اسرار الافاغنه  ۴

په تېر پسې

په پښتوژبه یې پوره تسلط لاره  د افغانستان ،هندوستان او یهودو تاریخونو سره ېې هم پوره پېژندتیا لرله د حسین ابن صابر ابن خضر د زیږیدنو او مړینې نېټه نه ده مالومه او نه دده د ژوند نور حالات څرګندیږي  یوازې دده د دې اثر ځنې مالومیږي چې دې د شاه قاسم سلیماني مرید وو چې د قادریه سلسلې تر صوفي او په چنار کلي یا د هندوستان په چنار ګرهـ کې یې زیارت ووـ د مخزن افغاني څخه ښکاري چې هغه ډېر نېک سړی او اصل نوم یې میا قاسم خلیل وو دده د نوم څخه څرګندیږي چې په قوم خلیل وو په ځینو نسخو کې د هغه نوم قاسم متي زی هم لیکل شوی چې د خلیلو یوه څانګه ده او په مخزن کې د هغه شجره یو ځای داسې ده
شېخ قاسم بن شېخ قدم سلیماني قادري بن خواجه محمدزاهد بن شېخ میرداد بن شېخ سلطان بن شېخ کټه بن شېخ یوسف ظاهربین بن شسخ متي بن شیخ عباس بن شسخ عمر بن شېخ خلیل بن شېخ غوري
داسې ښکاري چې د شیخ قاسم پلار سیخ قدم تربور شیخ اکا بن شیخ طاهر د همایون هم عصر دي او شېخ قاسم د اکبر د عصر ،د مخزن په یوه نسخه کېد شېخ دقاسم زیږیدنه۶۵۶ هـ ـــــــــ ۱۵۴م او د وفات کال ۱۰۱۶هـ ــــ۱۶۰۴م ثبت دی په شیخ قاسم باندې زما ددې اوږد بحث څخه مقصد دادی چېد حسین ابن صابر د عصر اټکل وکوای شو په دې ډول د ې نتجې ته رسیږو چې حسین ابن صابر به د ۱۵۵۰او ۱۶۰۰م کلونو په مینځ کې ژوند کاوه او نوموړي کتاب به یې په دغه وخت کې لیکلی وي دا چې حسین کله وفات شوی ددې اټکل موږ نشو کولای خو دا ولیلای شو چېدده ټول ژوند په هندوستان کې تېر شوي
حسین دا کتاب په پښتو ژبه لیکلی او دمولوي خېرالدین په نامه چا په لنډیز سره فارسۍ ته ژباړلی تر څو چې ټول هندوستانیان دهغه مطالعه وکړای شي ، د مولوي خېرالادین په باب هم څه خاص معلومات نشته ،دومره فقط څرګندیږي چې هغه په پښتو او فارسۍ پوهیدو او دهغه د نوم سره د مولوي اضافه دا په ډاګه کوي چې دیانتداره انسان وو ښای چې هغه به هم د کتاب د لیکوال حسین ابن صابر په شان پښتون وو
هنري ونسټارټ چاچې د ا کتاب د فارسۍ نه په لنډیز سره انګلسۍ ته اړولی په ۱۷۳۲ م کال د جون دمیاشتې په دریمه نېټه په لندن کې زیږیدلی هغه خپل تعلیم په ریډینګ ونچسټر لېسه کې پای ته ورساوه او بیا یې په میډمینهم کې د فرانسکنز د ټولنې غړیتوب ترلاسه په ۱۷۴۵ کا کې چې عم یې یوازې ۱۳کلو ته رسیده په ایسټ انډیا کمپنۍ کې په ماموریت وګمارل شو او د قورټ سینټ ډیوډ دپاره روان شو په ۱۷۶۰ م کې د فورټ ولیم د والي په حېث او انډیا کونسل د ریس په توګه په بنګال کې وټاکل شو ـ
هنري میر قاسم د میر جعفر پر ځای په بنګال کې د صوبیدار په حېث وټاکی  ـ کله چې دمیر قاسم او کمپنۍ ترمینځ ناخوالي ډیر شوی نو هنري استعفی ورکړه او په ۱۷۶۴ م بېرته انګلینډ ته ولاړ په ۱۷۶م  کې د همدغې کمپنې د ډایریکټر په حېث انډیا ته واستول شو ـ تردې وروسته دهغ د ژوند حالات سم نه څرګندیږي ، د ځېنو په ګمان کله چې هغه په ۱۷۷۰م یا ۱۷۷۱م کې انډیا ته راتلی د بیړۍ د ډوبیدو سره مړ شوـ د                    څخه دا په ډاګه کیږي چې هغه تر ۱۷۸۴م کال پورې ژوندی و او په کلکته کې وو خو په ۱۷۸۷م کال کې چې دده لیکنه                 خپریدله هغه مړشوی وو ځکه چې په دغه لیکنه کې دده نوم سره ولیم جانز د مرحوم لفظ لیکلی ـ په ۱۷۷۰ یا ۱۷۷۱ کې دده مړینه په دې لحظ هم غېر یقیني ده چې ده پخپل اثر کې د حافظ رحمت خان سره د مرحوم زیاتونه کړی چې هغه په ۱۷۷۴م کال کې شهید کړی شوی ووـ
د هنري د علم او ادب سره مینه د اسرارالافاغنه د فارسۍ ځنې و انګلیسۍ ته د ژباړې څخه څرګندیږي او دا هم په ډاګه کیږي چېدده فارسي هم زده وه
د اثر دلنډیز او ژباړې وخت
هنري ونسټارټ د متن لنډیز او ژباړه د ۱۷۸۴ م کا ل د مارچ په دریمه نېټه د کلکتې څخه و لندن ته واستول ـ ددې څخه څرګندیږي چې ددې اثر د فارسۍ څخه و انګلسۍ ته ژباړه به د ۱۷۸۴م کال په پيل کې په کلکته کې شوې وي ،دا چې فارسي ژباړه او لنډیز څه وخت شوی څرګنده نه ده ،هنري وای چې ده څه موده وړاندې ددې اثر فارسي ژباړه میندلی یعنې که ده ته وختي په لاس ورغلی وای نو هغه وخت به یې دا کار کړی وای ـ یعنې ددې اثر د لنډیز او ژباړې وړاندیز ده ته یو چا کړی وو ،په دغه وخت کې ډېرو انګلیسي لوړ رتبه مامورینو په اردو ژبه ژباړې کولې ـکیدای شي چې مولوي خېرالدین به بیا ددغه اثر لنډیز او ژباړه د روهیله کنډ د حکمران حافظ رحمت خان په وخت کې کړي وي دا ځ که چې هغه دغه ډلو لیکنو ته خلک هڅول  ـ په پښتو ژبه دا کتاب څخ وخت لیکل شوی؟ په دې برخه کې هم څه نشو ویلای ـ خو د عادل شاه سور دحکمرانۍ د یادونۍ سره په دې اثر کې دا اټکل کولای شو چې دا به دهغه د وفات ۱۵۵۰ م کال نه په راورسته لیکل شوی وي ـ څنګه چې ددې اثر لیکوال حسین د شیخ قاسم مرید و چېدهغه د زوکړی کال ۱۵۴م دی نو باید موږ دهغه تر ځوانۍ پورې صبروکړو ترڅو چې هغه وهغه سن ته ورسیږي چې یو څوک په مریدۍ ونیسي زما په اټکل چېدا نېټه به ۱۵۸۰م یا ۱۵۸۵م وي
نسخه
زما د پوهې مطابق ددې پښتو نسخه تراوسه نه ده میندل شوې ـ ښای چې په کلکته یا برټش موزیم لندن او یا هم بل ځای پرته وي ـ د فارسۍ لنډیز او ژباړې نسخه په یقین سره د ایسټ انډیا کمپنۍ د لوړ رتبه مامورینو سره وه اوس څرګنده نه ده چې چېرې به وي؟ انګلسي ژیاړه چې ۱۷۸۴م کال کې شوې وه په ۱۷۸۷م کال کې په                               کې خپره شوه او په ۱۸۰۱م کال کې د                         په دویم ټوک کې چې ۶۶ــــــ۶۷پاڼې پکې بیا پرنټ شوې وې دوهم ځل خپره شوه دهمدغه ماخذ څخه ما اردو ژباړه کړې او انګلیسي متن مې هم ورسره یو ځای کړی ـ
داوه د سعودالحسن روهیله د اسرارالافاغنه د رسالې هغه برخه چېد پېژندنې تر سرلیک لاندې ده او ما دار دو څخه پښتو ته وژباړل  ـ سعودالحسن روهیله د اسرارلافاغنه یا اسرارالافغان پښتو یا فارسي نسخه نه ده لیدلی ،هغه خپله یو ځای نظر څرګندوي او واي چې دا به یقینا ضخیم کتاب وي او مږ هم په دې باور یو ځکه چېددغې فارسي نسخې کاپي چې زموږ په لاس کې ده د پاڼو شمېر یې چې د سرپاڼه یې هم نشته د۳۳۷ ته رسي او انګریز لیکوال هنري ونسټارټ هم خپل مشر ویلیم جونز ته د فارسۍ کتاب په هکله وای چې دا د حسین بن صابر بن خضر دهغ پښتو کتاب لنډیز او ژباړه ده چې مولوي خېرالدین د پښتو څخه کړې ده ـ
د نسخې د پېژندنې وروسته د کتاب د اهمیت او ځینو ځانګړنو په باب د شمېر د عدد په شمېر په څو پاراګرافونو کې خبرې دي چې په دریو پاڼو کې راغلې ـ بیا د هنري ونسټارټ لیک ویلیم جونز ته چې ددې نسخې په باب دی ،ورپسې د اسرارلافغان یوازې هغه برخه چې د افغانانو په نسل باندې خبرې کوي او دهغو سلسله د خالد پلار ولید  ته او دهغه څخه ملک طالوت او بیا د برکیازوي افغان ته رسوي چې دا ټولې په افسانو ولاړې خبرې او تاریخي ریښې نه لري ـ مرحوم استاد دکتور حبیب الله تږې په خپل اثر پښتانه کې په دې هکله ژورې څیړنې لري ،د پښتو ژبې یوه نمونه د هنري د لیکنې وروستۍ برخه ده چې د رحمان بابا او میرزاخان انصاري د شعرونو بېتونه دی او پای کې د صدر یا ویلیم جونز تبصره ده او وروسته ،وروسته هغه انګریزۍ متن دی چې سعودالحسن خان روهیله د اسیاي څیړونو د دوهم ټوک څخه را اخېستې
د پلټونو په وخت ددې نسخې ذکر د مرحوم استاد دکتور حبیب الله تږي په پښتانه نومې اثر کې د پښتوم اصل او نسب مقاله کې چې د مرحوم استاد ماخد هم                        داسې وموند
په ۱۸۸۴م کې یوه انګریز لیکوال هنري ونسټارټ ،سر ویلیم جونز ته یو لیک واستوه او په هغه کې یې ورته ولیکل  څه موده دمخه ماته د اسرارالافاغنه په نامه یو کتاب لاس ته راغی چې مولي خېرالدین تصنیف کړی او په اصل کې دهغه یوه اثر لنډ شکل دی چې حسین ابن صابر ولد حضر د حضرت شاه قاسم سلیماني مرید    په پښتو لیکلی دی ـ که څه هم دا لیکنه د پښتو د قومي اصالت په باره کې د واقعې تاریخ په حېث نشي منل کیدلی خو سره له دې یې هم انګریزي  ترجمه دراستوم او ښای چې ستاسې ټولنې ته به په زړه پورې وي

                                           نور بیا