د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تخيل

جليل (احمدزی) 22.02.2016 12:14

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

طرز دتفکر مې تخيل ته رسېده دي
مجنون زه دصحرا يم خپل منزل ته رسېده دي
منصور غوندې په دار شي زما نيمګړي ارمانونه
زمانه! ستا قضا ده، زما عمل ته رسېده دي
ستمګرې قافلې دې زما په لوري دم په دم دي
مرګونه بهانې شي، خپل اجل ته رسېده دي
دستور دزمانې دی، لېوني په کاڼو ولي
ادم دشېرينی ته، ستا اربل ته رسېده دي
عجيبه دنياګۍ وه، نه مو غم نه پرېشاني وه
احمدزيه! ستا قسمت دی دنيا چل ته رسېده دي