غــــــــــــــــزل

دخپل قام وطن پۀ ننګ قربانيدی شو
ددشمن ګولۍ پخپله سينه وړی شو

که منزل دتورو غرونونه  فنا  وی
مونږد لوړوغرونوخلک يوختی شو

خسمانه چې ئې دزړه په وينوکيږی
مونږ په هغه سروګلونوشماريدی شو

ستاد مکراښکې ماته منظور نه دی
پخپل غم باندې پخپله ژړيدی شو

ستا د لاس دراکولو حاجت نشته
مونږپخپل همت منزل ته رسيدی شو

څنګ اوبه چې لاراوباسی په سوراورکښې
داسې منږهم په لمبوکښې لارويستی شو

مونږ په شان درڼو ستورويو غالبه
په تياروکښې هسې کله ورکيدی شو
             (2)

د بي وسئ په تنورونوکښې ژوندون تيروی
غريب سړے په سرواورونوکښي ژوندون تيروی

کله نهر،کله بيمار،کله د ظلم غيږکښې
بس په اهونواودړدونوکښې ژوندون تيروی

چې ننګ ناموس حيالری خديګوهغه خلک
په سنګرونوسنګنونوکښې ژوندون تيروی

داده ضميربيه کونکی دی خه ئې اپيجنه
نن چې په لوړومحلونوکښې ژوندون تيروی

ميړنی نه مری اوکه امری مرګ يې مرګ مه ګڼه
مدام ژوندی وی چې په زړونوکښې ژوندون تيروی

غالب دحق نه قلم ناړوی په بله ډه ډۀ
ده انقلاب په مکتبونوکښې ژوندون تيروی