هغه زمادټوپک پۀ نښه راغلونودزمادړومبى ډزسره هغه داسې پۀ وړاندې تيندک شوچې لاس کښې کلک نيولےټوپک ئې دلاس نه داسې ګزار شولکه ديو ماشوم دلاسه واخطائې کښې دچايوپيالۍګزارشى ـ تيندک خوړلو سره هغه دغر دلوړکمرنه ښکته ګزارشواوچې پۀ زمکه پرېوتونويوه داسې تېزه کړيکه ئې وکړه چې ماته هغه نامور،دلاوراوبهادراو بې رحم قاتل بيخى ؤنۀ ښکارېدو ــ لکه يو ډارن بزدل يا شريف کس چې زماپۀ نښه راغلے وى ــ هغه دغرد لوړ کمرنه داسې ښکته راؤرغړېدو چې ماته زما دوړوکوالى هغه چرجڼه راياده شوله چې ماپرې دليندې ديوګېټکى ګزارکړے وۀ اوهغه دونې دڅانګې نه ښکته زماپښوته راپرېوتې وه ــــ نوهغه هم بيخى دغه شان دکمرنه پۀ رغړېدو زماپۀ پښوکښې پرېوتواوټوپک دهغۀ نه لږې فاصلې باندې يوګټ لاندې ؤغورځېدوـ هغۀ بياهم دې حالت کښې ټوپک لورته هڅه ؤکړه خودهغۀ دسمې پښې دوچ لنګى وچ هډوکى داسې چولټ مات شوى وو چې دهغه دلنګى څرمن  ئې شلولې وه او اوس تک سپين لکه دولاړوغشو نېغ ولاړوو ـ شائد هغۀ دځان دبدل اخستواراده لرله ـ ځکه چې هغه دمضبوط اوکلک زړۀ خاوند وۀ اوخپل بدل چاته معاف کؤونکےنۀ وۀ ـ زمادډزسره زۀ دهغۀ عقابى سترګو تېز نظرکښې دټکه راغلے وم اوزۀ پۀ دې ښۀ پوهېدم چې هغۀ ته څۀکول ضرور پۀ کار دى خوهله که هغۀ ته څۀ موقع پۀ لاس کښې ورشى ـ خودهغۀ ټوپک اوس دهغۀ دلاسونودواکه داسې وتلے وۀ لکه چا ړاندۀ معذوره کس دلاس نه تيندک خوړلو سره دهغۀ دلاس امسا ګزار شى  ــ خوهغۀ بياهم دومره پۀ اسانه ماتې خوړلو ته تيارنۀ وۀ ـ اوچې هغۀ زمادپښوپرېوتوسره نوسمدستى ئې پۀ يوه ناکامه ټوپ ؤوهلوخودهغۀ پښه چورلټه ماته وه اوهغۀ ډېرسخت تيندک خوړلے وۀ ـــ اوچې پۀ ټوپک ئې کله ټوپ وهلونوهغه داسې پړمخ راپرېوتو چې ديولوردمخ اننګے ئې پۀ يوه بله تيګه داسې ؤلګېدوچې دهغۀ دخلې نه بې اختياره يووائے ؤختلو خوهغۀ بياداسې زرشونډې پيچى کړې لکه هغه خپله کمزورى څرګندول نۀ غواړى ـ خوهغه تېرې تيګې دهغۀ دمخ داننګى غوښه داسې وتراشله لکه چاترېنه پۀ چاقوتيکه بېله کړې وى  ما هغۀ ته ؤکتل اولږ  پۀ  چوکس انداز ورنزدې شوم ـــ ما خپله تسلى کوله  چې
دهغۀ جېب ياترخ کښې تماچه چړۀ ياچاقوخوبه نۀ وى ــ ماته زمااستاد چې ماته ئې داجرتى قاتل سبق راکولو دا خبره پۀ تاکيد سره ښودلې وه چې يوپۀ مړمار بهروسه مه کوه اودويم پۀ خپل هغۀ مړدښمن باورمه کوه ترڅودې چې پرې پوخ يقين نۀ وى راغلے چې دهغۀ سره بله کومه تېره پڅه نشته ـ ځکه چې اکثرداسې دښمن داره خلق پۀيوه ښکاره وسله تړون نۀ کوى ـ هغه ځان سره څۀ داسې څۀ ضرورساتى چې تاته پرې نقصان رسولےشى ــ خوشائدزمادمقتول يازما د ښکارپۀ خپل ټوپک اوپۀ خپل ځان ډېراعتمادوۀ ــ ځکه خودهغۀ ترخ ياجېب کښې ديوې مرغې حلالولو دپاره چاقوړے هم نۀ وۀ ــ                                           
مادهغۀ حالت ته چې ؤکتل نوزړۀ زړۀ کښې خوشحال شوم چې هغه دمرګ پۀ سخت تکليف کښې ګېروۀ اوهغه اوس ډېرپۀ درداواذيت کښې مبتلاشوے وۀ  اوزۀ خوشحال پۀ دې ؤم چې يوخوهغه زماذاتى دښمن وۀ اوبل کله چې زه پستنه هغه خلقوته ورشم اوهغه بوډاته دهغۀ دمرګ دلحظې لحظې حال پۀ مزه مزه ؤوايم نودبوډاپۀ سوى زړۀ به دانتقام يخې اوبۀ توئې شى اوزماپۀ وعده کړى بخشش کښې به څۀ نورڅۀ ورګډکړى ـ هسې بخشش زماغوندې دخود داره اجرتيانودپاره دفخرخبره نۀ ده خوکه تش پۀ لاس څۀ راشى نوبده هم نۀ ده چرته يوداؤخوبه پرې ؤلګى ــ                                                                                            
اواوس چې هغه بې وسه بې بسه پروت وۀ اوماته ئې ډېرپۀ بې وسۍ اومړغېژنو سترګوکتل لکه دا ئې يقين وى چې زۀ به اوس بيادخپل ټوپک شپېلۍ دهغۀ سينې ته نېغه کړم ــ خوماداسې ؤنکړل اونۀ مې داسې کول اوهغۀ ته مې نېغ نېغ پۀ ساړۀ نظر کتل ــ اصل خبره داوه چې ماته دهغۀ داسې دلمحې لمحې او ددرد اذيت ډک مرګ خوندراکولو ـ چې يوه وجه ئې داوه چې که ما نن پۀ هغۀ وارنۀ  وے کړے نوهغه هم زمادمرګ پسې راوتلے وۀ ـ نن يا سبا به زۀ يقيناُُ ُدهغۀ دټوپک ښکارجوړېدم ـ مونږ دواړه ديوبل سوداګروو،مونږ دواړوديوبل پۀ سرسوداګانې کړې وې ــ                                                                                          
ـُ ُ ډز ؤکړه کنه ګورې څله؟،، هغۀ دډېرقهرنه غاښونه ؤچيچل اوماته ئې يوه سپکه کنځل ؤکړه ــ مادهغۀ پۀ دغه سپکه کنځل هيڅ بد ؤنۀ ګڼل اوډېرپۀ قرار

                     نوربیا...................