پنجابيان دې نور پښتنو پسې خندا ګانې بندې کړي
پنجابى سامراج تل دپښتنو استحصال کړے دے دپښتنو پۀ حقونو ئې ډاکې اچولى او پۀ پښتنو پسې ئې ملنډې کړى دى.
تيره ورځ د سينټ د اجلاس پۀ وخت کښې چې کله د اے اين پى سينيټر الياس بلور د پنجاب نه ګيله وکړه چې پنجاب خو زمونږ بجلى استعمالوى خو ولې مونږ ته غنم نۀ راکوى نو ددۀ پۀ جواب کښې پکار خو دا وه چې د پنجاب سينيټرانو دوى ته تسلى ورکړے وے ا و د صوبې د حقونو لپاره ئې د دوى مرسته کړے وے الټه ئې د ټولو پښتنو بې عزتى وکړه او پۀ ټولو پښتنو ئې د سمګلرانو الزام ولګولو.
د مسلم ليګ ن سينيټر جاويدشاه داسې ووئيل چې "تاسو د يوې بورۍ فکر ولې کوئ يوه پوړۍ خرڅه کړئ نو بورۍ پرې واخلئ" يعنې تاسو پښتانۀ من حيث القوم سملګران يئ.
د جاويد شاه دا الزام د ټولو پښتنو پۀ مخ څپيړه ده او ددې چې هر څومره غندنه وکړے شى دا به کمه وى بايد نور پښتانۀ پخپله بې عزتۍ، استحصال او پخپلو حقونو چپ پاتې نۀ شى او د پنجابى سامراج نه کۀ پۀ زوره وى او که پۀ رضا خپل حقونه واخلى.
زمونږ پښتنو مشرانو ليډرانو کښې هم هيڅ غيرت نشته، دوى هم تل د پنجابى سامراج پښې ښکل کړى دى، ا و هر وخت د دوى پۀ درونو سجدې لګوى، ګنې پکار خو دا وه چې د پنجابيانو نه د خپلو حقونو غوښتو لپاره دوى پنجابيانو ته يو موټے شوے وے او پۀ سختۍ سره ئې ترې خپل حقونه غوښتے وے خو ولې د خپلې کرسۍ د فکر پۀ وجه دوى داسې نۀ کوى.
د پنجاب کۀ هغه ميډيا ده او کۀ سياستمداران دى دوى تل پښتنو پسې ملنډې کړى او پښتون قوم ته ئې تل سپک نظر کړے دے، خو ولې پښتون ئې بيا هم عزت کړے دے او دمشر ورور درجه ئې ورکړې ده.
مشران وا ئى چې عزت د هغه چا پکار دے پۀ چا کښې چې عزت وى او څوک چې خپله بې عزته وى هغۀ ته هر څوک بې عزته ښکارى.
پښتانۀ کۀ پۀ هر ځائے کښې دى خوا کۀ پۀ افغانستان کښې دى او کۀ پۀ پښتونخوا صوبه کښې دى ددغو اوږو سترګو دلاسه ناارامه ژوند تيروى.
نن چې پښتانۀ د ترهه ګرو پۀ نامه ياديږى او ټولې قبائيلى سيمې ئې ناارامه دى پۀ دې کښې هم غټ لاس د پنجابيانو دے.دوى نۀ غواړى چې پښتانۀ د يو پرامنه قوم پۀ حيث ياد شى او پۀ سماجى، سياسى او اقتصادى توګه ترقى وکړى.
د دوى خواهش دا دے چې دپښتنو پۀ وسائيلو قبضه وکړى او قبضه کړى ئې هم دى، نن زما بجلى د پنجابى پۀ واک کښې ده پۀ ما بجلى پۀ لس روپۍ يونټ خرڅولے کيږى او پنجابى ته پۀ څلورو روپۍ ورکړے کيږى، زما پۀ تماکو زما پۀ لرګو، زما پۀ ماربلو او نور داسې ډير قدرتى وسائيلو باندې پنجاب قبضه اچولې ده او زما بچے ئې نهر او بربنډ کړے دے او د دوى بچى پرې مزې کوى.
نن پنجابے ما باندې د سمګلر الزام لګوى او خپله ځان ته نۀ ګورى چې دے څۀ دے؟ نن زما پۀ ګل ورينه خاوره د بارودو لوګى چا خوارۀ کړى دى، زما بچے زما مور، خور او پلار چا قتل کړل؟
نن پۀ سوات کښې زما بچى ته د قلم پۀ ځائے ټوپک چا ورکړو؟ نن چې پۀ پنجاب کښې ترهه ګرى خوره شوه نو ولې ئې د سوات د امن معاهدې مخالفت شروع کړو؟
زۀ ددغو پنجابيانو نه تپوس کؤم چې ستا تاريخ څۀ دے؟ تا ته خپل تاريخ معلوم دے چې ستا پۀ تاريخ کښې څۀ دى؟ راشه خپل تاريخ هم وګوره او زما تاريخ هم وګوره، چې زۀ څۀ يم او تۀ څۀ ئې؟
تا ټول عمر پۀ ما پسې ملنډې او خندا ګانې کړى دى خو ولې ما ټول عمر خاموشى اختيار کړې ده، خو ددې نه پس به زۀ نور خاموش پاتې نۀ شم نن پۀ ټولو پښتنو کښې سياسى شعور بيدار شوے دے او يوه ورځ به انشاء الله داسې ضرور راځى چې تاسو نه به خپل حق کۀ پۀ رضا نۀ وى پۀ زور به اخلى او ستا غرور او تکبر به ماتوى.
زۀ ټولو پښتنو اديبانو، شاعرانو او د قلم خاوندانو نه غوښتنه کؤم چې د خپلو حقونو لپاره راپاڅى او د پنجابى سامراج نه د قلم پۀ زور خپل حقوق ترلاسه کړى، ګنې دا پنجابيان به زمونږ دغه رنګ استحصال کوى او پۀ مونږ پسې به ملنډې کوى.
زمونږ سياسى مشران هم د بې حسۍ پۀ درانۀ خوب پراتۀ دى بايد نور بيدار شى او دپښتنو چې پۀ دوى کوم حقوق دى هغه ادا کړى.
پاتې: