ادب دَيومخصوصي طبقې؛دَيومخصوصي ولکې؛دَيومخصوصي ژبي ترجمان نه دئ،بلکه ادب دَژونددپاره دئ،اوپه ژوندکي هره طبقه دَادب سره متعلقه وي.موږوينوچي ادب که دَدنياپه هره ژبه کي وي،هغه دَانساني ښېګړي اولارښودکرداراداکوي.ځکه داسي نه دي سوي چي څوک دي داووايي،چي فلانئ دَفلانۍژبي ادب واره نه خوري؛ځکه چي هغه دَانساني فلاح وبهبودکارنه دئ کړئ،ها!منفي رجحانات پکي کېدئ سي.

     ادب دَژوندترټولوښه ترجمان اودَسړيتوب پېلامه دئ.ادب په سړي کي فکري روزنه کوي،دَتصوف ،علم وعرفان له باريکيوڅخه خبرونه کوي،اوانسان لوړاواوچت مقام ته رسوي.چرته چي دده فکري ادراک په عملي ابتداءکي نه وي رسېدلئ ،مولاناعبدالغفاربريالئ وايي:­

          چي سړئ په سړئ کيږي هاادب دئ       چي دَزړه نورپه زياتيږي هاادب دئ

          چي کرسي يې په شغلومتلاشي سوه       له زربحره څه څڅيږي هاادب دئ

          چي الياس يې په اثرمتاثرسو         ترقيامته چي پاتيږي هاادب دئ

          چي بېرغ يې پراووم اسمان اوچت دئ    چي ثرياورته خميږي هاادب دئ

          چي مشتاق ورته رضوان دئ دعدن       چي مهجورپه واصليږي هاادب دئ

          نتيجه چي يې رفعت دئ دکونين         چي مطلب په حاصليږي هاادب دئ

          چي سمک له ثريابيايي سماک ته         چي کردي په اماميږي هاادب دئ

                   چي اديب يې له سببه ځي ماواته

                   چي زخمي زړه په رغيږي هاادب دئ

     اوس که وګورونودَځوانانوپه نسبت موږ ته دَ"ماشومانوادب"په مخه راځي ،هغه په دې چي ماشوم خپل حس اوادراک لري،لب ولهجه يې بېله وي؛اودَفکر په ژورتيانه رسيږي.دَماشوم ذهن نوي اوپه زړه پوري مناظر خوښوي.په قصوکي ويره،ناشودي،اوظلم دَده ذهن متاثره کوي نوورته ځکه دَيوجلا طرزِ ادب انتخاب شوئ دئ.دَماشومانوادب دَدلچسپۍباعث وي اودَماشوم دَذهني ودي سبب وي،چي له هغه څخه ماشوم څوکه څوکه دَادب پرخواخپل قدم ږدي.

     زه دلته دَپښتوپه شاعري کي تقريباً په زَړه شاعري کي هغه فکري ښکلاګاني څرګندول غواړم په کوم کي چي دَ ځوانۍپه حقله څه ويل شوي دي،اوځواني دَژوندهغه دوره ګرځول شوې ده.چي که انسان په عملي توګه څه کول وغواړي نوهغه په ځواني کي ډېر امکان لري.دَدنيا تاريخي لوی لوی تحريکونه دَښه بدلون دپاره هرکله په ځوانانوسرته رسېدلي دي .لوی لوی سپه سالاران دَحق اوناحقۍپه لارکي جنګېدلي ګردځوانان ياديږي.

     دغه رنګه داسي فکري آثارهم په پښتوشاعري کي شته چي که موږ لږ په دقيق نظر مطالعه وکړونووَځوانانوته دَشعراوادب له لاري ډېرپېغامونه شته چي پرهغوکه ځوانان عملي کاروکړي نوهغه به دَقوم ،وطن ،اوخپلي ژبي اوثقافت دپاره په ګټه وي؛اودَامن اوخوشحالۍپېلامه به وي.

     پښتوشاعري موږته تقريباً له تيرو۱۳۰۰کلونوڅخه دستيابه ده.چي دَرزم بزم،پندونصائح،عشقِ حقيقي ،تصوف ،مينه ،اودَوطن محبت غوندي بڼه لري.په دې کي که وګورونوځوانانوته دَوخت اوحالاتومطابق پېغامونه ورکول کيږي .دَجنګ اورزم په اړه زلمي بيداره ول چي دَپښتانه ماحول پرپښتانه دَمسلطوحالاتواوپربل دَمسلط کړوحالاتوعکاسي کوي.وَځوانانوته دَځوانۍدوره ورپه ګوته کول چي دَژوندترټولوښه خوندوره،له قوته ډکه دوره ده؛که څه کوئ نوهم په دغه دوره کي امکان لري کنې په سپينه ږيره به صرف په ځوانۍپسي ارمانونه کول وي،اودَځوانۍچاري نه پکي کيږي .په پښتوشاعري کي وَځوانانوپه دَدنيا دَبې ثباتۍپېغام هم شته.دَحق دَطاعت تلقين هم شته،دَعشق کاروبارهم په ځوانانوتړل شوئ دئ.داسي هم ځوانانوته ويل شوي دي؛ چي په ځواني کي دي هرقدم په خيال ولګول شي اوله عقله دي کارواخيستل شي.داپېغامونه شته،چي ځواني يومختصره پيرډperiodدئ ؛عملي اقدامات دَښه صباوون دپاره په کي کول پکاردي.ښې چاري کول دَځوانانوکاروي ،دَرښتياويلو،ښه کردار،ښه اخلاق ،شرم وننګ پېغامونه په پښتوشاعرۍ کي دَځوانانودپاره شته،سخاوت،دَعلم کمال زده کول،عالم زلمي ويل کيږي چي صالحان وي،دخپلي ژبي دَخدمت په حقله هم پښتوشعردَځوانانوتوجه خپل ځان ته راګرځوي.

     لکه څنګه چي مادلته دَپښتوزړې شاعرۍ دغه ذکرشوئ اړخ څېړلئ دئ.نوغواړم چي دَهغوپښتنوشاعرانونومونه،دَژونداومرګ دوره اودَهغودَاشعاروپه لنډه توګه څونمونې ستاسووَمخ ته راوړم،چي دَپښتوشاعرۍدغه يواړخ،جزپه ډېرکم علم سره رامخته کړم.

     په زََړه پښتوشاعر ي کي ډېري داسي نمونې شته چي ځوانانوته دَرزم اوجنګ په اړه،دَمړاني سبق ورکول کيږي."پټه خزانه"دَپښتوژبي دَشاعرانودَتذکرې په اړه يوزوړکتاب دئ په ۱۱۴۱-۴۲هـ کي تاليف کړل شوئ دئ .په دې کي "باباهوتک"نومي شاعرچي په ٦٦۱هـ کي زېږېدلئ دئ.وَځوانانوته دَمغل په ضددَراپورته کېدوپېغام ورکوي.داهغه وخت دئ چي مغولودَارغنداو،اتغر،بولان،اوکلات په سيموکي لوټ مارکاوئ؛دکلام ذکرشوې نمونه يې داده:­

          زلموپه غشيوکړئ وارونه         دتېروتوروګزارونه

          وروړاندي کړئ خپل ټټرونه  پرکلي کورباندي مغل راغلئ

          زلموپه ننګ ځانونه مړه کړئ دښن په غشيوموپييه کړئ

          دَپښتونخوامځکي ساته کړئ   پرکلي کورباندي مغل راغلئ

قاسم علي آفريدئ دَهندوستان په فرخ آبادکښي په ۱۱۸۳هـ کي زېږېدلئ دئ.دَذکرشوي کلام نمونه يې داده :­

          نصاراپه هندوستان حکومت کاندي

          چرته لاړهغه ځوانان شمشيرننګي

ولي محمدمخلص چي په ۱۳۲۱هـ(ش) کال کي مړه شوئ دئ وايي:­

          پاک چي يې هيوادکړله غليمه ميروېس خان وو

          شاه محموداشرف دَپښتانه ښکلي ځوانان وو

          نوردوطن ويښ زلميان پوره له هره بابه

          هيله شته چي ژربه دَپښتون هېوادودان کي

خوشحال خان خټک چي په ۱۱۰۰هـ(ق)کي مړدئ وايي:­

          ښه ځوانان به خپل هوډپرې نه ږدي له لاسه

          که يې سر شي دَخوني مزري ترژامه

دَخپل ځوانيمرګ ځوی"نظام"په حقله وايي:­

          کشکې ځوان دَپښتانه په ننګ کي مړ وای

          نه چي ګورلره روان شوله تولتکه

په پښتوشاعري کي په "ځواني"پسي هرکله ارمان شوئ ليدل کيږي چي ځوانانوته داپېغام ورکوي چي دَ ښه قول وفعل دورځواني ده ،په ځواني کي بايدځوانان مثبت اقدامات وکړي."حافظ الپوري"چي دَتيمورباچادوخت شاعر دئ وايي:­

          برګ مېوه مي توی شوه دپيرۍ خزان لغړکړمه

          تېرلکه برېښناشوې دَځوانۍاودي بهشته!

مرزاخان انصاري چي په ۱۰۴۰هـ(ق) کي مړدئ وايي:­

          پاک الله لکه چي دئ هسي به تل وي

          اومرزاپه ارواح ځوان په صورت زوړشه

اشرف خان هجري چي دَخوشحال خټک مشرځوی دئ ؛چي په ۱۱۰٦هـ(ق) کي مړه شوئ دئ وايي:­

          دَځوانۍموجونه مات کړه سپېديو

          لويي ځکه دائمي صبح مساکړم

          دريغه څه عجب زمان وه دَځوانۍيې

          په هواراځيني لاړزه يې تنهاکړم

خواجه محمدبنګش چي په سنه ۱۱۱۹هـ(ق) کي ژوندئ دئ وايي:­

          بياپه پيرۍبه ارمان وکړې خوواربه تېروي

          تکل کوه دلويي لاري په ځوانۍباندي

دَدنيابې ثباتي ځوانانوته داسي په ګوته شوې ده،"دولت لواڼئ "چي په ۱۰۵۸هـ(ق) کي ژوندئ يادشوئ دئ وايي:­

         له دنياوفائي مه غواړه ځوان مرده!

         داوفاله هيچانه کاندي روی زرده

خواجه محمدبنګش ۱۱۱۹هـ(ق) کي ژوندئ وو،وايي:­

         چي کږې پګړۍيې ايښي وې له خياله

         دَهغوځوانانوپريواته سرونه

ملالتاړچي په ۱۱٦۱هـ(ق)کي زوکړئ دئ اوخپل ديوان يې په ۱۱۹۰هـ کي پوره کړئ دئ وايي:­

         وړوکي که پيران دي چي راغلي پرجهان دي

         اې لتاړه!په فغان دي نشته هيڅ څوک په زړه روغ

عبدالعلي اخونذاده چي په ۱۳٦۴هـ(ق) کي مړ دئ وايي:­

         انسان هم هسي وگڼه چي سوپېداله موره

         يابه کم مري يابه زوړسي،يابه ځوان تيريږي

دَطاعتِ حق پېغام هم ځوانانوته ورکول شوئ دئ،دولت لواڼئ وايي:­

         په ځواني دي عبادت دَحق ونه که

         په پيرۍ به څه طاعت کړې زړه زپه

په پښتوشاعري کي که موږ وګورونوځوانانوته دَځوانۍهسي نه تېرولوتلقين کيږي،بلکه په ځوانۍکي دَمثبت چاروکولواشارې په مخه راځي،اودَغفلت له خوبه دَبېداره کښېنستلوپېغامونه هم لري ،مرزاخان انصاري وايي:­

         په ارمان به دواړه لاسه پربل مږي

         که داښه ځواني دي هسي کړه تلف

خوشحال وايي:­

         په ځوانۍکښي اوده ووپه زوړوالي

         دَخوشحال سترګي بيداري شوې له خوابه

نجيب سربندي چي په ۱۱۷۸هـ(ق) کي ژوندئ يادشوئ دئ،وايي:­

         له درخته دَځوانۍدي برونه خوړ

         بې مدې درباندي سيردَاجل شيرشه

په سپينه ږيره حرص ځوانيږي،اودَځوانۍچاري په زوړوالي نه کيږي،"حنان بارکزئ" چي په ۱۲۷۱هـ(ق) کي ژوندئ وو، داپېغامونه وګورئ:­

         دَځوانۍچاري ته مه کړه په پيرۍکي

         له سپين ږيروسره نه ښايي څړۍ

ته ناصح وايې چي زوړشوې مينه پرېږده

چي زړېږم زه حنان حرص ځوانيږي

حميدباباچي تر۱۱۴۸هـ(ق) پوري ژوندئ وو،وايي:­

          په پيرۍ کښي دَځوانۍ چاري نه شي

          مه ږده اې زړې بوډۍپه سر دړې

عاشقي هم دَځوانانوکارگڼي لکه:­

          په پيرۍ کښي عاشقي دَخدای عطا ده

          ګڼه څوک په سپينه ږيره زلمئ کيږي

ځوانانوته له عقله دَکاراخيستلوپېغام هم دپښتوشاعرۍبرخه دئ،ويل کيږي چي ځواني هرکله نه وي ځکه دَدې قدراوپه دې کي عملي اقدامات کول پکاردي،چي دَښه صباوون ،امن اوخوشحالۍپېلامه وګرځي.رحمان باباچي په ۱۰۴۲هـ(ق) کي زوکړئ دئ وايي:­

          په ځوانۍکي بددماغه بدګمان يې

          چي پيري درباندي راشي بياناتوان يې

          که په دادي زړه ښه کيږي دا خونشته

          چي به  هم تر ډېره ژوی هم به ځوان يې

ښه کرتوت،ښه کردار،ښه اخلاق،رزم بزم،شرم ننګ،دَ ځوانانوشېوه وي.داادبي څرک موږ دَشېداپه شعرکي وينو،"کاظم خان شېدا"دَخوشحال خان دَنمسي افضل خان خټک ځوی اوپه ۱۱۹۴هـ(ق) کي وفات شوئ دئ :­

          دمردکارونه په ښه کرتوت دي

          نه چي په رېش اوياپه بروت دي

     مردان هغه وي چي شرم وننګ لري     کشاده چنګ ورای وفرهنګ لري

     په بزم رزم باندي چي راشي          دطوطي ژبه زړه دپلنګ لري

کوم زلمي چي دَعلم په ګېڼه وَپسولل شي هغه هرکله دَبل دَګټي سبب ګرځي.اوپه صالحينوکي هم شمېرل کيږي،دلته دَعلم اوکمال،دَخپلي ژبي دَخدمت له پېغام سره سره دَنوروژبوعلم اوکمال هم زده کول دَځوانانودپاره په مخه راځي؛چي مخلص يې په خپلوشعرونوکي رانغاړي:­

          عالم ځلمي صالح وي راسه ګوره حقيقت ته          دعلم برکت ته

          په حق دهرچاپوه وي تل په کارورځي ملت ته          دملک لوی خدمتګارشي

     دعزيزوطن سپين ږيرواوځلميانو!        دپښتوژبي فاضلواديبانو!

     راسئ کښېنو په يوه زړه بې جنجاله        رسووبه خپله ژبه ترکماله

          که پوهيږې اول خپله ژبه زده کړه         داپښتووترقي ته وسيله کړه

          عقائداسلامي ورته توښه کړه          بياپه نوروپردۍژبوځان پوره کړه

خوشحال خټک وځوانانوته دسخاوت پېغام ورکوي،له دې سره سره دَهمت ،رښتيااوحق ګويي تلقين هم ځوانانوته کوي،لکه:­

          هغه يوړله له ځانه دافاني دنيااې ځوانه

          چي يې تارپه تارخوره کړه نه هغوچي يې ونغښته

     چي گټل خورَول بخښل کاځوان هغه

     چي توره لري دَتوري خان هغه

          چي ځوان وم دايم زوړشوم په رښتيارښتياخبرو

          عالم دَځان دښمن کړم که داعيب دئ هم دي وي

دَژونددَچاروبيلي بيلي څانګي دي.ځوانان په خپل همت ځان ته دَ يومثبت څانګي انتخاب کولئ شي.اوهغه ته دَښه صباوون په خاطرعملي جامه وراغوستلئ شي که څه هم دَځوانانوپه قوت اواستعداداوذهني نشوونماکي فرق وي.داميدلمن دي په عملي ميدان کي نه پريږدي؛خوشحال وايي:­

         ځوانان واړه برابرنه دي په وزن

         ځيني من ځيني نيم من ځيني نيم سېروي

پښتوژبه په خپله لمن کي بې شماره شاعران لري،چي صرف دَمتقدمينودشاعرۍپه ذکرشوي موضوع باندي جاج اخيستل په لنډه موده کي امکان نه لري.خوبياهم وَځوانانوته بيخي ډېرمثبت پېغامونه لري.ضرورت ددې امردئ چي ځوانان دې پېغاماتوته عملي جامه ورواغوندي؛اودَعمل په مېدان کي دَورکودَلاري مشالونه وګرځي.زه خپل ليک دَپښتوژبي دَيولوی شاعر"ګل باچاالفت "په دې لاندني شعرپای ته رسوم چي ځوانان دَخپل وطن خدمت ته آماده کوي،وايي:­

         ځوان ته پکاردي چي دَخپل وطن کارونه وکي

         نجوني اوپيغلي سنګارونه کوي ځان جوړوي

 

     کتابونه:

     ۱:   ارمغانِ خوشحال

     ۲:   ديوانِ دولت لواڼئ

     3:   ديوان ِ مرزاخان انصاري

     ۴:   پټه خزانه،محمدهوتک

     ۵:   کلياتِ ولي محمدمخلص

     ٦:   پښتانه شعراء،عبدالحئ حبيبي

     ۷:   ديوانِ نجيب سربندي

     ۸:   ديوانِ اشرف خان هجري

     ۹:   حديقۀ خټک:عبدالقادرخټک

     ۱۰:  ديوانِ علي خان

     ۱۱:  ديوان ِخواج محمدبنګش

     ۱۲:  ديوان ِملالتاړ

     ۱۳:  ديوان ِ حنان بارکزئ

     ۱۴:  دراومرجان:حميدبابا

     ۱۵:  ديوانِ رحمان بابا

     ۱٦:  ديوانِ کاظم شېدا

     ۱۷:  اهاړ:غفاربريالئ

     ۱۸:  ديوان عبدالعلي اخونذاده

 


 

    ليک :عبدالکريم عامر