دی لاسټ پنچ
ليک جاويد چودهدری ،
ژباړه حسرت بونيری
د رچرډهالبروک لفظونو مونږ حيران کړو،زمونږ پۀ مخونو د حيرت رنګونه راغلل ،مونږه
غلی غوندې يو بل ته وکتل اؤ پۀ مسکيدو مجبوره شو٠ رچرډهالبروک پاکستان اؤ افعانستان د کارونو د صدربارک حسين اوباما خصوصی سفير دي اؤ نن سبا پاکستان کښي دۀ ته هغه حيثيت حاصل دي کوم حيثيت چي د هند د تقسيم نه مخکښي برطانوی وائسرائ ته حاصل ؤ٠رچرډهالبروک پۀ ٢٢ جولائۍ شپږ اينکر پرسنز [د ټی وی چينل مزبان]ته د ملاقات دعوت ورکړي ؤ،د هالبروک سره خپل اوه ملګری هم ؤ،د خبرو پۀ شورو کښي هالبروک د پاکستان ميډيا د دنيا ازاده ميډيا وګرځوله اؤ دا اعتراف ئ اوکړو چي امريکه پاکستانی ميډيا اسټيک هولډرز ګنڼی،لکه څنګه چي مونږه د صدر زرداری،وزيراعظم يوسف رضا ګيلانی اؤ نوازشريف سره ملاقات کوؤ دغه شان مونږ دميډيا خطرناک اينکر پرسنز سره د رابطي ساتلو فيصله کړيده دملاقات پۀ دوران کښي زمونږ له خواسوال وشو چي جنرل ريټائرډ پرويز مشرف ستاسو اتحادی اؤ دوست ؤنن سپريم کورټ هغه عدالت ته طلب کړيدي که چري سپريم کورټ هغوی ته سزا ورکوی نو امريکه به د خپل زوړ اتحادی د بچاوکوشش کوی؟ رچرډهالبروک چي دا سوال واوريدو نو سيدا کيښناستو اؤ رو رو ئ ووئيل ےےچي صدر مشرف د پاکستان پرائيويټ سټيزن دي دا اوس د پاکستان،پاکستانيانواؤ پاکستانی حکومت مسلۀ ده،د پاکستان عدليه ازاده اؤ خود مختاره ده٠دا عدليه چي مشرف پۀ حقله څه هم فيصله کوی مونږ ته څه اعتراض نشته ،مونږ به د صدر مشرف د بچاويدو کوشش نۀ کوؤ٠،، د هالبروک دا ځواب زمونږ د پاره غير متوقع بلکه پريشانکن ؤ اؤ مونږ پۀ حيرت يو بل ته کتل٠
دا ملاقات ختم شو خو وروستو ئ يو لوي سواليه نښان پريښودو،سواليه نښان دا ؤچي اوس دصدر مشرف دامريکنی دوستانو پۀ مقبره کښي خخيدو وخت راغي؟ يا د مکافات عمل وخت راغي، اؤ اوس به صدر مشرف شاه ايران جوړيړی ،هغه شاه ايران چي د دنيا پۀ تاريخ کښي د امريکي د ټولو نه لوي غلام ؤ،محمد رضا شاه پهلوی چي هغه ته يورپی پريس ےےامريکن ګورنر،، ليکل ،هغه د امريکي پۀ وفادارۍ کښي دومره وړاندي تللي ؤ چي د پۀ دور کښي به کومه ښځه پۀ پرده کښي د کوره بهر راوتله نو پوليسو به ورله سرعام برقع شلوله ،شاه ايران پۀ روشن خيالۍ اؤاعتدال پسندۍ کښي دومره وړاندي تللي ؤ چي هغه د زنانه اسکولونو،کالجونو اؤ يونيورسټيو کښي اسکرټ يونيفارم ګرځولي ؤ،د دۀ پۀ دور کښي شراب څښل،ګډا اؤزناکاری فيشن جوړشوي ؤ اؤ ايران د دنيا يواځيني هيواد ؤ چرته چې پۀ کالجونو کښي د شرابو دکانونه ؤ،خو کله چي د شاه ايران طياره د ايران د حدود نه بهر شوه نو امريکي سترګي واړولي هغه د امريکي مسلسل کمک غوښتو ليکن وائټ هاؤس د هغه ټيلی فون قدري نۀ اوريدو٠ شاه ايران پنځلس مياشتي پۀ دنيا کښي در پۀ در ګرځيدو مګر مدد خو يو خوا ته امريکي د هغه اکاونټس ےسيز،[بند] کړل٠ شاه ايران پۀ دي در پۀ درۍ کښي پۀ جولائۍ ١٩٨٠ پۀ مصر کښي پۀ حق ورسيدو اؤ پخپل بيډ روم کښي امانتاښخ کړي شو٠
صدر مشرف به اوس بشپ ايبل منروريوا جوړيږی هغه بشپ کوم چي امريکي رهوډيشيا کښي موغابي اؤ نکومو پۀ مقابله کښي ودرولي ؤ بشپ د امريکنيانو د پاره جنګيدو اؤ کله چي پۀ جنګ کښي کمزوري شو نو امريکي تري د کمک لاس پورته کړو،مشرف به اوس صدام حسين جوړيږی هغه صدام حسين چا چي د امريکي پۀ وينا پۀ ٢٢ ستمبر ١٩٨٠ کښي پۀ ايران حمله اوکړه دا جنګ ٨ کاله جاری اؤ پۀ دي کښي ١٠ لکه خلق مړۀ شول ،صدام حسين تر ١٩٩٠ پوري د امريکي دوست ؤ خو د تيلو پۀ لالچ کښي امريکي پۀ عراق حمله اوکړه اؤ پۀ دي جنګ کښي ٨٦ زره خلق شهيدان شول٠ يو څل بيا پۀ ٢٠٠٣ کښي امريکي پۀ عراق حمله اوکړه اؤ صدام حسين ګرفتار کړي شو اؤ د امريکي پۀ هداياتو پۀ ٣٠ دسمبر ٢٠٠٦ پۀ بغداد کښي ورته هانسی ورکړي شوه٠ پرويز مشرف به اوس د امريکي د دوستانو پۀ مقبره کښي خښيږی؟هغه پرويز مشرف چي وردۍ ته به ئ خپله څرمن وئيله ،چي وئيل به ئ ےے دا يونيفارم زما څرمن ده زۀ خپله څرمن څنګه کوزه کړم،،چي وئيل به ئ ےے اخری سوک به زما وی،،چې وئيل به ئ ےےبي نظيربهټو اؤ نواز شريف به زما پۀ لاش تيريږی هله به واپس راځی،،چي وئيل به ئ ےےدا زما فوج دي ما به نۀ يواڅي کوی،، چي وئيل به ئ ےے افتخار محمد چوهدری د تير وخت قيصه ده هغه چرته هم واپس نۀ شی راتلي،،خو تاسو مکافات عمل ګورۍ چي نن هغه افتخار محمد چوهدری نن د پرويز مشرف د لاسه معطل شوی عدليه پرويز مشرف د تير وخت د قبر نه راوباسی اؤ د عيبرت نښان ئ جوړوی، نن د مشرف پۀ حق کښي د فوج يو سپاهی يو لفظ وئيلو ته تيار نۀ دي،نن تاسو مکافات عمل ګورۍ چي نن پۀ دي ملک کښي د بي نظير بهټو شهيد تصوير حکومت کوی اؤ نوازشريف ته پۀ پاکستان کښي پروټوکول ملاويږی خو دي جلاوطن کولو واله جرنيل د نورو پۀ ډوډو ژوند کوی، يونيفارم ته څرمن وئيلو واله نن د خپلي څرمن د بچاويدو د پاره د نورونه ډهال جوړه وی٠ که مشرف هر څو د مکافات عمل ښکار دي خو د دۀ سره اوس هم يو لايف لائن شته اؤ هغه لايف لائن سعودی عرب دي،شاه عبدالله د مشرف ضمانتی دي ، کله هم مشرف که د امريکي اؤبرطاني نه مايوسه شو نو سعودی عرب ته به څی ،اؤ شاه عبدالله به دۀ له پناه ورکوی٠ سعودی عرب د دنيا هغه ملک دي چي صدر اصف زرداری ، نواز شريف اؤ افتخار محمد چوهدری دري واړه ورته بي وسه شی ٠ هم دغه شان مشرف باقی مانده ژوند پۀ سعودی عرب کښي د اوښو پئ څښلو اؤ پۀ کهجورو خوړلو تيرولي شی٠ که چري يو څل مشرف پۀ سروس پيلس کښي پناه ته مجبوره شو نو دا د قدرت اخری سوک وی٠ دی لاسټ پنچ ـــــــــــ