په تېر پسې
دتواريخ د يو شهپارې مثال به معامله لاښه صفا کړي په حقيقت کښې دابه ډېره اسانه وي چې که مونږ د ګبن د روم د شهنشاهيت زوال نومې ليک مطالعه کړو ـ خو چې په دې لړ کښې زياته توجه ددې دواقعاتو صحت يا دهغې د تعبير انصاف ته ورنه کړو بلکې چې دا محض د واقعاتو د يو شاندار شان شوکت په حيث واخلو ـ چې زمونږه تصور ته پيش کړے شوے دے ـ اګر که مونږ داسې وکړو نو مطلب به دا وي چې ګنې مونږ دا په حېث د خالص ادب ديو شاهکار اخلو او محض داسې يې اظهار واجب اوګرزوو او هم دا وجه ده چې د عملي ادب نه زمونږ مدعا کاروي چې ددې دليکوال د مقصد د نظراندازکولو په ذريعه به په حېث د ادب ګنړل وي او لکه څه چې دهغه اراده وي چې ګنې دا ديو مقصد دحاصلولو دپاره ذريعه وي نو مونږه يې بذاته په طور ديو مقصد اخلوـ ليکن ترڅو پورې چې د خالص ادب تعلق دے په دے کښې د ليکوال د مقصد دا شان نظر انداز کولو ضرورت نه وي ځکه چې دلته بغېر ددې نه چې اظهار دې محض دداسې موجوديدو په خاطر ضرور موجود وي دلته کله هم څه مقصد نه ووــ لنډا دا چې د ادبي فن په باره کښې زمونږ بحث مکمل طور خالص ادب او اظهارسره چې دداسې موجوديت جواز پيداکوي به متعلق وي ـ هر کله چې مونږ د ادب خبرې کوو نو زمونږ مطلب به ترې ضرور خالص ادب وي ـ عملي ادب به مونږ ضرور نظرانداز کوو چې ددې دپاره ليکل شوے دے چې خبر راکړي يا چې دليل موثرکړي او هر هغه يو اظهار چې ددې دپاره استعمال شوے وو چې دداقسم اظهار دمحض حصول نه بهر يو مقصد پوره کړي به هم نظر انداز کوو ـ مونږ له به دا هر څه په دوه وجو ضرو نظرانداز کول وي ـ يوه وجه خو داده چې کيدے شي چې کوم اظهاري خصوصيات چې په عملي ادب کښې بيا موندې شي به په ډېره زياته آسانتيا او مشاهده پذيرطورسره د مقابلتاً داسې خاصياتو د يو زيات شمار هم په خالص ادب کښې بياموندے شي ـ دويمه وجه داده چې ځکه چې اصول چې کومو ته به ددې اظهاري خاصيتونو تنقيد ضرور اپيل کوي به هغه وخت قدرتي طور خپل ځانونه ظاهره وي ،کله چې اظهار دخپل جواز لپاره په کلي طور په خپل ذات باندې اعتماد کول وي او ې د خپل دا شان موجوديت نه سيوا يې بل هيڅ مقصد سره کار نه وي ـ ليکن کله چې مونږ وايو چې د ادب فن اظهار دے ،نو ددې نه زمونږ مطلب قابل انتقال اظهار وي ـ يا که زياته په صفايې سره يې بيان کړو نو زمونږ مقصد دادې چې فنکار د خپل ځان د اظهار په وخت چا نور چا ته هم رسايي کوي ـ هغه څه شے رسوي؟
د ډارون په باره کښې خو جواب ظاهر دےيعنې هغه مونږ ته واقعات او يوه نظريه راکوي ـ ليکن کيټس مونږ ته څه رارسوي؟ کله چې اظهار محض د خپل ذات جواز پيدا کوي چې ګنې هغه دا شان موجود دے نو بيا يې څه شے رارسولے شوے دے ؟ ددې سوال هم دا جواب کيدے شي چې څه شے چې ډارون د پيغام نه برخلاف محض په دې وجه ځان له جواز پيدا کوي چې ګنې دا رسولې شوے دے ـ او که چرې مونږ دا شان تپوسونه کول جاري وساتو نو مونږ دا سوال هم کولے شوچې دا د څه قسم شے دے او بيا هم ددې محض يو جواب دے يعنى تجربه يا تجربه چې محض په دے وجه تسليم شوے او قدرتي شوے دے ځکه چې دا تجربه ده ـ دا شان تسليم کړے شوي ته مونږ خالصه تجربه ويلے شو ـ په حقيقت کښې دا وصف هيڅ هم اضافه نه کوي،ځکه چې هم د تجربې د فطرت د نقطه نظر نه دا نور هيڅ شے نه شي کيدے بلکې ګنې دا خالص طور دا هم پخپله دے ـ ليکن مونږ هميش له په دې مطمين نه يو چې ګنې په ظاهري شکل کښې تجربه واخلوـ کيدے شي چې مونږ دا تپوس وکړو چې آيا دا رشتيا ده،معقوله،مفيده او اخلاقي ده ـ اګر که زه د يوې پراخې زمکې د قدرتي نظام تماشه کوم ،نو که چرې زه يو بزګر يم نو کيدے شي چې جاج يې داسې واخلم لکه څنګه چې د شناساعملي قدرونو په مطابقت يې زه وينم او د ځان نه به تپوس اوکړم چې آيا زه د يوې ابادې او زرخېزې زمکې تماشه کوم ـ بل طرفته کيدے شي چې زه ددې متعلق د هيڅ تپوس کولو بغېر ددې زمکې د تماشې دتجربې نه بالکل مطمين شم ـ زه محض ددې نه خبر يم چې زمکه ښائسته ده او هر کله چې زه ددې ځنې خبر يم نو زه د څه شي تجربه کوم چې محض ددې په وجه چې تجربه يې شوې ده تسلي بخش ده ـ نو اوس اګر که زه ددې اظهار کوم نو ددې زما اظهار نه بې ددې هيڅ مقصد نه وي چې ګنې دا دې دا شان موجود وي ـ او اګر که زما د اظهار په ژبه کښې د رااړولو جوګه وي نو بيا خو ضرورما ادب حاصل کړوـ او دا ضروري ده چې ما به څه شے رسولے وي چې محض په دې وجه چې دا رسولې شوے دے اطمنان بخش کيدے شي ـ نو بيا داشان د ادب معامله خالصه تجربه ده ـ او د ادب په دائره عمل هيڅ هم پابندي نه اچوي ـ په ژوند کښې هيڅ هم واقغ کيدے نشي چې په طور د تجربې يې مونږ نه شو اخستے،يعنى مراد مې ترې تجربه ده چې د خپل ځاني فوري خاطر دپاره يې قدر وي ـ اګرکه مونږ هميشه له په دې مطمئن نه يو چې ګنې ددې په ظاهري شکل کښې تجربه ومنو،خو هميشه له ددې امکان شته چې دې داسې مطمئن شو خو شرط به داوي چې تجربه قابل فهم وي ـ په حسي يا جذباتي ژوند کښې د خالصې تجربې امکان واضح دے ـ ليکن په عقلي يا بل څه قسم ژوند کښې هم برابر دا امکان شته ـ اګر که مونږ ددې په ذريعه قايل يو يا قايل نه يو خو بيا هم کيدے شي چې مونږ محض په طور ديوې عقلي تجربې د دلايلو په سلسلو کښې دخيل کيدلے او ترې لطف اخستے شوـ داسې لږ څيزونه دي چې د سپينوزاد فلسفې دساخت نه بذاته زيات اطمنان بخش او بې کچه ښائسته وي ،ليکن که ددې ښائست يو شے دے خو ددې صداقت بل شےدےـڅوک دے چې په حقيقت کښې دا ويلې شي چې آيا دا رشتيا ده ؟ليکن هر هغه کس چې په دې پوهيدے شي نو ددې ښائست هم پيژندے شي ـ آيا داسې نه ده چې اکثر په ادب کښې مونږ اخلاقي يا مذهبي حالات نه منوـ حالانکې په حقيقي ژوند کښې ددې د منلو تصور هم نه شو کولے ـ دا مونږ محض په طور د تجربې منوـ بلکې کله چې مونږدڅه شي تجربه کووچې جاج اخيستل يې لازمي ګنړو،يعنى ددې دظاهري قدر جاج نا ،بلکې ددې دصداقت يا معقوليت يا ددې د اخلاقيت يا افاديت هم جاج اخلو،نو هم دداسې جاج اخستو عمل دا په طورد تجربې وارد کيدلے او هم دخپل ځان په خاطر تر لطف اخستے شي ـ ددے نه مطلب دا شو چې هر چرته چې ژوند وي نو هلته د خالصې تجرپې امکان وي او هم دا شان دادب امکان وي ـ دا عملي ادب له بل تشريح پيدا کوي ـ مونږ دا کتلي دي چې که چرې د ډارون مقصد نظرانداز کړو چې محض دې دخپل ذات دپاره اظهار تسليم کوي ـچې ددې دپاره يې استعمال کړے وو چې خپل مقصد په پوره کړي نو داسې د انواعو اصالت ادب کنړلے شي ـ
نور بیا