یو څوک و  چې پر شوڼدو يي پاللې ترانې.
له سترګو يي لمن کې  ورېدلې ترانې. 

یو شړنګ و د بنګړو چې له مړونده  تاوېده.
یو څوک وه ،  په لاسو يي رانېولې ترانې.

یو پیر و  چې يي راکړه طریقه د حافظې.
کنه ، له ما نه مخکې هېرېدلې ترانې.

یو سیند و  په سندرو به له غره راکوزېده.
څپو به يي په غېږه کې راوړلې ترانې .

پاچا و، اوس موده وشوه په ژبه دی ګونګی.
همدا و  چې يي  ټول ښار کې  وژلې ترانې

يو ښار و،چې کوڅې يې وې د ژوند له شورخالي.
یو غره ته لېوني سره وې تللې ترانې.

یو غر و، په یو شپون یوې شپنې باندې اباد
چینو يي  له خبرو یادولې ترانې.

یو اند ومساپرشو چېرې بل وطن ته لاړ.
 ترې هېرې شولې ټولې ښکلې ښکلې ترانې .

۲۰۰۹ د اپریل ۲۷
پراګ

په دې شعر خپله تبصره  له دې ځايه لېکلی شﺉ

د اند نور شعرونه دلته ولولۍ