د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او لوړ پوړي مامورین

عزیزالرحمن شریفی 18.12.2015 12:26

مونږ افغانان که څه هم د ځمکې په سر یو پلرنی هیواد، او یواځی یو پلرنی هیواد ګران افغانستان لرو، خو له نیکه مرغه مونږ پدی هیواد کې د هر وزارت، ریاست او ولایت او حتا ولسمشرۍ لپاره که په زرهاوو نه، نو په سلګونو وړ کدرونه لرو. نو پدی خاطر زمونږ وزیران، والیان او نور لوړپوړي چارواکي، چې په انتصابی ډول پورتنیو مقامونو کې مقرر شوي، پوه اوسئ چی د دوی بدیل شته او خپلی دندې باید په ډیر صداقت او ایماندارۍ سره سرته ورسوي. او هیڅ وخت د مقام د شخصی کولو خیال په سر کې ونه پالی، ځکه دا هر څه د ملت پوری اړه لری آو یواځی د ملت پوری.
خو که څوک په دنده کې پاتی راځی، کیدای شی یا په خپله خوښه استعفا وکړی او یا د صلاحیت لرونکی مقام لخوا د دندې پریښودو ته اړ کړی شی. دا کار په ننۍ پرمختللې دموکراتیکه نړۍ کې یو معمولی کار دی، که څه هم هلته ټول دولتی او غیر دولتی مامورین یا د ازادې سیالۍ او یا د ټاکنو له لاری دندې تر لاسه کوي. د یادونې وړ ده چی استعفا پدی مانا نده چی یو مستعفی مامور نو په بل مقام یا ځای کې دنده نشی سرته رسولای. مالومداره چی سرته رسولای یې شی. یو مامور کیدای شی په یو ځای کی ناکام، مګر په بل ځای کې کامیابه اوسي، لکه د فوټبال ترینران.
زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې چې په دندو باندی د ګومارنې لپاره د یوې شفافې او صادقانه سیالۍ او ټاکنو شرایط نشته او ټول لوړپوړي چارواکي په انتصابی ډول ګومارل کیږۍ، ښه به دا وی چې لوړ رتبه مامورین د ډیر وخت لپاره پخپلو دندو کې پاتی نشي. ځکه که یو والی یا وزیر د دریو یا څلورو کلونو په موده کې د پام وړ لاسته راوړنه ونلری او بیا هم د مصلحت له مخی پخپلو دندو کې پاتی کیږي، نو دا که له یوی خوا د یوه ولایت د خلکو او د هغو نورو ډیرو کدرنو چې پورتنۍ دنده سرته رسولای شی، جفا ده بلکه د وخت په وړاندی چې ډیر ارزښت لری، هم لویه جفا ده. افغانستان په وروستیو څو لسیزو کې ډیر وخت له لاسه ورکړی، او نور باید وخت له لاسه ورنکړی.
زما په اند اوس باید لوړپوړي چارواکي د دندو د لاسه ورکولو نه ونه ډار شي، ځکه که یو وزیر یا والی پخپل لیاقت وزارت یا ولایت او یا هم کوم ریاست ته رسیدلی وی، نو کولای شی د وزارت او ریاست نه وروسته په پوهنتونونو او نورو تحصیلي موسیسو کی د استاد په توګه دنده سرته ورسوی، کومه چی د وزارت او ریاست تر دندی ډیره مقدسه ده. او اوس خو فضل د خدای هغه پخوانی افغانستان ندی چې یواځی د ګوتو په شمار پوهنتونونه پکی وو، بلکی اوس خو زمونږ هیواد ګران افغانستان له نیکه مرغه بی شمیره پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسي لري. چیری چې د مستعفي وزیرانو او والیانو پوهې او تجربې ته ځانګړې اړتیا ده.
ځیني مستعفی لوړ رتبه مامورین د دی پر ځای چی یو ځای او بل ځای کښینی، خپله درنه او د بل سپکه ووایې، او د نظام د کمزورتیا سبب شي، کولای شي په یو بل رول کی د وطن خدمت ته لستوڼي راونغاړي.
په پای کې د وړاندیز په توګه ویلای شم چی ټول هغه لوړ رتبه مامورین چی پرته له کومی ازادی او رڼې سیالۍ یا ټاکنو په دندو ګومارل کیږي، باید د څلورو یا پنځو کلونو نه زیات پاتی نشي، تر څو هغوي د یوې خوا د دندی په وړاندی بی تفاوته نشي او د بلې خوا نورو ځوانو کدرنو ته چی د اوسنی وخت په پوهه، تجربه او فکر سمبال دي، موقع ورکړل شي.
د یوه پرمختللی ګران افغانستان په هیله.