ځوانه !
ځوانه اې ځوانه
جارسم له تانه
ستا له ځوانۍ نه
ستاله ښکلانه
ستاله غيرته
ستاله حيانه
ستاله مېړاني
ستاله وفانه
هم داسي اوسې
لکه چي اوس يې
مړاوي د ي مه سه
ځواني نرګسه
تسه دي مه سه
خوله له خندانه
نو!
ځوانه اې ځوانه
جارسم له تانه
خبر يې !
خبريې څه به درسره ښايي؟
پوهېږې !
پوهېږې څومره به دي بياستايي؟
ياد به د ي نه مري
نوم به د ي نه مري
تل به سندري
دژوندون وايي
خو بس !
خو بس ته هم دومره
ځان کي پيداکه
مينه دخاوري اودقام پاکه
له هرڅه تېر سه
له ځانه هېر سه
دنه په څېرسه
دې ته پام و که
چي له اټکه
تر کندهاره
دا وطن ستادی
ستادبابادی
هغه ياد کړی په پښتونخوا دی
خو اوس پوهېږې !
چي څه پرې سوي؟
څه پرې روان دي؟
څه پرې تېرسوي؟
په څومره برخو
وېشلی پروت دی؟
وېشلی چادی؟
ځپلی چا دی؟
لوټلی چادی؟
دښمن يې څوک د ی؟
وران کړی چا دی؟
بس !
بس نوا ې ځوانه
غښتلې ځوانه
ورورد ي قربان سه
و ورور ته ګرانه
دابه ونه سي
هيڅ له بل چانه
چي موږپه خپله
سره يونه سو
سترګي لېمه سو
ورځي باڼه سو
بس پښتانه سو
او پښتانه سو
کابل موخپل د ی
کندهار زموږ دی
پېښور خپل کړو
کوټه د ځان کړو
راځه چي يو سو
يو لوی افغان کړو
.....................................
١٩م اکتوبر ٢٠٠٩
نوی ښار کابل