د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امیرزېب دُراني

18.12.2016 16:53    |   امیرزېب دُراني د ابادۍ د کال څلور نورې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د لغمان ولایت د ابادۍ او پرمختګ د روان کال په بهیر کې په یوه ورځ د کرنیزې ودې او انکشاف په ډګر کې د قرغیو ولسوالۍ د بلوچ ۷۰۰۰ متره کانال،د برګمین د ابیارۍ د ۴۸۰۰ متره کانال،د قرغیو ولسوالۍ د الو کانال او د مهترلام ښار دسرک غاړي د ۲۴۶۰ متره ویالې جوړونې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

03.06.2016 10:22    |   امیرزېب دُراني هغه پلرونه چې ډیوې يې بلې کړې!

هغه پلرونه چې ډیوې یې بلې کړې وستایل شول:
تر دې سرلیک لاندې )هغه پلرونه چې ډیوې یې بلې کړې( په لومړي ځل د ټول هېواد په کچه د لغمان ولایت مقام له لوري د جرګو په کور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغه پلرونو درناوی او ستاینه وشوه چې خپله بې سواده مګر د ژوند د سختو شرایطو او تپل شوي جنګ باوجود یې د لاس په تڼاکو او د خولو په تویولو خپل اولادونه روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.په دغه مراسمو کې د لغمان او نورو ولایتونو اوسیدونکو برخه اخیستې وه.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د پرانیستونکې وینا پرمهال وویل ویاړم چې د هغه پلرونو درناوی او ستاینه کوم چې د لاس په تڼاکو، د خولو په تویولو ،د ژوند د سختو ستونزو، ننګونو او تپل شوي جنګ باوجود یې د هېواد په ترینګلو