د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ته هم لمر يې

شهزاده شيرين زوی 28.06.2016 12:53

په دې خبره کې هېڅ شک نه شته، د لمر مقام ډېر لوړ دى، وړانګې يې پر ټوله نړۍ خورې دي، هر ژوندى يې رڼا ته اړ دى، د ځمکې له مخ ځنې رنځونه ختموي او نباتاتو ته غذا، رنګ او خوند وربښي.
که لمر نه واى ښايي مونږ خپل ځانونه هم نه واى پېژندلي؛ نړۍ به قبر ته ورته توره تياره واى. همدغه لمر دى، چې د وړانګو پر غشيو توره شپه ولي او د تورې تيارې جنازې ته اوږه ورکوي. د لمر زرينې وړانګې تر سرو زرو هم ډېرې ارزښتمنې دي.
په دې کې هېڅ شک نه شته، د لمر مقام ډېر لوړ دى او مونږ ټول يې په وړتيا او اړتيا پوهېږو، خو ستاينه يې نه کوو.
زه دا نه وايم، چې ته به لمر نه يې. ته به هم لمر يې، ټول ارزښتونه او صفتونه به دې د لمر وي؛ د شهرت وړانګې به دې پر ټوله نړۍ خورې وي، د علم رڼا ته به دې هر څوک اړ وي او د ناروغيو په درملنه به هم پوهېږې، نباتاتو ته به پر خپل هنر رنګ او خوند هم ورکولى شې، د مخ رڼا به دې تيارې رڼوي، ستا ارزښت به تر سرو زرو هم ډېر وي. هو!  ته به انسانانو ته انسانيت هم ورښودلى شې.
 زه دا نه وايم، چې ته به لمر نه يې. ستا ټول ارزښتونه او صفتونه به د لمر وي، خو ته هم لکه لمر له چا ځنې خپله ستاينه مه غواړه. په خپل غوره مقام د هغه څښتن  شکر ادا کړه، چې تا ته يې دغه برخه دربښلې. هسې نه، چې هغه(ج) تا د ناشکرۍ له مخې د تورې شپې په غېږه کې ورک کړي او چې ستا په وړاندې هېڅ نه ښکاري، هغوى لکه ستوري وځلوي.