راشه کنه ، بيا ېوازې شوی يم
انده ! لکه ستا ېوازې شوی يم
بنګ لري کنه ، خمار اخيستی يم
ډکه پياله را ، ېوازې شوی يم
شته دلته بلا خلک بلا کېسې
زه په کې ولا، ېوازې شوی يم
نشته هېڅ د غرونو سړی نه شته دی
ډېر يمه تنها ، ېوازې شوی يم
خدايه ! شړک باران دې دېخوا راوله
ګل يم د بيديا ېوازې شوي يم
پلونه د مجنون هم خاورو لاندې کړل
بس لکه صحرا ېوازې شوی يم
مخکې به مې هسې ويل ېوازې يم
اوس خو په رېښتيا ېوازې شوي يم
پرا ګ،
۲۰۰۷ د اګست ۲۷
14.11.2012
- ahmadi
اې وچو بوټو او تږو ونو!
زه پوهیږم چې ستاسو د ریښو په بیخونو کې د ځمکې نم وچ شوی او تاسو تر داسې یوه پټ توپان لاندې شپې او ورځې تیروی چې د نابودۍ په سپیره کنډو کې یې درولې یاست او هره لحظه مو د ناتار د دوړو ډک شمال او سختې بړبوکۍ په ډیره آسانۍ سره یوې او بلې خواته څملوي.
اې سپیرو کاریزونو او وچو چینو!
زه پوهیږم چې تاسو مخکې داسې ښیرازه، خوشحاله او له صافو اوبو څخه مالامال وی چې هر ژوندي موجود به مو په یخو او خوږو اوبو تنده ماتوله او د هر پټي شنو ډکو به ست...
17.12.2007
- cheena
سېمه د غره غېږ د بېرو څنګ راکهما ته د چېنې په شانې رنګ راکه
څو شېبې مې عقل امانت پر تاپېره څو شېبې خو راته بنګ راکه
دا دی واړه ښار مې پر اوږو راوړ واخله !او بدل کې یې لونګ راکه
دوی ته د جمال ستوري راښکته که ماته یو جلال له غره نه دنګ راکه زه له پردو شپو نه وېرېدلی یم لاس لکه د پیر لکه ملنګ راکه
دا د څراغوکېسې دې ټولې کهماته مې خپل بېل او خپل کولنګ راکه
۲۰۰۷- ۱۰- ۲۳ پراګ...