د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله يوه جدي اړتيا ده

محمدحسن حقيار 11.05.2008 15:32

پدې وروستيو کې په هېواد کې ، په ځانګړي توګه دهېواد په ختيځ کې دسولې دکاروان په نوم دسولې لپاره هڅې پيل شوي چې دا يوډېر نيک او دستاينې وړګام دى ، دازموږ جل وهليو هېوادوالوته دکوثر داوبو دزېري په څېر دى . ځکه چې زموږ هېواد دومره دردونو اوغمونو ځپلى چې په هېڅ ډول دنورو غمونو زغم او حوصله نلري . نن زموږ خپلو وروڼو ياديو ناسم پوهاوي په ترڅ کې يا دځينو نورو په لمسون يوبل پسې وسله رااخېستې ده او خپل هېواد پخپله ورانوي . اوس تربل هروخت دېته ډېره اړتياده چې زموږ ملي رجال ، قومي سپين ږيري او مخور شخصيتونه خپل داملي او اسلامي مسؤوليت ترسره کړي او هڅه وکړي چې دورور وژنې او وطن ورانونې په دې اور اوبه وشيندي .
سوله او وروري هغه سپيڅلې کلمه ده چې اسلام خپل شعارګرځولى دى ، الله ج په قران عظيم الشان کې فرمايي ((والصلح خير)) يعنې سوله غوره کار دى. همداراز بل ځاى فرمايي : ((که دمومنانو دوه ډلې په خپلو کې جنګېږي نو تاسو يې ترمنځ سوله وکړئ او که يوه ډله پر بلې تېرى کوي نو له تېري کوونکې ډلې سره ترهغې وجنګېږئ چې دخداى فيصلې ته غاړه کېږدي))
نو دازموږ هريوه دنده ده چې ترخپله وسه دسولې او ورورئ لپاره کار وکړو او دهغه چا تر شاه په کلکه ودرېږو چې څوک دسولې لپاره کار کوي .
دسولې کار په حقيقت کې دوينو دبندولو او دمسلمان وژنې مخنيوي هڅه ده او الله ج فرمايي: ((چاچې ديو مسلمان ژوند وژغوره ګويا دټولو انسانانو ژوند يې ژغورلى دى ))
زه پخپل شريف ملت غږ کوم چې دسولې داکاروان تقويه کړي . ويې هڅوي ،هراړخيز ملاتړ ورسره وکړي. دعا ورته وکړي چې الله يې په دې پاکه موخه کې بريالى کړي . که څه زموږ ملت داڅو کاله په يواوبل نوم ډېر وغولول شو، دسولې دهڅو ،جرګواو مرکو په نوم ترې ډېرې ناوړه ګټې واخېستل شوې او حق لري چې هرې پديدې ته دشک په سترګه وګوري خو راځئ چې کم ترکمه پدې اړه پرچا بدګوماني ونکړو، نيتونه الله ج ته سپارواو دکار ظاهر ته وګورو ، په حديث شريف کې راځي (( ترڅو مو چې له کوم مومن نه ښکاره شر نه وي ليدلى نو نيک ګومان پرې کوئ ))
موږ دهمدې حديث له مخې پدې کاروان او ددې کاروان په مخکښانو نيک ګومان کوو. او ورته په نيکو کارو نو کې دخير او توفيق دعا کوو .
په حقيقت کې دا هڅې بايد ډېر وخته پيل شوې واى پدې اړه مو اوس هم ډېر وخت له لاسه ورکړى دى .
که حکومت غواړي چې په هېواد کې مو ارامي راشي ، ډاډه او سوکاله ژوند وکړو، دبل چا تراحسان لاندې ونه اوسو نوبايد له دې کاروان سره ملګرى شي ، خپل ملاتړ ورسره اعلان کړي، بشپړ واک ورکړي ، دسرزورۍ او دجګړې له لارې دخپلو مخالفينو دله منځه وړلو فکر ونکړي، دا ناکام فکر او نابريالۍ تجربه ده . همدې فکر زموږ هېواد له بربادۍ سره مخ کړ.
په افغانستان کې مېشت بهرنيان دافغانانو په خوى او عادت بلد نه دي او که پاليسي يې همداسې وي نو هېڅکله به هم بريالي نشي .
په افغانستان كې ددولت او امريكا د متحده ايالاتو د پوځي حركت د پيل له شيبو څخه تر اوسه ددوى حركتونو وښوده چې افغانستان ته د امريكا د راتګ په وخت كې دې هيواد د افغانستان د ولس د كولتور، قومي او ژبنيو جوړښتونو، دمخالفينو د پوځي ځواك او دمخالفت دحجم په اړه هيڅ معلومات نه درلودل او نه يې دلته خپل دوست او دښمن پيژانده.
دوى دلته هر څه د يوې ډلې په خوښه او امر تر سره كړل ، دوى دلته له ډېرې سرتمبګۍ څخه کار واخېست چې له همدې کبله يې دملت ملاتړ له لاسه ورکړ .
امريكا او متحدينو يې د ځينو وطن پلورونکيو په مشورو بې ګناه هېوادوال شهيدان كړل، ښځې او كوچنيان يې قتل عام او دا زمينه يې برابره كړه چې زيانيدلي او دردېدلي خلك جوپې، جوپې له مخالفينو سره يوځاى شي.
همدا راز امريكا په كوچني شك هم خلك ونيول، زندانونو ته يې ولېږل، ځينو ډلو خپل ټول ګوندي او سياسي مخالفين امريكايانو ته د القاعده او طالبانو په نامه ور و پېژندل او دوى هم له هر ډول پلټنې پرته دکلک دښمن په څېر ناوړه چلند ورسره وكړ،دكلي او كور پريښودلو ته يې اړ كړل ان په ګاونډيو هيوادونو كې يې پټېدلو ته هم پرېنښودل چې بيايې هم ګټه طالبانو او د افغان دولت او بهرنيو ځواكونو دښمنانو ته ورسېده او د مخالفينو ليكې يې ورسره نورې هم پياوړي شوې.
طالبانو اوه كاله په افغانستان کې وخت تېر كړ، پنځه كاله يې ارګ او حکومت په واك كې وو، نو هرو مرو وو چې خلکو دهغوى په وخت کې هم په خپل هېواد کې کار کړى واى خو امريكا هر افغان چې په هغه وخت کې يې دلته کار کړى وو له يوې مخې خپل دښمنان وبلل دومره يې وکړول چې اړ يې كړل چې په رښتيا يې هم پر ضد ودرېږي.
حزب اسلامي چې د روسانو او د هغوى د ګوډاګيانو پر ضد په وسلواله مبارزه كې يې فعاله او كارنده ونډه درلوده امريكا دا ګوند هم د همدوى په لمسون په تور لست كې ونيوه او په لوى لاس يې اړ كړ چې يو ځل بيا غرونو ته وخېژي.

د پورتنيو څرګندونو په رڼا كې ويلى شو چې امريكا او نړيوالې ټولنې دځينو ډلو په لمسون او اشاره په لوى لاس ځانته دښمنان او مخالفتونه ډېر كړل، كه امريكا سنجيده اقدام كړى وى، په افغانستان كې يې خپل دوست او دښمن او ددې ټلوالې حيثيت پيژندلى واى، نو نن به نه امريكا له دومره ستونزو سره مخ وو او نه هم افغان ولس.
له هر ډول شك پرته ويلى شو چې د افغانستان په روانه بدمرغۍ كې په يو ډول نه يو ډول دځينو کورنيو کړيواو ګاونډيو هېوادونو لاس دى. همدوى دي چې هم د امريكا په مشرۍ بهرنيو ځواكونو او هم افغان ولس ته ستونزې پيداکوي. په مستقيم او غير مستقيم ډول خلك ددې نظام او ادارې پر ضد بغاوت ته هڅوي، همدا اوس هم په هېواد کې وسلوالو ډلوته وسلې وېشي.

د دې لپاره چې په افغاستان كې مطلق او سراسري امنيت تامين شي، جګړې او وينې توئيدنې پاى ته ورسېږي، هم امريكا، هم نړيواله ټولنه او هم افغانان ارام ژوند وكړي، نو زموږ په اند يواځينۍ چاره يې داده چې له له ټولو مخالفينو او ددولت ضدكړيو سره تفاهم او خبرې اترې وشي. دوى هم افغانان او ددې خاورې بچيان وبلل شي. په خپله خاوره، كور او وطن كې د اوسېدو حق وركړل شي، د هېواد په بيارغونه او د ادارې په جوړولو كې فعاله ونډه وركړل شي، غوښتنې، وړانديزونه، نظرونه او سپارښتنې يې واورېدل شي، پرې غور او فكر وشي، ګيلې او اندېښنې يې حل او ختمې شي د نظام او دولت د جوړولو لپاره يې پر معقولو مشورو عمل وشي، د هغوى له فكري، مادي او معنوي ځواك څخه ګټه واخيستل شي.
امريكا او نړيواله ټولنه بايد د جګړې د پراختيا مخه ونيسي، بايد پخپله دا زمينه برابره نه كړي چې پخواني نړيوال دښمنان يې په افغانستان کې ورته مخالفين ځواكمن او په وسلو او پيسو سمبال كړي، امريكا بايد دا هېره نه كړي چې افغاني مجاهدينو د امريكا د وسلو، ډالرو او د امريكا په سياسي او پوځي هر اړ خيزه ملاتړ روسانو ته تاريخي ماتې وركړه او اوس روسان د غچ اخيستلو لپاره ورته په كمين كې ناست دي
نړيوال او افغان دولت بايد له درايت او تعقل څخه كار واخلي او په لوى لاس دې دا زمينه نه برابر وي چې افغانان ترې زړه تورې او دنورو غېږې ته پناه يوسي.
دوى بايد پردې پوه شي چې كه له خپلو مخالفينو سره تفاهم و نه كړي او د جګړې ټغر را ټول نه كړي نو په سخت جال او كلك دام كې به ونښلي.
د روسانو د پراختيا غوښتنې حس او حرص بيا راپارېدلى دى، روسيه بيا را ژوندۍ شوېده، د ختيځ او لوېديځ تر منځ سړه جګړه بيا پيل شوېده، پوتين يو ځل بيا په پټه او ښكاره امريكا ته اخطارونه وركوي، تصميمونه او غوښتنې يې هم په سيمه ييزه كچه او هم په نړيواله كچه چيلنج او ويتو كوي.
رښتيا خبره داده چې هيڅ هيواد او هيڅ كورنۍ نه غواړي چې اتباع او بچيان يې په افغانستان كې قرباني شي، او يا دې د جګړې د دومره درنولګښتونو پيټى پر اوږه كړي.
كلك باور دى چې د امريكا اقتصاد هم د ډېر وخت لپاره د جګړې د دومره درانه بار د وړلو تاب نه لري همدا اوس يې په عراق او افغانستان كې جنګي لګښتونه له اته سوو ميلياردو ډالرو څخه اوښتي دي. په افغانستان كې جګړې ته د پاى وركولو لپاره د امريكا بله مهمه اړتيا داده چې كه امريكا په عراق كې ماتې وخوري نو د پوځيانو په شمول يې د ټولو امريكايانو او د امريكا د دوستانو او متحدينو مورال پرې ټيټيږي، د دښمنانو مورال يې په افغانستان او هم په نوره نړۍ كې لوړېږي، د غرب ا ومتحده ايالاتو دمخالفينو مخه په نړيواله کچه افغانستان ته را اوړي او ددوى د اقتصادي، سياسي، اخلاقي او هر اړخيزو مرستو موخه به افغانستان وګرځي.
د دې ټولو پام به دې ته را اوړوي چې څنګه وكولى شي په افغانستان كې امريكا او ناټو ته ماتې وركړي او اوس چې دې کمو مخالفينو په يواځې ځان او كمو امكاناتو ناتو او افغان دولت ته دومره ستونزې پيدا كړيدي نووروسته به يې څه حال وي .
دا ټول فكتورونه او عوامل دا غواړي چې امريكا، نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه او افغان دولت بايد خپلې سياسي پاليسۍ ته له سره وګوري، له مخالفينو سره جوړ جاړى وكړي ستونزې د تفاهم او خبرو له لارې حل كړي، د افغان دښمنو اواسلام دښمنوکړيو په مشورو او دسيسو دې پر حقيقتونو او واقعيتونو سترګې نه پټوي، دوى بايد د نورو د ګټو او موخو ښكار نشي، نور دې د وينو د توييدو مخه ونيسي.
كه امريكا او ولسمشركرزى د ملت له وژونکيو او لوټوونکيو سره تفاهم او مذاكره كولى شي نو له طالب او حزب اسلامي سره يې ولې نشې کولى.
که پاکستان له عبدالله مسعود اونورو سره خبرې کولى شي نو افغانستان ولې له افغاني طالبانو سره خبرې نشي کولى.
په پاى كې يو ځل بيا پر ټولو په ټينګار سره غږ كوو چې افغانستان دي په شعوري او غير شعوري ډول د مغرضو هېوادونو او استخباراتي كړيو منګولو ته نه غورځوي، د افغانستان او افغانستان ته د راغليو ټولو بهرنيانو حيثيت په دې كې خوندې كېږي چې ډېر ژر په افغانستان كې جګړې پاى ته ورسېږي او د جګړو د ختمېدو يواځينۍ لار له مخالفينو سره خبرې او مذاكرات كول دي.
دا چې دولت دا کار ونشو کولى او ملت ا، ملي مشرانو او مخورو له ننګرهار څخه پيل کړ نو په کار ده چې داچانس له لاسه ورنکړل شي . دولت او بهرني ځواکونه دې ټول پر همدوى باور وکړي ، ددوى په کار دې شک نه کوي او مخالفين هم بايد نور دجګړو په ځاى دسولې لار خپله کړي . له حکومت اوبهرنيو ځواکونو سره دې دې خپل ستونزه په خبرو او تفاهم حل کړي دا ددوى په ګټه هم ده او دملت په ګټه هم .
دسولې کاروان هم بايد په خپل جوړښت کې دټولو توکمونو استازو ته ونډه ورکړي . دملت ناپييلي او ناپلوي مشرا ن دې لدې کاروان سره روان کړي . او په رښتيا هم داکاروان دې دسولې ملي کاروان کړي .