د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان ځوانانو د تیښتې لامل امریکا دی

محمود ساپی 12.06.2016 14:09

په افغانستان کې په تیرو پنځلسو کلونو کې د بیا رغونې په نوم زیاتې پیسې راغلې چې ډیره یې بیرته د بهرنیو موسساتو لخوا د خپل ذوق او میل پربنسټ ولګول شوې .
بهرنیانو د لګښت پرمهال د هیواد اړتیا ته پام ونه کړ او هر چرته چې یې خوښه وه لګښتونه یې وکړل په زیاتره مواردو کې دافغان حکومت له همغږۍ پرته په خپل سر کارونه وکړل دغو خپل سرو لګښتونو د افغان حکومت له توندو نیوکو سره مخ شول ولي بیا هم بهرنیانو دافغان حکومت پر نیکو غوږ ونه ګراوه اود بي ځایه لګښتونو ته یې دوام ورکړ.
پرته له شکه د بهرنیو مرستو د لګښت زیاتره مسوولیت د امریکانو پرغاړه و، امریکایانو قصدا په افغانستان کې بنسټیز کارونه ونه کړل او نه یې هم په هغه مناسبو ځایونو کې سرمایه ګذارې وکړه چې ددی هیواد ورته اړتیا وه او ممکن دخلکو د اقتصادې ژوند د پرمختګ په برخه کې موثر واقع شوې و .
د دغه بي ځایه لګښتونو پایله دا شوه چې شاوخوا دوه لکه ځوانان له هیواده تیښتې ته اړشول په دغه ځوانانو کې زیاتره علمي کدرونه هم شامل دي .
د ځوانانو د تیښتې بل لامل ښای په هیواد کې بې ثباتي او ګونګ برخلیک وي خو تر ټول عمده عنصر یې ځوانانو ته دکار نه پیدا کیدل هم کیدای شي.
امریکایانو افغانستان ته له راتګ مخکې چیغې وهلې چې ددی هیواد د پرمختګ بیارغونې او ثبات په برخه کې به کار وکړي ولي په تیرو پنځلسو کلوونو کې امریکایان پر خپلو کړو ژمنو کې پاتي راغلل او وي نه شو کړای چې افغانستان پرخپلو خپو وردوي .
امریکایان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي د افغانانو د هوساینې لپاره یې هیڅ ونه کړل او یوازې د افغان ولس ترمنځ یې د کرکي او نفرت تخم وشیند او کور په کور یې دوښمنې پیدا کړه .
که وغواړو چې ښه راتلوونکی ولرو نو پکارده چې د پردیو مرستو ته انتظار ونه باسو او دیوه مسوله ولس په توګه د خپل هیواد ابادولو او سمسورتیا ته مټي راونغاړو افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او د قومونو ترمنځ نفرت اچوونکې د بهرنیو کړیو په اشاره نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي.
بهتره به وي چې ټول قومي ژبنې تعصبات شاته کړو او دیوه وجود په څیر د هیواد رغونې او ابادۍ لپاره لاس په کار شو . اروپایان او امریکایان مو د وطن د ابادولو په کیسه کې نه دي خپلې ګټې او موخې تعقیبوې .
محمود ساپی