اسټریټ کرایمز
دپاڅون په قلم
هو صېبه!!کابل کې دسولې ګډې مشاعرې وروسته پاڅون خپل چاپیرچل کې عجیبه شان بدلون محسوس کړوـ اول خو دا چې تر دې دمخه ځینو لیکوالو به ده ته "ویناوال ""ویناوال "ویلو،او دا ځکه چې ددغو ملګرو په آند د برې خوا لیکوالانو او په ځانګړی توګه م.ا زیار صېب دپښتو تورو د زیږدولو فابریکه جوړه کړی ده ـ خو چې کله ددغو شاعرانو ملګرو څخه دوه(ماښام خټک او ریاض تسنیم)د کابل زیارت کولو وروسته کراچۍ ته ستانه شول نو له یوې ډډې یې پاڅون ته "ویناوال" ویل هېرکړل او له بلې ډډې یې دپیرمحمدکاروان،بازمحمدعابد،حکمت سروش،محمدیار او نورو ډیرو ملګرو یارانو یادوونه هم دځانه سره راوړل ،او له دی سببه هم دپاڅون او هم دنورو ملګرو د برې خوا ددغو قلموالو سره نالیدلی پیژندګلوی جوړه شوه ـ کله چې ماښام او تسنیم کراچۍ ته راغلل نو دجرس ادبی جرګې یوه مذاکراتی غونډه ددې دواړو سره "د کابل خاطیرو" په اړه خبرو ته ځانګړې شوه ـ
یو ملګری (غالبا ماښام)بار بار خپلو خبرو کې ددې خبری تکرار کولو چې کابل کې اسټریټ کرایمز بیخی نشته ـ خټک صېب به چې خپله یوه کیسه ختمه کړه او مرۍ به یې تازه کړه نو بیا به یې خپله ځانګړې لهجه کې وویل "نه وو,هلته،اسټریټ کرایمز په اړه مونږ بیخی د چانه څه وا نه اوریدل "
شاید دبرې خوا لوستونکي به اسټریټ کرایمز یا کوڅه ډب جنایتونه بیخی پیژنی نه ـ خو دکراچۍ اوسیدونکي چې چیرته ځی اول ددغه" بلا" په اړه تفتیش کوي ـ
دپاڅون په څېر دکراچۍ هر اوسیدونکې یو نه یو ځل خامخا د دغو کوڅه ډبو سره مخ شوي دي ـ دلته کراچۍ کې د وخت تیریدو او جدیدیت د راتلو سره سم اسټریټ کرایمز له ارتقای مرحلو څخه تیریږی ـ که په یوه زمانه کې دغو کوڅه ډب جنایتکارانو د شپې په ترږمۍ کې دخرپ او ترپ تر اصولو لاندی د یو سړی په څڼه تمانچه کیښوله او نقدی او موبایل به یې تری اخیستو ،نو نن سبا دغه جنایتکاران هم یوه نوې،ساده او مهذبه تجربه ازمایی ـ
دپاڅون یو ملګری نعیم صیب ددغې نوې تجریبی ښکار شوی دی،هغه تیره ورځ پاڅون ته خپله کیسه داسی تیره کړه چې هلته یو ځای کې مې د لسو روپو وریجې په ولاړه خوړلی،زما خوا ته زما په شان نورو خلکو هم جامی خوزولی،دی دوران کې شپږ زلمیان راغلل،څلور لیری ودریدل،ـ دوه زما خوا ته راغلل- دواړو کې یو د خپل ښی لاس څخه دسمال غلې شان لیری کړو ـ او په لاس کې د نیولی تمانچې دیدن راپیرزو کړواو بېرته یې دسمال کې پټه کړه ـ بل راغی غوږ کې راته وویل "خلق مه خبروه ،خپله تالاشی راکړه" ـ هغه زما تالاشی شورو کړه ـ ما ډکه کاشوغه چې د پلیټ څخه مې پورته کړی وه خو خلې ته مې رسولې نه وه،په هغه ځای منجمد پریښوده ـ هغه چې دا ولیدل نو راته یې وویل" ته خپل کار کوه" یعنی وریجی خوره ،"که وریجې خوړل دی پریښودل خلک خبریږی،او که خلک خبر شول نو دوه دانې درله دارو کوو او مونږ په خپله مخه ځو" ـ ما وریجې خوړل پیل کړل ،هغوي خپل کار کولو ،ما خپل ـ هغوۍ زما دمخامخ جیب نه یو نیم زر کلداری او یو موبایل فون واخسیتو ـ خو موبایل یې لاس کې د اړولو وروسته بیرته راکړواو وی ویل" دومره بې غیرته خو نه یو چې موبایل هم درڅخه یوسو"
کوڅه ډبو د خپلو "عملیاتو" وروسته زما لاس په خپل لاس کې ټینګ ونیو،او دمخه ښه په انداز یی وویل "مونږ پسی شاته مه ګوره" -ما دهغوی پسی و نه کتل ، زه خوښ وم ځکه چې یو خو زما په جیب کې پرتی اتلس زره کلداری دهغوۍ په نظر کینوتی او بل یې زما سره ډیر شریفانه او مهذب سلوک وکړو ـ
نعیم صیب په یوه ساه ټوله کیسه تیره کړه ،او پاڅون په پوره توجه ددغه نوی تاکتیک څخه ځان خبر کړوـ نعییم اوریدلی او لیدلی کیسی هم شورو کړی خو دپاڅون په دماغو یو خیالی فلم وچلیدو ،په فلم کې ماښام خټک جهانګیر پارک کې ناست دی ،قلموال تری چاپیردی ،هغه دکابل خاطیری بیانوی،هغه د انکشاف په انداز وای" کابل کې اسټریټ کرایمز بیخی نشته …"ملګري یې حیران دی ،هغوي ته ماښام سرسام ښکاری ځکه چې هغوي ټول دا فکر کوی چې دریمه نړۍ کې داسی درې دوکانونه یو ځای وي ،چې هلته اسټریټ کرایمز نه وي ـ