د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړیوال کیدل ( Globalization ) د یوویشتمې پیړۍ ستراتېژي

شريف بهاند 13.07.2006 04:00
د واقعي دښمنانو له شتوالي پرته، نه شو کولی واقعي دوستان ولرو. که له هغه څه نه کرکه و نه کړو، چې په هغه پورې اړه نه لرو، نو نه شو کولی له هغه څه سره مینه وکړو، چې په هغه پورې اړه لرو.
 مایکل دیبدین
 
 د سوسیالیستي نظام ماتې که له یوې خوا په ټوله نړۍ کې د ولسواکۍ او د لویدیځ پانگه وال نظام د بري هیلي رامنځته کړي، خو له بلې خوا له هغې سره جوخت د سړې جگړې اصول، چې د سوسیالیستي نظام محدودول و، هم خپل ارزښت له لاسه ورکړ او په دې توگه د هغې د وروسته پړاو له پاره یوه تیورتیکي خلأ رامنځته شوه. نو ځکه د لویدیځې نړۍ سیاستوال او همدارنگه د نړیوالو څیړنو مرکزونه او د هغو څیړونکي په دې لټه کې شول، څو نوي اصول، چې د سړې جگړې د ستراتیژې ځای ونیسي، رامنځته کړي. په دې ترڅ کې تر ټولو دمخه د راند د څیړنیز مرکز Rand Corporation څیړونکی، فرانسیس فوکویاما Francis Fukuyama خپله له هیلو ډکه نظریه، چې په ټوله نړۍ کې د لیبرالې ولسواکۍ د برلاسۍ او د ایدیالوژیکو کړکیچونو د پای زیري یې ورکاوه، په خپل کتاب " د تاریخ پای" کې وړاندې کړه.
 د فوکویاما په اند "لیبراله ولسواکې" د بشري ټولنې د حکومت وروستی ډول دئ. نوموړي په دې اړه په خپل دغه اثر کې لیکی: د تاریخ پای هغه وخت دئ، چې بشریت د داسی یوې ټولنې په جوړولو بریالی شي، چې په هغې کې خپلې بنسټیزې اړتیاوې او غوښتنې ترلاسه کړي شي. ننني بشر هغه ځای ته رسیدلي، چې نه شي کولي ذاتآ له دغې نړۍ پرته د بلې نړۍ په اړه تصور وکړي، ځکه هیڅ داسی نښې نښانې نه تر سترگو کیږي، چې له اوسني نظام نه به ښه نظام رامنځته شي (وگوري Fukuyama, Francis, 1992, S. 75-89).
 فوکویاما د همدې اثر په یوې بلې برخې کې زیاتوی: د څو تیرو لسیزو په ترڅ کې "لیبرالې ولسواکې" پر خپلو ایدیالوژیکو سیالانو د ساری په توگه سلطنتي نظام، فاشیزم او اوسمهال د کمونیستي نظام په وړاندې بری ترلاسه او د یوه بریالی حکومتی نظام په توگه یې خپل مقام ثابت کړ. سربیره پر دې ښایي لیبراله ولسواکې "د بشریت د ایدیالوژیکی بشپړتیا د پای ټکی" او "د بشری حکومت وروستې بڼه" وي او هغه په دې مقام کې د "تاریخ پای" جوړوي. په حقیقت کې د کمونیزم ماته د لویدیځ د لیبرالو ارزښتونو د بریاوو لامَل او د ایدیالوژیکو شخړو پای گڼل کیږي (وگوري Fukuyama, Francis, 1992, S. 29-40). د فوکویاما دغه نظریه د ډیرو سیاستوالو او شنونکو (تحلیلگرانو) له خوا نوې، ډیره په زړه پورې او مهمه وارزول شوه.
 خو په نړیواله کچه د پیښو پرمختیاوو، د بیلگې په توگه د نړۍ په ځینو سیمو کې قومي او دیني کړکیچنو، د بنسټپالې ملت پالنې رامنځته کیدنې او داسي نورو دغه نظریه بې اعتباره او زمینه یې د سامویل فیلیپ هانتینگتون Samuel P. Huntington گواښمنې نظریې، "د تمدنونو تر منځ ټکر او د یوویشتمې پیړۍ له پاره د نوی نړیوال نظم جوړولو"، ته هواره کړه. د نوموړي په اند، له سړې جگړې څخه وروسته نړیوال سیاست د تمدنونو د ځانگړتیاوو پر بنسټ طرحه او د عمل په ډگر کې پلی کیږي. هانتینگتون په دې اړه لیکي: "ملتونه د نوي هویتونو، چې په عین حال کې ډیر لرغوني دي، د کشف په حال دي او له نوو بیرغونو سره، چې ډیر پخواني دي، د نویو دښمنانو، چې هغه هم څه نا څه پخواني دي، په وړاندې د جگړې ډگر ته وردرومي"(18 , S. Samuel P. Huntington,).
 هانتینگتون د هویت د لا روښانتیا په اړه د مایکل دیبدین Michael Dibdin له رومان څخه په اخیستنې سره لیکي: " د واقعي دښمنانو له شتوالي پرته، نه شو کولي واقعي دوستان ولرو. که له هغه څه نه کرکه و نه کړو، چې په هغه پورې اړه نه لرو، نو نه شو کولي له هغه څه سره مینه وکړو، چې په هغه پورې اړه لرو"(18 , S. Samuel P. Huntington,). نوموړی غواړی په دې توگه د نړۍ د ژوندیو تمدنونو په ویش سره د متحدو ایالتونو له پاره نوي دوستان او دښمنان په گوته کړي. ځکه د سړې جگړې په بهیر کې نړۍ په درییو برخو، پانگه وال سیستم، سوسیالیستی نظام او په ناپییلي هیوادونو ویشل شوې وه او نړیوال سیاست دوه قطبی بڼه درلوده. د دغو دواړو قطبونو تر منځ له ایدیالوژیک، سیاسي، اقتصادي او ځیني وخت پوځي پلوه سیالې، په تېره د دریمې نړۍ په هیوادونو کې، چې له اقتصادي پلوه وروسته پاتي او بیوزلي او په کې سیاسي ثبات هم کمزوری و، روانه وه.
 خو په اوس وخت کې د نړۍ د هیوادونو تر منځه د سړې جگړې د وخت ویش خپل باور له لاسه ورکړی او ځای یې د اوسنې نړۍ اوو او یا اتو بنسټیزو تمدنونو نیولی دئ. هانتینگتون په دې اړه وایي: " په دې نوې نړۍ کې، سیمه ییزو سیاستونو قومي ماهیت غوره کړی او نړیوال سیاست د تمدنونو سیاست دئ. د سترو ځواکونو تر منځه سیالۍ خپل ځای د تمدنونو تر منځه ټکر ته ورپریښي دئ"(24 , S. Samuel P. Huntington,). د نوموړي په اند، له سړې جگړې څخه په وروسته نړۍ کې، د هر تمدن بنسټیز او مرکزی هیواد به د هغې د پړاو د ستر ځواک ځای ونیسي. نړیوال ځواک نور مانا نه لري. هیڅ هیواد، ان متحده ایالتونه ځانگړې ستراتیژیکې گټې نه لري، د نړۍ ویش د تمدنونو پر بنسټ اړین بریښي او له هغه څخه هیڅ تیښته نه شته (وگوري: 28-38 , S. Samuel P. Huntington,).
 هانتینگتون د نړۍ اوسني ژوندي او بنسټیز تمدنونه په لاندې ډول سره ویشي: چیني (کنفوسیوسی)، جاپانی، هندی، اسلامی، لویدیځ، ارتودوکس، د لاتینې امریکا او افریقایی تمدن (وگوري: 57-62 , S. Samuel P. Huntington,). کومې مهمې موضوع ته چې هانتینگتون په خپل اثر کې نغوته کړی او هغه تر ټولو گواښمنه بریښي، دا ده، چې نه یوازي د نومول شویو تمدنونو تر منځ د ټکر شونتیا شته، بلکې په واقعیت کې له دې ډول ټکرونو څخه مخنیوي ناشونی بریښي. د نوموړی په اند: "... تر ټولو له گواښه ډکه دښمنې، چې په ښکاره توگه تر سترگو کیږي، هغه د بسټیزو او اصلی تمدنونو په کمزورو او سستو پولو (Fault Lines ) کې رامنځته کیږي" (18 , S. Samuel P. Huntington,). ځکه نو هانتینگتون نور تمدنونه په تیره اسلامی او کنفوسیوسی تمدنونه لویدیځ تمدن ته گواښمن بولي او په ټینگار سره له لویدیځ تمدن. څخه غواړي، چې د اسلامی – کنفوسیوسی تمدنونو اقتصادي او په تیره د پوځي ځواک پرمختیاوي محدودې، د دوي تر منځه له اوسنیو توپیرونو او کړکیچونو څخه گټه ترلاسه کړي او د دغو تمدنونو او نورو په دننه کې له هغو ډلو څخه ملاتړ وکړي، چې د لویدیځ له گټو او ارزښتونو نه دفاع کوي او په دې توگه د لویدیځ واکمني وساتل شي، گټې یې تأمین او اقتصادي او سیاسي ارزښتونه یې پراختیا ومومي.
 خو"کنفوسیوسی او اسلامی ټولنې په دې هڅه کې دي، څوخپل اقتصادي او پوځي ځواک لا پیاوړي کړي، چې د لویدیځ په وړاندې مقاومت او همدارنگه له هغه سره «انډول» برابر کړي. نو ځکه له سړې جگړې څخه په وروسته نړۍ کې، د نړیوال سیاست له بنسټیزو محورونو څخه، له لویدیځ ځواک او کلتور سره د نورو ( نا لویدیځو) تمدنونو د ځواک او کلتور تعامل دئ" (28 , S. Samuel P. Huntington,).
 که څه هم " ... د لویدیځ ځواک، د نورو تمدنونو په پرتله د زوال په حال کې دئ" (28 , S. Samuel P. Huntington,)، او یا د زبیگنیو برژینسکی په اند: " ... سکولاریسم عنان گسیختۀ حاکم بر نیم کرۀ غربی در درون خود نطفۀ ویرانی فرهنگ غربی را می پرورد. ... نه برخورد تمدنها." زیرا " در زمینۀ فرهنگی ... غرب نوعی لذت گرایی مادی را رواج میدهد که در تحلیل نهایی برای بعد معنوی انسان خیلی بیشتر مضر است" (161-162 , S. Amiri-Vahid Mojtaba,).
 خو سره له دې هم د لویدیځ او نورو تمدنونو تر منځ اوسمهال د انډول رامنځته کیدل دومره ساده نه ښکاري. ځکه لویدیځ، نړیوال مهم سیاسي او امنیتي سازمانونه د بیلگې په توگه، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا، نړیوال بانک او نړیوال وجهی صندوق، تر خپل اغیز لاندې لري او په واقعیت کې دوي د نړۍ د اداره کولو له پاره، په هغه ډول سره، چې د لویدیځ گټې تأمین، برترې یې خوندي، سیاسي او اقتصادي ارزښتونه یې د نړۍ گوټ گوټ ته پراخه او وساتل شي، له دغو نړیوالو سازمانونو او پوځي ځواک څخه گټه ترلاسه کوي. هغه پریکړې، چې په دغو نړیوالو سازمانونو کې نیول کیږي، په روښانه توگه د لویدیځ د گټو انعکاس دئ، خو دوي له هغو څخه د « نړیوالې ټولنې د گټو» په توگه دفاع کوي.
 د هانتینگتون په اند:" د نړیوالې ټولنې اصطلاح هغه مؤدبانه اصطلاح ده، چې د «آزادې نړۍ» د اصطلاح په ځای کارول کیږي، څو د امریکا د متحدو ایالتونو او نورو لویدیځو ځواکونو هغو اقداماتو ته نړیوال مشروعیت وروبښي، چې د دوي گټې منعکسوي" (292 , S. Samuel P. Huntington,). د ساری په توگه لویدیځه نړۍ ، د نړیوال وجهی صندوق او نړیوال بانک په مرسته هڅه کوي، داسي اقتصادي سیاستونه، چې د دوي د نړیوالو گټو تأمینونکي دي، طرحه او هغه پر نورو هیوادونو وتپي. گیورگی آرباتوف د لویدیځ دا ډول اقتصادي سیاست ته نغوته کوی او وایي: د نړیوال وجهی صندوق چارواکي " نوي بلشویکان دي، چې مینه لري، د نورو پیسي مصادره کړي، غیر دیموکراتیک او پردي سیاسي او اقتصادي مقررات پر هغو وتپي او اقتصادي آزادی محدوده کړې" (293 , S. Samuel P. Huntington,). لویدیځ صنعتي هیوادونه د خپلو دا ډول موخو د ترلاسه کولو له پاره د نړیوال وجهی صندوق د مالي وسایلو (ونډو) پر بنسټ آزاد لاس لري. په داسي حال کې چې د ملگرو ملتونو هر غړی هیواد د اصولو له مخې د یوې رایي مستحق دئ،یانی "یو هیواد یوه رایه" « One country-one vote » خو په نړیوال وجهی صندوق کې هر "ډالر (ونډه) یوه رایه" « - one vote dollar One » ده.
 په نړیوال وجهی صندوق کې" اته ستر صنعتي هیوادونه په سلو کې له ۲ ،۴۵ زیاتې رایي په خپل واک کې لري، چې په دې ډله کې د متحدو ایالتونو ونډه په سلو کې له ۱، ۱۷ څخه زیاته ده، د جاپان ونډه ۱، ۶ په سلو کې ، د المان ونډه شپږ په سلو کې، د فرانسې ونډه نږدی پنځه په سلو کې، د بریتانیا ونډه څه نا څه پنځه په سلو کې، د ایتالیا ونډه ۳، ۳ په سلو کې، د کانادا ونډه څه نا څه ۳په سلو کې او د روسیې د فدراسیون ونډه ۸، ۲په سلو کې ده. په داسي حال کې، چې د نړۍ د اتیا تر ټولو بیوزلو هیوادونو ونډه یوازې لس په سلو کې او پاتې برخه یې د نورو هیوادونو ونډه ده ... د نړیوال وجهی صندوق د مهمو پریکړو د نیولو له پاره پنځه اتیا په سلو کې رایو ته اړتیا ده، په دې توگه یوازې متحده ایالتونه کولي شي د خپلو له ٪ ۱۷ څخه د زیاتو رایو په لرلوسره د دا ډول پریکړو له نیولو څخه مخنیوي وکړي". (Copur/Schneider: IWF&Weltbank, 2004, S. 24-25 ). د اقتصادي برترې د ساتنې او د هغې د لا پیاوړتیا له پاره پوځي برلاسی یو اړین شرط بلل کیږي.ځکه اقتصادي او پوځي برترۍ یو له بل سره تړلي دي : "پوځي ځواکمنتیا نه شی کیدی بې له اقتصادي برترۍ پایښت ومومي او د پانگه والی نظام تر شرایطو لاندې اقتصادي برترې په خپل ذات کې ناپایداره ده"( Wagner Jürgen, 2003, S. 38).
 لویدیځ او په تیره متحدو ایالتونو، د زیات لگښت او زیار له لارې او د وخت په بهیر کې دا ډول پوځي برترې ترلاسه کړې ده. اوس دوي په دې هڅه کې دي، چې د خپلې دغې پوځي برترې د ساتنې له پاره د اتومي، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو د نه پراختیا د سیاست له لارې د نړیوالو او سیمه ییزو سیالانو له رامنځته کیدو څخه مخنیوي وکړي. په دې اړه د متحدو ایالتونو د دفاع پخوانی وزیر ویلي و: " ... له سړې جگړې څخه په وروسته پړاو کې متحده ایالتونه د متعارف پوځي ځواک له پلوه په خپل وړاندې سیال نه ویني او اوس زموږ د بالقوه (پوتنسیالو) دښمنانو وار دئ، چې د اتومي وسلو په ترلاسه کولو لاس پوري کړي. خو موږ باید هاند او هڅه وکړو او اجازه ور نه کړو، چې دوي د پوځي ځواک له پلوه زموږ د سیال په توگه سر راپورته کړي شي" (298 , S. Samuel P. Huntington,).
 نو ځکه دا د حیرانتیا وړ خبره نه ده، چې نور هیوادونه لکه شمالی کوریا، هند او په تیره د روسیې فدراسیون، په خپل دفاعي پروگرام کې د اتومي وسلو په رول ټنیگار کوي. د ساری په توگه یو هندی لوړ پوړی افسر نورو افسرانو ته په ښکاره کلماتو سره وایي: " تر هغې چې اتومي وسلي نه لرئ، له متحدو ایالتونو سره به نه جنگیږئ" (297 , S. Samuel P. Huntington,). د نورو تمدنونو لوړ پوړو سیاسي او پوځي مشرانو هم له وروستیو پیښو دا زده کړه کړې ده، چې " که ته اتومي وسلې ولرې، نو متحده ایالتونه له تا سره جگړه نه کوي" (297 , S. Samuel P. Huntington,).
 اوسمهال د لویدیځ او اسلامی - کنفوسیوسی تمدن تر منځ کړکیچ په بنسټیزه توگه د اتومي، کیمیاوي، بیولوژیکي وسلو او د هغو د توغولو د وسیلو پر سر دئ. ځکه " د چینیانو او مسلمانانو په ځان ویسا او ځواک د لویدیځ په وړاندې مخ په زیاتیدو دئ او د دوي او لویدیځ د گټو او ارزښتونو تر منځ ټکر ورځ په ورځ زیات او پیاوړی کیږي" (294 , S. Samuel P. Huntington,). خو لویدیځ هغو هیوادونو ته، چې د غو پرمختللو وسلو ته پراختیا او یا د هغو په ترلاسه کولو لاس پورې کوي، اقتصادي او سیاسي گواښ کوي او یا په هغو سیاسي او اقتصادي بندیزونه لکوي او یا آن دا چې تر پوځي یرغل لاندې نیسئ، چې ښه بیلگه یې د روانې پیړۍ په پیل کې د عراق جگړه ده.
 دا یوازې اوسمهال نه دئ، چې لویدیځ له زور څخه کار اخلي، بلکې دا ډول عمل د لویدیځ د امپراتورۍ له جوړښت۱۵۰۰ – ۱۷۵۰ څخه راپه دې خوا روان دئ. د جفری پارکر په وینا: " په ټولیزه توگه، د لویدیځ ځواکمن کیدل، تر زیاتې اندازې پورې له زور څخه د کار اخیستنې له امله و، ځکه په حقیقت کې، د اروپایانو او د هغو د دښمنانو تر منځ د ځواک انډول، تل د اروپایانو په گټه بدلون موند" ... " پر نړۍ باندې د لویدیځ بری، د هغه د اندیښنو، ارزښتونو او دین ... د برترې له امله نه و، بلگې د لویدیځ د دغه برلاسی لامَل له سازمان ورکړ شوی زور څخه گټه اخیستنه وه. دا هغه ټکی دئ، چې لویدیځوال یې اکثراً له یاده وړی، خو هغه د نا لویدیځو له یاده هیڅکله نه وځي" (67-68 , S. Samuel P. Huntington,).
 که څه هم اوسمهال متحدو ایالتونو د سړې جگړې د پړاو دوه پاتي دښمن دولتونه، کیوبا او شمالی کوریا تر اقتصادي بندیزونو او پوځي گواښ لاندې نیولي دي، خو خپل بنسټیز پوځي عملیات یې تر ټولو دمخه له ترهگرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې پر اسلامي نړۍ متمرکز کړي دي.
 د امریکا متحده ایالتونه " د وخت له شرایطو سره سم، خپل د سزا ورکولو اقدامات د نړۍ په هره برخه کې، چې د دوي خوښه وي، له القاعدې سره د مبارزې تر نامه لاندې توجیه کوي" چې په دې توگه د دغه هیواد له خوا "د ترهگرۍ مقام د نړیوال ځواک تر حده پورې رسول، ټوله نړۍ له یوه جگړه ییز حالت سره مخامخ کړې ده" (Todd Emmanuel, 2004, S. 15-16 ).
 دغه ډول جگړه ییز حالت په تیره د اسلامي نړۍ په هیوادونو، لکه افغانستان او عراق او همدارنگه د هغې په نورو سیمو کې په ښه توگه تر سترگو کیږي. په اسلامي نړۍ کې د متحدو ایالتونو د پوځي ځواک دغه ننداره له یوې خوا د هغو د پوځي کمزورتیا له امله ده او له بلې خوا د اسلامي نړۍ په سیمو، په تیره منځني ختیځ او منځني اسیا کې د نړۍ د تیلو او گازو تر ټولو سترې زیرمې پرتې دي، چې لویدیځ تر ټولو دمخه متحده ایالتونه په خپلو دغو عملیاتو سره د هغو لاندې کول غواړي." د تیلو پر پاتي زیرمو باندې کنترول د واشنگټن له پاره ځکه ځانگړی ارزښت لري، چې د دغه هیواد د تیلو پاتې زیرمې [هم] مخ په خلاصیدو دي او په ۲۰۲۰ کال کې د دغه هیواد د تیلو لگښت څه نا څه اویا په سلو کې باید له وارداتو څخه سمبال شي" ( Wagner Jürgen, 2003, S. 50). نو ځکه لویدیځه نړۍ په تیره متحده ایالتونه غواړي په یو ډول نه یو ډول سره د نړۍ د تیلو پر پاتو زیرمو واکمنۍ (سلطه) تر لاسه کړی، څو له یوې خوا د تیلو د صادرونکو هیوادونو له تړتیا څخه ځان وژغوري او له بلې خوا د روانې پیړۍ په بهیر کې پر نړۍ باندې خپله سیاسي، اقتصادي او کلتوري برتری وساتلي شي او سربیره پر دې د نوو لیبرالو تر لوا لاندې د پانگه وال نظام پراختیا، چې په نامه دې نړیوال کیدو یاد شوی او د متحدو ایالتونو تر ټولو ستره هیله ده، د عمل په ډگر کې پلی کړي.
 نور بيا