هر کلی
اوس چې پښتو ژبه د انټرنیټ په نړېواله شبکه کې د غوړیدو په حال کې ده ،او په لسګونو ادبي ، فرهنګي ، هنري ،سیاسي ، او خبري پښتو پاڼې پر لېکه دي . نو ما هم دا ښه وګڼله چې د خپلو لېکنو او شعرونو لپاره یو ځانګړې پاڼه جوړه کړم .
دا اړتیا را ته وروسته له هغې نوره هم جوته شوه چې له یوې مودې راهېسې د خپلې دندې په لړ کې له خپل هېواد او خپلو فرهنګي دوستانو لرې شوی یم .
د ټول افغان له چلونکي ګران شیرزاد کاموال څخه مې هېله وکړه چې د ( چینې) په نوم راته یو ویبلاګ راکړي . کور یې ودان ، هغه زما غوښتنه ومنله او دا دی اوس تاسو درنودوستانواو لوستونکیو ته د چینې پر غاړه په تمه یم .
دا چینه که څه هم د سپین غر د غېږې د چینو په شان تانده ، روانه او ښکلې نه ده ، خو که د څو شېبو لپاره هم یو ستړی له ځان سره ددې چېنې پر غاړه دمه کړم نو دا به مې تر ټولو لویه لاس ته راوړنې وي.
دلته مو هرکلی او له راتلو مو یو نړۍ مننه .
یو یادونه :
په چینه کې ټولې خبرې شوې لېکنې او خپاره شوې شعرونه زما دي او یا په یو ډول نه يوډول زما په لېکنو او شعرونو پورې اړه لري چې زه یې د هرې کلمې او توري مسولیت پر غاړه اخلم ، خو چینه د ټول افغان د پاڼې یوه وړه برخه ده ، د ټول افغان په نورو برخو کې هر ورځ به لسګونو کسان خپلې لېکنې او تبصرې خپروي . چې زما او چینې سره یې هېڅ ډول تړاو نشته ، او په اړه یې سپیناوی خپله دهماغو لېکوالو او یا د ټول افغان د چلونکیو کار دی . زه ېوازې په چینه کې د خپرو شویو لېکنو مسولیت منم . نه د ټول افغان دنورو برخو او نورو یبلاګونو .
په ډېره مینه او درناوي
اجمل اند
پراګ ، د چیک جمهوریت