د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سترټولنپوه

شهزاده شيرين زوی 27.06.2016 12:44

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ټولنپونه کې د شک ځاى نه شته، خو انسانان د تل له پاره د نقلي مسايلو په اړه د عقلي دلايلو په لټه کې وي او هڅه کوي چې د تر لاسه کړيو معلوماتو په هکله داسې معقول دلايل ومومي، چې خپل ځان پرې ډاډ او خپل زړه او ذهن پر هوسا کړي، په همدې اړه غواړم د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ټولنپوهنې په برخه کې درته د هغه صلى الله عليه وسلم د يو حديث د اغېز په هکله د خپلو سترګو ليدلي حال وړاندې کړم، هيله ده د يو معقول دليل په توګه مو په کار راشي.

زما يو ډېر په اصطلاح ناک طبيته ملګرى دى، چې د ځينو نامناسبو يا بې اړتيا چارو په وړاندې ډېر ژر خپل غبرګون ښکاره کوي.  ځينې بې دردو انسانان دغه حساس انسان په ورځ کې خامخا يو ځل دغې وينا ته اړباسي، چې ووايي: ((دا هېواد نه جوړېږي، له ده ځنې پښې ايستل په کار دي))

د هغه د دې خبرې معنا دا نه ده، چې هغه له خپل هېواد او هېوداوالو سره مينه نه لري، بلکې هغه د هېواد د آبادۍ او د هېوادوالو په سلوک او کردار کې د مثبت او مطلوب بدلون يو بې صبره هيله مند دى، له همدې امله هغه له هرې منفي کړنې سره دومره ژور حساسيت پيدا کړى، لکه په امريکا کې چې د يوې کورنۍ غړو د موټر له ارنډ سره دومره ژور حساسيت پيدا کړى و، چې د ارنډ په اورېدو به بې هوښه کېدل()

 زما په دغه ملګري هم دغه ټوکه شوې، که د کوم موټر بې ضرورته ارنډ  واوري، که د موټر بې درېغه سرعت وويني يا کوم موټر په سرک کې ډنډ شوې اوبه وشيندي او يا له پاخه سرک ځنې د سرک خامې برخې ته کښته شي او دوړې جوړې کړې، نو بيا زما دغه ملګرى له غوسې لکه زخمي مار تاو راتاو شي او ووايي: ((ياره دا وطن نه جوړېږي، له ده ځنې پښې ايستل په کار دي))

زما دغه ملګرى، چې تر ټولو ډېر کوم شي خفه کوي، هغه ځينې بې احساسه ځوانان دي، چې په لوى لاس يې د خپلو ډګډګيو (موټر سايکلونو) سلنګسرونه داسې جوړ کړي چې ډېر وچ او بد غږ کوي، ددغه بدرنګه غږ په اورېدو زما دغه ملګرى دومره ډېر احساساتي کېږي، چې بيا نو څوک ورته د زغم توصيه کولاى نه شي.

نن د هغه په زړه همدغسې کومې پېښې اور پورې کړى و، نو دې ته يې نه کتل چې په وينا يې ټولنه رغېږي او که نړېږي، خو ويل يې: ((دا وطن په خداى که جوړ شي، له ده ځنې پښې وباسئ)) ما ورته وويل: هره ورځ همدغه يوه خبره کوې، خو دا دې و نه ويل، چې چېرته لاړ شو؟

هغه په غوسه وويل: ((امريکا ته لاړ شئ، روس ته لاړ شئ، صحرا او غرونو ته لاړ شئ، خو له دې وطن نه ووځئ))

ما ورته د جبران خليل جبران د يوې ليکنې دغه مفهوم- چې نه پوهېږم په څه کې مې لوستى و- وويلو، چې وايي: ((له يوې ابادۍ ځنې يو څوک صحرا ته تللى و او هملته اوسېده. د ابادۍ خلکو د هغه په هکله ډول، ډول تبصرې کولې، يو بل سړي د هغه د اصل احوال په معلومولو پسې ملا وتړله. په ډېرو ستونزو يې له صحرا ته تللي سړي سره د خبرو کولو موقع تر لاسه کړه او د ابادۍ د خلکو تبصرې يې ورسره شريکې کړې. ورته يې وويل:((خلک ستا په اړه وايي چې ته لېونى يې، ځکه دې ابادي پرې ايښې او صحرا ته راغلى يې))

هغه ځواب ورکړ: ((نه، زه ښه سم دم سړى يم))

بيا ورته احوال معلوموونکى وايي: ((خلک وايي، چې ته ناروغ يې، ځکه خو صحرا ته راغلى يې))

له دې خبرې سره ورته هغه په غوسه وايي: ((نۀ، زه ناروغ نه، دا خلک او دا ټولنه ناروغه ده، ځکه خو ترې زه صحرا ته راتښتېدلى يم)).

احوال معلوموونکى له ټولنې تښتېدلى ته وايي: ((چې ټولنه ناروغه ده، نو له ناروغۍ خو په تېښته څوک نه ژغورل کېږي، غوره خو دا ده، چې درملنې ته يې ملا وتړې، نه دا چې ترې وتښتې))

احوال معلوموونکى له ټولنې تښتېدلى په همدې خبره قانع کوي او بېرته يې ابادۍ ته راولى، خو زما ملګری په دې قانع نه شو، ځکه چې د دغې کيسې په پای کې ترې ما وپوښتل: ښه نو ملګريه! که ته هم له هېواد او هېوادوالو ځنې د پښو ايستلو او تېښتې پرځاى د هېواد د آبادۍ او د هېوادوالو د اصلاح لپاره مټې راونغاړې، نو ښه به نه وي؟.

هغه وويل: ((په يو ګل نه پسرلى کېږي))

ما ورته په موسکا وويل: ((د پسرلى پيل له يوه ګل څخه کېږي او په وېرانه کې يو ګل هم ګلزار ښکاري، پاتې شوه له هېواد ځنې د پښو اېستلو خبره، ما اورېدلي چې په اروپا کې يو څوک په سرک ولاړ وي، نو په لسوګونو موټر ورته دواړو خواوو ته ولاړ وي، خو څوک دا حق نه لري، چې هغه ته له خپلې مخې د لرېکېدو لپاره ارنډ ووهي، بلکې تر هغې به طمع پاتې کېږي، څو هغه په خپله خوښه له مخې لرې شي. همدا رنګه ويل کېږي که په هندوستان کې کوم غوايي په سرک کې ډډه ووهله (څملاست) نو بيا هيچا ته دا اجازه نه شته چې هغه راپورته کړي. ښه نو فرض کړه که ته هېواد پرېږدې او اروپا يا هندوستان ته لاړ شې او هلته يوه ورځ په خپل موټر کې په بېړه په يو بېړني کار پسې راووځې او په لاره کې له دغسې يو حالت سره مخامخ شې، چې يا درته غوايي په سرک کې ډډه وهلې وي او يا درته کوم شرابي د شرابو له بوتل سره په مخ کې ولاړ وي، لاره يې درته بنده کړې او ته ورته د ارنډ کولو حق هم نه لرې، نو بيا به څه کوې او له هغه ځايه به کوم ځاى ته پښې باسې؟

هغه پرځاى ددې چې زما په دغو بېلګو موسکى شي نور هم په غوسه شو او ويې ويل: ((هغوى دومره لېوني نه دي، چې د خپلو خلک د ازار او اذيت سبب شي))

اوس يې نو وخت و، چې د ستر ټولنپوه حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) په دغه حديث شريف يې قانع کړم، چې فرمايي:

ژباړه: له ابن عمر (رضى الله تعالى عنه) څخه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: هغه مؤمن چې له خلکو سره ګډ ژوند کوي او د هغوى ضرر زغمي، له هغه مؤمن څخه غوره دى، چې له خلکو سره نه کېښني او د هغوى ضرر نه زغمي()

د حديث شريف په اورېدو يې د غوسې په سکروټو يخې اوبه تويې شوې، لاسونه يې لپه کړل او د الله (جل جلا له) له درباره يې ټولو ته د هدايت دعا وغوښته