غـــــــزل

يوه ورځ به پاڼې توي هـــــــوا به راشي
د هستۍ په غم خانه کې به غوغا شي

دشنو څانګو مړوندونه به خــالي شي
دنګهت د جنازې لمونځ به روا شــــي

دسپين آس مسته شڼا به جلال راوړي
دروحونو ورا به زمونږ کلي ته راشي

شپه به تورې څڼې و څنـــــډي له بامه
د يو چا تورې لېمې به په ژړا شـــــي

څوک به تنده د ساحل څپو ته راوړي
زرين لمر به ترې ،تږې په خندا شي

د شنۀ باغ د سرۀ ګلاب کيسه به سر سي
دبېلتون او د ارمان کتاب به وا شي

دغه ژوند به دسقراط په جام مېلمه شي
نوى خوان نوى مېزبان به هويدا شي

څو تبجن ستوري به پريوزي په بستر کې
د پروين په اسمانونو کې به تنا شي
پروين ملال کراچۍ