحق عزيز
په اروپا کې يو بې وطنه پلار (ځواکمن) خپل زوی ته
که په خاوره د افغان يې زېږېدلیکه دې تی د پښتنې مور وي رودلیکه د تورې او د ډال د ملک بچی يېکه په غوږ کې دې بابا اذان وي کړینو ځواني به د وطن له ناوې ځار کړېد نيکو شملې به هسکې په سل وار کړېته خو وينې اروپا ښايسته رنګينهته...