مجاهد صحافى منتظر الزيدى او قاتل بش


تيرو ورځو کښې چې عراقى مجاهد صحافى منتظر الزيدى کومه کارنامه ترسره کړې ده په دې عمل د ګردې نړۍ مسلمانانو د خوشحالۍ څرګندونې کړى دى ا و مجاهد صحافى ته ئې د عقيدت پيرزوينې وړاندې کړى دى.
د مجاهد صحافى له اړخه په قاتل بش د بوټانو ګزارونه په داسې وخت کښې وشول چې ددې قاتل د صدارت موده ختمه شوې ده او  ددۀ دغلطو او وحشيانه پاليسو په وجه نۀ يوازې دا چې په عراق کښې په لکونو مسلمانان شهيدان، بې کوره او بې پردې شول بلکې د نړۍ په اکثرو مسلمانانو کښې ددې قاتل د وجې بدامنى شروع شوې ده او مسلمانان ئې په سور اور کښې ګزار کړى دى.
کۀ يو طرف ته د نړۍ مسلمانانو د مجاهد صحافى دا کارنامه خوښه کړې ده نو بل اړخ ته د عراق ګوډاګى حکومت ددې کارنامې سخته غندنه کړې ده او په مجاهد صحافى ئې بې دريغه تشدد کړے دے تر دې چې د نوموړى صحافى دواړه پوښتۍ ئې ماتې کړى دى.
د عراق الوداعى دوره به شايد چې قاتل بش د خپل امريکائى فوځ د حوصله افزايۍ او د خپل کارنامو دجارى ساتلو لپاره کړې وه او دا به ئې خيال ؤ چې په عراق کښې به دې قاتل ته د ګلونو ګلدستې وړاندې کړے شى او ددۀ تود هرکلے به د ګلونو په ذريعه  وکړے شى خو ولې دغې مجاهد صحافى چې څۀ رنګ ددۀ "هرکلے" د بوټانو په ذريعه وکړو دا به د امريکائى صدارتى تاريخ کښې په غټو لفظونو ليکلے شى او هر امريکائى صدر چې د عراق دوره کوى نو د قاتل بش دغه "هرکلے" به ياد ساتى.
د مجاهد صحافى دا کارنامه د ټولې نړۍ د مسلمانانو حکمرانانو لپاره هم يو سبق دے او د نورو مذهبى ډلو لپاره هم يو سبق دے ځکه چې يو صحافى راپاڅى نۀ ورسره ټوپک شته نۀ وسله او نۀ نورې ذريعې خو ولې په تش لاس د وخت جابر او ظالم ته د حق کلمه وائى او دنفرت اظهار ترې په يو منفرده طريقه کوى.
 د مجاهد صحافى دې جذبې ته د ټولې نړۍ مسلمانان سلام کوى، په دۀ چې کوم تشدد وشو او په زندان کښې واچولے شو ددې اقدام خلاف نن ټول عراق راپاڅيدلے دے او ددۀ په حق کښې ئې د احتجاجونو لړۍ پيل کړى دى.
زمونږ  سرحد اسمبلۍ  کښې هم ددې مجاهد صحافى دې جذبې ته د عقيدت پيرزوينې وړاندې کړے شوى دى او ددۀ په حق کښې قرارداد پاس کړے شوے دے.
دلته دا خبره هم ضرورى ده چې بايد مذهبى ډلې هم راپاڅى ا و ددۀ په حق کښې اواز پورته کړى ځکه چې وړاندې خو دوى د روس خلاف د جهاد نعره پورته کړې وه خو ولې اوس د امريکې خلاف خبره قدرې هم نۀ کوى. د پاکستان حکمرانان دې هم ددې مجاهد صحافى ددغې عمل نه سبق واخلى او پخپلو پاليسو کښې دې بدلون راولى ځکه چې يو عام صحافى د وخت فرعون ته په تش لاس چيلنج ورکولے شى نو يو ايټمى ملک ولې د بې حسۍ ژوند تيروى او په يو ټيلى فون د ټول قوم سرونه ټيټوى او خپل غيرت او ناموس نيلاموى.
زمونږ حکمرانان ولې دومره بې حسه دى چې د بل د مفاداتو لپاره د خپل اولس وينې توئيوى او پخپل ملک کښې د خانه جنګۍ صورتحال پيدا کوى؟
خو دلته سوال دا پيدا کيږى چې زمونږ په حکمرانانو او قاتل بش کښې څۀ فرق دے؟
ځکه چې کۀ قاتل بش په عراق او افغانستان کښې دبې ګناه مسلمانانو وينې توئې کړى نو ايا زمونږ حکمرانانو هم پخپل ملک ښې پخپلو عوامو کومې ګوله بارۍ ونۀکړې، څومره قتل عام ئې وکړو؟
ايا په قاتل بش، مشرف او نورو  کښې څۀ فرق پاتې شو؟ کاش چې پاکستان کښې هم داسې څوک مجاهد صحافى پيدا وے چې اول ئې مشرف او بيا ئې نور په بوټانو ويشتے وے، ځکه چې په دوى کښې هيڅ فرق نشته.