نورمحمدسعید پېژندګلو

نورمحمد سعيد دپکتيکا ولايت دمرکز شرني اوسيدونکی لمړنۍ زده کړي يي دعلي بابا په ليسه کي تر لاسه کړې..او بيا دنورو سلګونو زرو هيواد والو په څير دسره ښامار له زامو تېښتي ته اړ شوی.داولياګانو دټاټوبي سندغېږ ته راغلی ، او بيا څه موده پس دنړۍ تر هر بشر زيات نازولي مهاجر محمد رسول الله (ص)وطن ته کوچيدلی.
دهجرت په دوره کي يې له کراچۍ نه تردوولسم پوري زده کړه کړي ده په انګليسي عربي او اردو ژبو اخباراتو مجلو او راديو ګانو ته ليکنې کوي له نړيوال ادب نه پښتو ته دژباړي په جريان کي
له پښتو شعر سره دليوالتيا په زياتيدو يې خپله هم دشعر ليکلو ته مخه کړه او دخپل وجدان غږ يې دکاروان صيب په وېنا دښاپيرو په ژبه پورته کړ.
دهر پښتون په څېر له وخته او بخته ګيله من ده  او دخپل ټاټوبي داوږدې غميزې انځور په داسي ډول کاږي

مه پوښته له ما نه دتيارې کيسه
ټوله شپه په سره اورګرزیدلی يم

له دې سره دخدای تعالی (ج)په لطف او کرم باوري ده او ځان دهغو ملګری بولي چې په توکل سره دنيک مرغه راتلونکي په تلاش يون کوي....وايي
 

که هرڅوستړیستومان يم

خو ملګری دکاروان يم

                                                   ظفر ساپی کریمي