دعزت الله هاشمى دليک په جواب کښې
ليک::مصورقريشى
په دنياکښې يوتن هم داسې نه دی پيدا شوی چې هغه نظريات دمور دخيټې نه ځان سره راوړي وي . بلکې په کومه معاشره کښې چې انسان اوسيږي دهغې معاشرې نه متاثره کيږي . اودهغې معاشرې چې کوم نظريات دي هغه په ده کښې پيدا کيږي که يوتن دکور ماحول صحيح وي نوددۀ اخلاق ،تعليم،تربيت هم په هغه انداز وي اوکه نه يوتن دکور ماحول خراب ،ګنده وي نولازمى خبره ده چې ددۀ تربيت اونظريات هم هغه رنګ وي . په دې حقله په بخارى شريف کښې يوحديث دی چې ، هربچی په فطرت پيدا کيږى بيا ددۀ دمور پلار خوښه ده چې ددۀ نه يهودى جوړوي که نصراني اوکه مجوسي ، صحيح بخارى جلد ١ صفحه ١٨٥،
په تيره هفته کښې زماکالم ((موسيقى دقران اوسنت په رڼاکښې )) کوم چې ورځپاڼه وحدت کښې خپور شوی ؤ په هغې کښې ما دموسيقۍ پحقله تفصيلى خبرې دقران اوحديث په رڼاکښې کړې وې ولې په ځينوخلقودا خبرې ډيرې بدې ولګيدې په دغه کالم يوښاغلى عزت الله هاشمى يوخط راستولی دی ددې خط نه دموصوف دذهن پته لګي چې موصوف دکومې قبيلې سره تعلق لري اوددۀ د کورنۍ پس منظرڅه دی .
دغه خط راستونکی خودومره بهادر دی چې په خط کښې خپل اصل نوم هم نه دی ښودلی بلکې په فرضى نوم ئې راستولی دی ((دې ويبلوګ نه ماته راغلی دی )) اول خو ده کښې دومره جرات نه ؤ چې خپل اصل نوم ئې ښودلی وی بلکې که چرې ځان ته پوهه او ((علامه)) وائي نوڅه رنګ چې ماپه کالم کښې دقران او حديث حوالې ورکړې وې پکاروه چې دۀ هم حوالې په خط کښې ذکر کړې وې . بله دې موصوف چې په خط کښې کومه ژبه استعمال کړې ده دغه ديوصحافى اوليکوال ژبه نۀ شى کيدی بلکې دا بازارى ژبه ده زۀ ترې ګيله ځکه نه کوم چې زۀ د صحافت دميدان يوطالب علم يم اودغه شان بدذوقه او بې پښتو لوچو بازاريانوسره هيڅ علاقه نۀ لرم . بله دا چې دهريانو اومنافقانوتل په اسلام اوپه اسلامى نظرياتو لرونکو پسې ملنډې کړي دي داقيصه د اوس نه نۀ ده شروع بلکې څوارلس سوه کاله وړاندې دنبى کريم (ص) په ژوند مبارک کښې شروع شوې ده . دغه دهريان نه خو خدائى مني اونۀ دنبي (ص) حديث مبارک مني بلکې دوي په دې ډير خوشحاليږي چې د بدينۍ خبرې ورته څوک کوي .
دموسیقۍ په رد کښې چې کوم حديثونه ما ددليل په توګه وړاندې کړي دي دغه موصوف ددې نه انکارکوي اوحديثونه ئې موضوعي ګرځولي دي نو چې يوتن دقران عظيم الشان اياتونه نۀ مني اودنبي (ص) دحديثونو نه انکار کوي نوپه ده کښې دمسلمانۍ څۀ پاتې شول ؟ باقى کوم حديثونه چې دی موضوعي ګڼي دا حديثونه متفق عليه دي اوصحيح دي . که چرې دۀ سره دموسيقۍ پحقله صحيح حديثونه وى نوپکارده چې دۀ د دليل په توګه یې وړاندې کړی وی. دتنقيد کوونکي مقصددادی چې دی وائي ، قريشى وائي چې ګلزارعالم دپراپرټۍ کاروبارته حرام وئيلي دي خودګلزار عالم خبره داوه چې دموسيقۍ نه پرته زما بل کاروبار زده نه دی ځکه نو زۀ به دکوئټې نه کراچۍ ته دموسيقۍ پروګرامونو ته تلم اودا راته ډيره ګرانه وه . نوپه دې وجه پراپرټي شروع کړه خوولې دې کښې راته دهوکه فريب ښکاره شو اوزۀ ((دحلال رزق ګټونکی انسان يم ) نودغه تنقيد کوونکي ته زۀ داوایم چې هو ماچې څه ليکلى دى دغه ټيک دي ځکه چې ګلزارعالم دحلال رزق ګټلو خبره کړې ده خوچې دپراپرټۍ کاروبار نه پس يو وارې بيا دموسيقۍ دنياته لاړو نوددې مطلب داشو چې موسيقى حلاله ګڼى ځکه خو ئې دحلال رزق ګټلو دپاره دموسيقۍ د ذريعې انتخاب وکړو بله دا چې که ديو تن دموسيقۍ دګټې نه سيوا بل کار کسب نه وي زده، نو ايا ددۀ لپاره موسيقى حلاله شوه؟ باقى پاتې دا خبره چې پراپرټۍ کښې دهوکه ،فريب دی نوپه دې و جه موصوف داکاروبار حرام کړی دی نو زۀ ددۀ ته داوایم چې په مجموعى توګه دپراپرټۍ کاروبار حرام نه دی بلکې حلال دی که يوتن فريب اودهوکه کوي هغه ځانله مسئله ده .قران اوحديث چاته دا اجازت نۀ ورکوي چې دې دی په دهوکو ډاکو اوفريبونو دچانه پيسې واخلي بلکې په قران عظيم الشان کښې ددې نه سخت منع والی راغلی دی . پراپرټۍ کارکوونکي ته وکيل يا دلال وئيل کيږي اواسلام کښې دلالي اووکالت حرام نه دی بلکې دلال ته نبى کريم(ص) تاجر وئيلي دي ددې پحقله ترمذي کښې يوحديث مبارک دی (( حضرت قيس ابن ابى غرزه نقل کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږطرف ته تشريف راوړو مونږته به خلقو دلال اواړتى وئيل . نبى کريم(ص)وفرمائيل چې ای دتاجرانو ډلې په خرڅولو اواخستوکښې شيطان اوګناه هم شامله ده په دې وجه اخستو اوخرڅولوکښې صدقه هم کوﺉ . ((ترمذى جلد ١ صفحه ١٤٥مطبوعه مجتبائي دهلي))
ددې نه معلوميږي چې نبى (ص) دلالۍ ته دتجارت درجه ورکړې ده خوکه اخستونکی وي اوکه خرڅونکی دواړه دوکيل حيثيت لري نوتۀ بيا څرنګه پراپرټي حراموی او موسيقى حلالوی . خوچونکې دهريانواومنافقوسره خودليل نه وي نو چې کله ورته څوک دقران اوحديث خبره کوي نو دوى چغى سورې شروع کړي اوګنده اوبازاري ژبه استعمالوي . تنقيد کوونکی وائى چې زۀ دايم ايم ای غړی يم اوپراپرټۍ کاروبار کوم يا څوک خپلوان مې دپراپرټۍ کاروبار کوي نو زۀ دۀ ته وايم چې نه خو زۀ دايم ايم ای غړی يم نۀ زۀ اونۀ زما څوک خپل دپراپرټۍ کاروبار کوي بلکې که يوتن داسلام خلاف غلطه خبره وکړي اوغلط کاروبار ته داسلام جامې اغوندي ياحرام حلالوي اوحلال حراموي نوزۀ به دا لازمى ګڼلم چې ددغه خبرې وضاحت وکړم . زۀ په هغه ليکوالانوکښې نۀ يم چې دخپلوذاتى مفاداتودپاره داسلامى شعائرو سپکاوی کوي ــ زۀ منافق نۀ يم بلکې دا ستاغوندې دسپکو خلقو کار دی چې دډالرو اوپيسو دپاره ايمان خرڅوي اوپه اسلام پسې ملنډې کوي داکار به يهوديانو هم کولو چې په اسلام پسې ملنډى کولې خوولې دغه ملنډې دوي په اصل کښې ځانونو پسې کولې ځکه چې دوي به دنبى کريم (ص) او يا داصحابو (رض) په محفلونوکښې ناست وو نودوى به وئيل مونږ خوستا ملګرى يو ولې کله به چې خپلومشرانو ((مشرکان، يهوديان)سره ملاو شول نو ورته بۀ وئيل چې مونږ خوستاسو سره يو مونږ خوپه مسلمانانوپسې ټوقې کوو ښاغلى وئيلي دي چې داسې ليکوالانو دلاسه پښتوترقى نۀ شى کولی او دوي په معاشره کښې انتشار پيدا کړی دی اودټولو ليکوالانوبې عزتي ئې کړې ده. زۀ وایم چې ستا شان ليکوالان په معاشره کښې انتشار پيدا کوي کوم چې حق ته باطل اوباطل ته حق وائي داسې ليکوالان زۀ په ليکوال نۀ حسابوم چې هغوى حق ته حق نه وائى اوباطل ته باطل نه وائي بلکې دادليکوال فرض جوړيږي چې هغه حق ته حق اوباطل ته باطل ووائي اودخپل قوم او اولس اصلاح وکړي . په اخره کښې زۀ دغه تنقيدکوونکي ته داوایم چې په چاتنقيدکوی نودهغې لپاره اول علم زده کړه اوبيا بحثونه اوتنقيد کوه چې تاسره څه دليل خووى کنۀ ؟ هسې سپکوډکونه څه نه جوړيږى بل تنقيد چې څوک کوي نوپکارده چې ادبى ژبه استعمال کړي بازارۍ ژبې سره سړی بازاري ښکاري . اوتۀ ئې خو بازاري سړی نو ځان ته ليکوال مۀ وايه ځکه چې بازارى سړی هم د بازار وي ـ دی چرې ښه ليکوال نۀ شي ثابتيدی ـــ