د قيامت له لويو نښو څخه 

 د الله پيغمبر صلی الله عليه وسلم وايي چې د قيامت له لويو نښو څخه دا هم ده چې لمر له لوېديځ څخه راوخېژي، او کله چې دا کار وشي نو توبه بيا نه قبلېږي.

عجيبه خو لا دا ده چې علماء وايي چې له لوېديځ څخه به د لمر راختل یوازې يو ځل وي، او له دې څخه وروسته به لمر بېرته ختيځ ته ورګرځي او تر هغه به له ختيځ څخه راخېژي چې د الله تعالی ورته اراده شوې وي.

د لمر دا کار په اوس وخت کې مريخ ته ورته دی؛ داسې چې مريخ ودرېږي او خپل تګلوری د لنډ وخت لپاره بدلوي او بيا بېرته خپل لومړني شکل ته ورګرځي.

ابو هریرة رضي الله عنه وايي چې پيغمبر علیه السلام فرمايلي دي: د قيامت ورځ به تر هغې نه راځي ترڅو لمر له لوېديځه نه وي راختلی، کله چې راوخوت او خلکو وليد نو ټول به له مخې ايمان راوړي، خو په دې وخت کې به ايمان هغه چا ته چې مخکې يې ايمان نه وي راوړی او له خپل ايمانه يې ګټه نه وي اخيستې، هيڅ ګټه ونه رسوي.
دا حديث بخاري او مسلم روايت کړی دی.

او عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وايي: ما له پيغمبر عليه السلام څخه يو حديث ياد کړی او تر اوسه مې نه دی هېر کړی، ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې ويل يې: له ټولو څخه لومړۍ نښه چې به راوځي، له لوېديځ څخه د لمر راختل دي.
دا حديث احمد روايت کړی دی.

همدارنګه پيغمبر عليه السلام ويلي دي: يقينا الله تعالی د شپې له خوا خپل لاس پرانستی پرېږدي ترڅو د ورځې ګناهګاران وبښي، او د ورځې خپل لاس پرانستی پرېږدي ترڅو د شپې ګناهګاران وبښي، تر هغه چې لمر له لوېديځه راوخېژي.
دا حديث مسلم روايت کړی دی.

کله چې موږ دغه احاديث چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې يې دا يادونه کړې ده ذکر کوو، نو ورسره د مسلمانانو ايمان لا پياوړی کېږي، او د اسلام په حقانيت او رښتينولۍ کې ورته هيڅ شک نه پاتې کېږي، په داسې حال کې چې پوهانو د همدغه کار پېښېدل له مريخ څخه هم لېدلي دي. او څه مالومه ده شايد چې دا به د دې خبرې يوه پيلامه وي چې له لمر څخه به هم په نږدو کې دغه کار پېښ شي؟.