د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان وسلو ته اړتیا لري

محمود ساپی 19.07.2016 12:13

افغانستان کې د جنګونو له امله هرڅه لمنځه تللې او هیواد په کنډواله بدل شوی بیا رغونه یې وخت ، امکاناتو اوقوي ارادې ته اړتیا لري.
پرته له شکه چې افغانستان په ټولو برخو کې کمک ته ضروت لري خو په دې حساسو او جنګي حالاتو کې نظامي مرستې ورته اړینې دي.
طبعې ده چې افغانستان به دغه مرستې له کوم بل هیواد څخه ترلاسه کوې خو د تیرو تجربو پراساس په افغانستان کې د روسانو مرستې ګټورې ثابتي شوې او دغه هیواد تل له افغانانو سره په بیلا بیلو برخو کې مرسته کړې ده .
اوس روسیه ژمنه ده چې چې افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې وکړې، افغان حکومت باید له روسانو سره د حسن همجواري پربنسټ دهغوی نظامي مرستې جلب او ترلاسه کړي.
حکومت باید د امریکا په پرتله له روسیي سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او کوشش وکړي چې د بارو د فضا لازیاته پراخه او پیاوړې شې.
تیرو څوارلسو کلونو کې افغانان ددی شاهد دی چې امریکایانو مرستې د شخصې موخو د ترلاسه کولو لپاره کړې او په زیاتره مواردو کې یې مرستې هدر دی هیڅ ګټه نه لرې او ان داسي پروژې یې پلې کړې چې له افتتاح دوه میاشتې وروسته بیرته خرابې شوې دې .
نو بناء د روسانو سره د اړیکو ښه والی د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره ګټور دی .
څه موده دمخه د روسیي هیواد لخوا افغان امنیتي ځواکونو سره د لسو زرو میلو کلاشینکوفونو مرسته وشوه چې په تیرو څوارلسو کلونو کې په نظامې برخه کې دغه کمک بیساری دی .
په دې روستیو کې دافغان حکومت او روسیي ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا عام ولس پر حکومت ډاډه کړی او تمه یې پیدا شوې چې نظام مخ په پرمختګ روان دی .
که چرته دغه اړیکې لاپسې پیاوړې او له روسیې څخه په نظامې برخه کې د زیاتو مرستو غوښتنه وشې ښای افغان امنیتي ځواکونه پرخپلو خپو ودریږي .
که نظامي تجهیزات نه وې امنیتي ځواکونه نشي پیاوړې کیدا د مرستو ترڅنګ مهمه ده چې افغان حکومت د نظامي زده کړو لپاره خپل سرتیري روسیه ته واستوي ترڅو مجهزه او پر ملي روحیه سمبال روزنه ترلاسه کړي .
له بل هر وخت اوس د روسي او افغانستان داړیکو پیاوړتیا ته ضرورت دی او پکارده چې دواړه لوري ورته جدي پام وکړي .
لیکنه : محمود ساپی