زما وطن په هديره بدل سو
ها ودان كور مي په اېره بدل سو
هغه پراخ اذاد كلتور مي دوياړ
اوس په يوتنګه دايره بدل سو
درته به څه نور د انصاف ووايم
روغ رمټ ګز مي په ګيره بدل سو
امن به چرته د نړۍ سي نصيب
زړه داسيا په تناره بدل سو
هقمله نوره بدبختي به څه وي
ختلى لمر مو په تياره بدل سو