هو هغه غرقاب یادوم چې  د ډېرو د بنډارونو یار و ، هماغه عرقاب چې کله به یې پر دریځ  شعر  اوروه   نو  د شرنګېدلې غږ انګازې به يې تر لرې سېمو پورې اوریدل کېدلې .
نن مې غوښتل وررسره خبرې وکړم ، وروسته له ډېرې مودې یې  غږ واورم ،  وروستي ځل مې هغه پوره یو کال وړاندې په همدې پسرلي کې   په وزیرو کې دسپین غر په کلنۍ مشاعرې کې لېدلې و .

نن مې غوښتل د ژوند د ستونزو او کړمو په اړه ترې وپوښتم ، نو واړه ثنا الله  ته مې  تېلفون وکړ ، خو لکه چې زما او د غرقاب د خبرو نصیب نه و   ، چې کله ثنا الله  تېلفون واخېست نو پوه شوم چې د خپل پلار صفت الله غرقاب په جنازې پسې روان دی .

 انا لله و انا اليه راجعون

  
د پښتو ژبې خوږ ژبي شاعر، فرهنګي او د ادبي بنډارونو سرلاری صفت الله غرقاب په داسې حال کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې چې د ژوند له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان و .  تر یو حده یې زه پر ستونزو خبر و م، خو فکر مې نه کاوه چې دا ستونزې  به دومره جدي وي چې د خوږ ژبي او مست شاعر غرقاب  ژوندبه  یې له ګواښ سره مخ کړی وي  . د ناروغۍ په اړه خو یې چا راته هېڅ هم نه وو ویلي . او نه مې فکر کاوه .   ځکه خو ځان راته د هغه  خورا زیات پوروړی ښکاري .
خدای بښلی عرقاب لاړو او زما په شمول يې ګڼ دوستان او ملګري   د مینې او مرستې داسې پوروړي پاتې شول چې فکر نه کوم داپور به يې  ادا کړی شو .
زه خدای بښلي صفت الله عرقاب ته دعاګانې کوم خدای دې جنتونه ځای کړي . او خپل کشر وراره  ثنا الله  او ددوی ټولې کورنۍ  ته تسلیت وايم .
ثنا الله روکیه ! پوهېږم غم ډېر دروند دې ، خو د ژوند د غمونو د پيټو چلولو ته به په زړه او مټو کې ځواک پیدا کوي .
له ټولو فرهنګیانو او د غرقاب له خواخوږ څخه غواړم چې ثناالله دې درانه غم ته ېوازې نه پرېږدي ، څنګه چې کولای شي د خدای بښلي غرقاب  د وړو بچیانو او پاتې کورنۍ  لاس نیوی دې وکړي .  د پلار په تللو د هغوي ستونزې نورې هم زیاتې شوې . او موږ ټول باید هېڅ ډول مرسته ورڅخه ونه سپموو .
خدای (ج) دې د غرقاب پر درنې کورنۍ رحم وکړي او خدای (ج) دې نور  له غمه وساتي  .
 
په خپله ټوله خواخوږۍ 
اجمل اند
پراګ ، چیک جمهوریت