د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايا دپاکستان نوى حکومت ځواکمن دى ؟

محمدحسن حقيار 15.09.2008 00:30

haqyar@gmail.com

په پاکستان کې له اوږده سياسي او اداري تاوتريخوالي وروسته ظاهراًپه دموکراتيکه فضاکې دپاکستان دخلکو دګوند په مشرۍ يونوى منتخب حکومت رامنځته شو . که څه هم داحکومت ظاهراً پياوړي ښکاري اوځينو رسنيو هم دپاکستان په تاريخ کې دترټولو پياوړي حکومت نوم ورکړ ځکه چې ددوى په اند ولسمشر، لومړى وزير ، دکابينې ،ملي او ايالتي شوراګانو ډېر غړي په يو ه ګوند پورې اړه لري او طبيعي خبر ده چې ترمنځ به يې تفاهم او په تصميمونواو پرېکړو کې دنظر يووالي موجود وي همداراز ولسمشر او لومړي وزير دواړودرايو ډېره سلنه خپله کړې ده خو زماپه اند دا حکومت دځينو دلايلو له مخې هاغومره پياوړى نه دى څومره چې ورته تبليغ کېږي ،داسمه ده چې له دې حکومت څخه تريوه حده هيله په کار ده او که داحکومت وغواړي نو کېدلى شي چې په ملکي چارو، دپاکستان په بيارغونې ، دکورني نظام په جوړښت ، دګرانۍ، قيمتۍ او انفلاسيون په مخنيوي کې چې پاکستان داوخت تربل هر وخته ډېر ورسره مخ دىڅه ناڅه کار وکړي خو پوره زړه ورپورې تړل ځکه په کار ندي چې دايوداديوبې تجربې شخص په مشرۍ ملکي حکومت دى او په پاکستان کې ټولې مهمې پرېکړې دپوځ او استخباراتو په لاس کې دي .
دپاکستان ٦٠ کلن سياسي تاريخ روښانه کړې ده چې دلته ملکي حکومتونه که څه هم ځواکمن وي ډېر کم واک لري ، ددې اتومي هېواد مهمې پرېکړې، دکورنۍ اوبهرنۍ پاليسۍ جوړول ، له ګاونډيو او نړيوالو سره داړيکو ستراتيژي په ځانګړې ډول دافغانستان په اړه ددې هېواد پاليسي ټوله دپوځ او اى اس اى کار دى او ملکي حکومتونه پکې هېڅ واک هم نلري.

داهم روښانه ده چې په پاکستان کې هرکله ملکي حکومتونو دپوځ لخوا له ټاکل شويوپولو تېرى کړى او په اصطلاح پښې يې له بړستنې وېستې دي نو سمدستي يې حکومت ته دپاى ټکى ايښودل شوى دى.چې دنظامي جنرال ،ضياء الحق لخوا دذوالفقار علي بوټو حکومت ته دپاى ټکى ايښودل او پرهغه نظامي کودتا ، دوه ځله دبينظيرې او دوه ځله دنوازشريف حکومتونه ړنګول او دنوازشريف دحکومت پرضد دجنرال مشرف کودتا يې ښې نمونې دي .

دپاکستان پوځ په نامستقيمه توګه ددې هېواد سياسي ګوندونه تفهيم کړي دي چې که پدې هېواد کې واکمني غواړي نو شرط يې دادى چې دپوځ غلامي به کوي يا په بله وينا په پاکستان د واکمنۍ لپاره مهم شرط ددې هيواد دپوځ غلامي ده .

څومره چې دپاکستان دخلکود ګوند په سياسي بګراونډ پورې اړه لري نو دا حقيقت ده چې په مرموزه توګه دجنرال ضياء الحق له وژل کېدو وروسته دا ګوندله پوره ولسي ځواک سره ډګر ته راغى ، ټاکنې يې وګټلې ، حکومت يې جوړکړ خو نه يې دولس هيلې پوره کړل شوې او نه يې دپاکستان له پوځ او اى اس اى سره اړيکې جوړې کړل شوې .

پدې ګوندکې څو ځله انشعابونه هم رامنځته شول،دمور او لور(نصرت بوټواو بينظيربوټو) کورني اختلافونه دځينو کتونکيو په اند دبينظيرې په اشاره دهغې دمېړه (اوسني ولسمشر) اصف زرداري په لاس دهغې دسکه ورور وژنه، ددې ګوند دموسسې شورى دغړي حيات محمد خان شېرپاو دورور افتاب شېرپاواود مخدوم امين فهيم په څېر دپخو او ګڼوپېژندل شويو سياسي څټو تلل اوځانته ګوندونه جوړول هغه څه دي چې داګوند يې ترپخوا ډېر کمزورى کړ.

همداراز په مالي سکينډلونو( درغليو) له يوه مشهور تورن اصف زرداري سره دبينظيرې واده هم دخلکو دګوند او هم ددې ګوند دمشرتابه د ولسي محبوبيت ګراف راټيټ کړ او خصوصاً کله چې زرداري دبينظيرې دکابينې غړى شو نوډېر ژر په ټول پاکستان کې دمرد ده فيصده (ټن پرسينټ مين) په نوم مشهور شو. چې وروسته يې دوسيې محاکمو ته ورسېدې او په همدې تورونو يې يوولس کاله دزندان خوند هم وڅکه .
حقيقت دادى چې هېڅکله هم محکمې زرداري ته برائت ندى ورکړى داچې پخوا له زندان څخه خوشې شو او اوس چې مشرف ددې ددوسيو دتړلو حکم وکړ داټول سياسي مصلحتونه اودمشرف لخوا دخپل راتلونکي دتضمين لپاره شوي مخکيني تدابير او ګامونه دي چې اوس يې ګټه هم وليدل شوه او همده له محاکمې خلاص کړ.  وينو چې زرداري له نوازشريف سره له ژمنوبرسېره هم پخواني قاضيان بېرته په خپلو دندو ونه ګومارل اساسي لامل يې دادى چې دى وېرېږي، هسې نه داقاضيان دده د مالي درغليو له دوسيو ګردونه وڅنډي او دى يوځل بيا دزندان ميلمه شي.

که دپاکستان دخلکو دګوند دمخ ماضي دپاکستاني ولس په هنداره کې وليدل شي نو داشونتيا ډېره کمه وه چې څوک دې بيا په دې ګوند او په ځانګړې توګه په مرد ده فيصده ( زرداري) باور وکړي خو وايي چې ( خداى دې داسې شرراپېښ کړي چې زموږ په کې خير وي ) دبينظيرې په وژنه کې ددې ګوند او په ځانګړې توګه دزرداري خير وو ، دبينظيرې وژنه له دې ګوند سره دپاکستاني ولس دخواخوږۍ لامل شوه په دې ګوند يې ددې ولس دعواطفو باران واوراوه . که نه دابه دزرداري په خيال او سوچ کې هم نه ګرځېدل چې دسلګونو ميليونوډالرو په اختلاس تورن شخص دې چې هره شېبه يې دزندان دروازې ځانته منتظرې ليدلې ددې هېواد ولسمشر شي . دا هم دتاريخ او سياست يوه ښه کرشمه بللى شو. دزرداري په واک ته رسېدو کې دبهرنيو کړيو دژورلاس ترڅنګ دبينظيرې په وژل کېدو دولس خواخوږۍ هم رول درلود .

ددې حکومت په ائتلاف کې داسې نامتجانسه کړۍ او ګوندونه رايوځاى شوي چې له يوبل سره هېڅ فکري او ايډيولوژيکى يووالى نلري ، دخلکو ګوند ورسره داسې ژمنې کړې دي چې پوره کول يې ورته ستونزمن کار دى او هره شېبه دې شونتيا شته چې ترغاښونو لاندې دکمې شګې په راتللوترې بېل او په نيمه لار يې پرېږدي . لکه چې دنوازشريف په مشرۍ مسلم ليګ چې ترې بېل شو .

تردې وړاندې دنوازشريف حکومت هم پياوړى بلل کېده . ان چې په پارلمان ، ملي او ايالتي شوراګانو کې يې دومره ځواک او نفوذ درلود چې دهغه هېواد اساسي قانون يې بدل کړ، همداراز مشرف هم وکولى شول چې داساسي قانون بدلون ته په قانوني بڼه لار هواره کړي او داکاريې عملي هم کړ.خوبيا هم دخپلې ټاکلې مودې پوره کولوته پرېنښودل شول .

}که څوک ووايي چې مشرف خو پوځي مشراو دپوځ له ملاتړه برخمن وونودى ولې له واکه ګوښه شو ؟ ځواب دادى چې هغه نه ټاکنو او نه هم ګوندونو له واکه لېر کړ ، بلکې هغه نور بهرنيو بادارانو پرېښود او دپاکستان هغې مور( متحده ايالاتو)عاق کړ چې داهېواد يې په خپلې غېږې کې روزلى او لوى کړى دى. ځکه چې نور نو دهغوى په درد نه خوړ او دهغوى غوښتنې او موخې يې نشوې ترسره کولى. { همداراز دخلکوګوند له پوځ سره ډېرې کمې او کمزورې اړيکې لري .

دپاکستان نوى ولسمشر اصف زرداري په مالي درغليو کې ککړ ،يو سوداګر ، له سياست ، ادارې او ديپلوماسۍ سره نابلده سړى او هغه دچاخبره چې ددې مسلک الف ، بې يې هم نده لوستې اوپاکستان اوس په داسې ناوړه اقتصادي او سياسي شرائطو کې دى چې له دې ګرداب څخه دوتلو لپاره ډېرمجرب او قاطع ولسمشر ته اړتيالري. داهېواد تربل هروخت ډېر له سياسي او اقتصادي انفلاسيون سره مخ دى ، همدااوس يوډالر دشاوخوا اتيا کلدارو په مقابل کې تبادله کېږي ، دهېواد په ټولو سيموکې بريدونه روان او امنيت له جدي ګواښ سره مخ دى .

دخلکوګوند څنګه واک ته و رسېد؟
کله چې امريکا په پاکستان کې دنظامي او خودخواه دکتاتور دډبل ګيم ]له دواړوخواوو \'امريکا اوالقاعده\' سره اړيکو[څخه په تنګ شواو پوه شو چې نور ورته مشرف نه يواځې داچې هوسۍ په منډه نشي نيولى ، بلکې لايې هم په شتون کې اسلامي مبارزين پياوړي کېږي نو دده دبدلولو هوډ يې ونيوه ، په بين المللي او دپاکستان په ملي کچه يې پرې ځمکه تنګه کړه ، په پيل کې يې دنوازشريف او بېنظيرې زغم ، منلواو پاکستان ته دهغوى دراتللو اجازې ورکولوته وهڅاوه ،وروسته يې په تدريجي ډول ميدان داسې پرې راتنګ کړ چې دنظامي او ملکي وردۍ ( يونيفورم) درلودونکى متکبر جنرال يې دخپل سرساتنې ته حيران کړ.

مشرف په دې ټوله لوبه پوه وو او پوهېده چې بينظيره به ده ته غم جوړوي نو دکتونکيو په باور دهمدې مشرف به اشاره دتل لپاره له دې نړۍ څخه رخصت کړل شوه .
امريکا له مشرف وروسته دهغه دځاى ناستې لپاره دوه اپشنه ( اختياره) درلودل چې يو يې دخلکوګوند او بل يې دنوازشريف په مشرۍ دمسلم ليک ګوند ووخو امريکا دخلکوګوند ته دڅو لاملونوله مخې دلومړيتوب حق ورکړاو واک ته دهغوى درسېدلو زمينه يې برابره کړه لومړى داچې ددې ګوند مشرانو امريکا ته له هرډول شرط او محدوديت پرته ددې هېواد په خاوره او په ځانګړې توګه په قبايلي سيموکې د نظامي عملياتو اجازه ورکړه چې دادى ددې تفاهم اودپردې ترشاه د جوړجاړي اغيزي هره ورځ ليدل کېږي،ناټو، امريکااو نور بهرنيان په ډاډه زړه په دې هېواد کې عمليات کوي، بې بيلوټه الوتکې يې بمبارکوي، دافغانستان په خاوره کې له خپلو نظامي هډوپرې توغندويي بر يدونه کوي اودپاکستان حکومت پرې غوږونه کاڼه کړي دي.

همدااوس ددې کرښو د ليکنې په وخت (دجمعې ورځ دولس بجې ) خبر راغى چې دائتلاف بې پيلوټه الوتکو په ميرانشاه کې يوکور بمبارکړ او ١٣ تنه ملکي وګړي يې ووژل خو دپاکستان حکومت تري ناخبري ښيي .

دې ګوندکه څه هم پخپلوانتخاباتي شعارونوکې دخلکو دتېروېستلولپاره له القاعده او طالب سره دمذاکراتو چيغې وهلې خوپه پټه يې امريکا ته ډاډورکړى وو چې ترمشرف به ددوى داهدافو دتحقق لپاره ډېر زيارباسي، دالقاعده او طالب پرضدبه جنګېږي ، سازش او جوړجاړى به ورسره نه کوي او ددوى په اندبيخ به يې وباسي.

همداراز داګوند اساساً يو سکولر او ديموکرات ګوند دى چې له ديني ګوندونو، مدارسواو ديني کړيوسره يې اړيکې کمې دي ،اوس له هغه مولناشېراني څخه هم چې دسمبول په توګه يې ساتلى و بې برخې دي.

خو په مقابل کې يې نوازشريف له طالبانو سره دتفاهم او جوړجاړي شعارونه ورکول ،مسلم ليګ ګوند داسلام په نوم جوړشوى دى ، بنسټګر يې هم هغه څوک دى چې پاکستانيان يې قائداعظم (ترټولولوى مشربولي )هغه څوک چې پاکستان يې ديواسلامي هېوادپه نوم له هندڅخه رابېل کړى( دا چې قائداعظم څوک وو، چاميدان ته راوړاندې کړاو... پدې مقاله کې پرې موضوع بحث نه کوو) . همداراز داګوند له ديني ګوندونو، مدارسو علماوواو ديني رجالو سره ډېرې اړيکې لري .

همداراز څومره چې ښکاره او دپردې دمخ خبره ده نو دې ګوند امريکاته دااجازه نه ورکوله چې ددې هېواد حرمت، ځمکني تماميت اوخپلواکي دې ترپښو لاندې کړي او دلته دي دامريکادښمنان تعقيب او تربريد لاندې راولي .نوځکه ترې دخلکوګوند ميدان وګاټه.
داچې ايادخلکودګوند حکومت به خپله موده پوره او دولس او نړيوالې ټولنې هيلې پوره کړل شي؟ پاکستان ته دورپېښو ګواښونوپه مخنيوي اودالقاعده او طالب په نوم دبل شوي اور په له منځه وړلو کې به بريالى شي او که نه؟ اوږ ده تفصيل ته اړتيالري خو که په لنډه وويل شي نوځواب منفي دى ځکه چې دپاکستاني ولس ژوند هغه وخت ښه کېدلى شي چې هلته جنګ پاى ومومي او جنګ ته پاى ورکول نه دپاکستان دخلکو دګوند،نه ددې هېواد ددولت او پوځ په واک کې دي او نه هم دنوروپاکستانيو ګوندونواو کړيو، دپاکستان اى اس اى هم له دې موقع څخه نورې ګټې اخلي .

دلته دجګړوپاى دامريکا، ناټو، هند، روس، چين اونورونړيوالوزبرځواکونو په لاس کې دى ، دلته ډېرې سترې لوبې روانې دي قصداً دجنګ اورته لمن وهل کېږي ډېرې اوږدې ستراتيژۍ ترکاراوپلان لاندې دي چې دپاکستان او افغانستان ولسونه پکې يواځې دسونګ توکيو په توګ کارول کېږي .

دلته دجګړو دپاى يوه لاره شته هغه دا چې دايادشوي ځواکونه له جګړو لاس واخلي او پخپلوکې جوړ شي اوبس .