د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ابادۍ د کال څلور نورې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

امیرزېب دُراني 18.12.2016 17:53

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د لغمان ولایت د ابادۍ او پرمختګ د روان کال په بهیر کې په یوه ورځ د کرنیزې ودې او انکشاف په ډګر کې د قرغیو ولسوالۍ د بلوچ ۷۰۰۰ متره کانال،د برګمین د ابیارۍ د ۴۸۰۰ متره کانال،د قرغیو ولسوالۍ د الو کانال او د مهترلام ښار دسرک غاړي د ۲۴۶۰ متره ویالې جوړونې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي و، لغمان والي خلکو ته مبارکي ورکړې ترڅنګ یادې پروژې د لغمان ولایت د انکشاف ،کرنیزې ودې او اوبو د تنظیم په برخه کې خورا مهمې پروژې یادې کړې چې په مستقیم او غیر مستقیم توګه یې زرګونو کورنیو ته ګټه رسیږي نوموړي زیاته کړه چې یادې پروژې د ولس د غوښتنې پر اساس پلې شوې.

د خبرو پرمهال لغمان والي عبدالجبارنعیمي شاهي کانال ته په اشارې سره وویل، چې د د شاهي کانال په جوړیدو سره به لغمان ولایت د زون او هېواد په کچه بنسټیز پرمختګ وکړي او په یو زراعتي او تولید کوونکي ولایت به بدل شي.
نوموړي زياته کړه،  چې یادې پروژې د (۱۹،۲۵۶۶) میلیونه افغانیو په ارزښت سره د کرنې ،مالدارۍ او اوبو رسونې ریاست او ښاروالۍ ریاست په چوکاټ کې پلې شوې، د لغمان ولايتي ادارې مشرتابه اړونده ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې ولس ته د لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو جوګه شي.