غزل
04.08.2014 23:05دفکر تحول ته مې غمو رنګونه راوړل
جانانه ستا فراق ته مې نغمو رنګونه راوړل
دحسن تخیل مې ددنیا په اړه هسک دی
وصاله ستا الهام ته مې ټپو رنګونه راوړل
ارمان ددنیاګۍ مې مازدیګر دی ستا دکلي
چناره ستا وبڼ ته هدیرو رنګونه راوړل
مستانه به ګرځېدمه ستا وخواته لکه ستوری
هجرانه ستا دلاسه مې شعرو رنګونه راوړل
رڼې اوښکې ملغلرې دګریوان په طرف درومي
حالته وخت بدل شو زمانو رنګونه راوړل
جنونه ستا ګذار ته ملنګانو کلي جوړ کړل
ریباره زیري راوړه پسرلو رنګونه راوړل
احمدزیه! ویر ژړا به دخوښیو انګازې شي
مهاجرې زرکې راغلې خوشحالو رنګونه راوړل
کابل 14/May/2014
10:00PM