د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سفر نامه

نجیب منلی 29.10.2015 11:19

په ۱۳۸۶ کال کې ګران زبیر شفیقي «د تاریخي کاشغر یادونه» تر سرلیک لندې یونلیک چاپ کړ. ما یې دپیل د لیکنې په پلمه د سفرنامې په اړه یو څو کرښې لیکلې وې.

ښه وخت ولرئ

سفر نامه

د هېرودوت (۴۸۴ ق.م. – ۴۲۴ ق.م.) له «کیسو» نیولې د مارکوپولو (۱۲۵۴ م. – ۱۳۲۴ م) تر «د نړۍ توصیف»، د ابن بطوطه (۱۳۰۴ م. – ۱۳۷۷ م.) تر «رحله»، د چارلز داروین (۱۸۰۹ م. – ۱۸۸۲ م) تر «د یو طبیعت پوه سفرونه» او د کلود لیوي ستراوس تر «غمجنې دایرې» پورې د تاریخ په اوږدو کې د فکر او نظر خاوندانو سفرونه کړي او له دغو سفرونو څخه یې خپل کلي کور ته داسې یادونه راوړي دي چې د هغه ولس د فکر او نړۍ لید په جوړېدلو کې یې د لومړۍ درجې نقش لوبولی دی. په اتلسمه پېړۍ کې (چې اروپایان یې د رڼاګانو پېړۍ بولي) د سفر نامې ادبي صنف دومره وده وکړه چې د هغه وخت ځینو کره کتونکو ورته «د ښو خلکو رومان» وایه.

په منځنیو پېړیو کې چې غربي نړۍ د انحطاط پېړۍ وې کیسې یا ناولونه دود شول خو اکثره به د دېوانو، ښاپېریو او خیالي اتلانو د ژوند لوړې ژورې وې چې په منظوم ډول به ویل کېدې.

کله چې په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې کې په غربي اروپا کې تجارت او د کیښتۍ چلولو هنر وده وکړه.، د خلکو سترګې پر نور نړۍ ولګېدې اړ د کلیسا د بې بدیله قدرت ماڼۍ درزونه وکړل نو په ادبیاتو کې هم بدلون راغی.د سفرونو او سفر کوونکو له ډېرېدو سره سفرنامې هم ډېرې شوې او د رومان یا ناول سره په سیالۍ کې راغلې.د دغو سفرنامو له برکته د نړۍ د نورو سیمو او خلکو په اړه د اروپایانو مالومات هم زیات شول. د عنعنوي، نیمه خیالي روایاتو په نسبت د واقعیتونو د تمثیل تله درنه شوه او ورسره په عملي او تجربي علومو کې هم بې ساري پرمختګ وشو.

په پښتو ادب کې د سفر نامو تاریخ عموماً تر خوشال خټک پورې رسول کېږي. خوشال د خپلو نیول کېدلو او بندي کېدلو جریان په یو ترکیب بند کې منظوم کړی دی او سوات نامه یې ښکلې چې د پښتو سفرنامو لومړنۍ هڅې بلل کېږي، خو په ریښتیني ډول د پښتو ادب دغه صنف په شلمه پېړۍ کې وغوړېد او په وروستیو دریو لسیزو کې یې د پښتو ادبیاتو په ډګر کې خپل څای تثبیت کړ.

که د شلمې پېړۍ په لومړۍ برخه کې سفرنامې، د علمي او سیاسي سفرونو د یادښت په توګه، په دې موخه لیکل کېدلې چې د پښتنو کورونو او ذهنونو ته د نورې نړۍ ژوندي انځورونه ورسېږي د همدې پېړۍ په وروستیو کلونو کې په مشخص ډول د دغه نوي ادبي صنف د ذاتي پرمختګ له پاره یو شمېر منل شویو لیکوالو د سفرنامو لیکلو ته مخه کړه.

دغه پديده (په شعوري ډول، په پراخه پیمانه د یو نوي فرهنګي تولید دوېدل) د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې نوې خبره نه ده.

د شپاړسمې او اوه لسمې پېړۍ په اوږدو کې پښتنو لیکوالو د پارسي ادبیاتو څو سوه کلنې تجربې په څو لسیزو کې سره راونغښتلې او خپلې یې کړې. دې کار په لنډ وخت کې د پښتو ادب لمن داسې وغوړوله چې د سیمې په خورا ارزښتناکو ادبیاتو کې وشمېرل شو خو په همدې ترڅ کې د پښتنو لیکوالو پام د خپل ځایي ادب له ځانګړتیاوو څخه په بل لور واووښت. تر دې چې په شلمه پېړۍ کې زموږ ادب پوهانو د پښتو ادبیات په دوو بېلابېلو کورنیو (ولسي ادب - «رسمي» ادب) ووېشل.

د نولسمې پېړۍ پای او د شلمې پېړۍ پیل یوه بله داسې دوره ده چې پښتانه ادیبان په ګاونډیو ژبو د نړۍوال ادب د ترجمو له لارې د یوې نوې تخلیقي تجربې ډګر ته ننوتل؛ هم په نثر او هم په نظم کې یې نوې او ګټورې تجربې وکړې.

د شلمې پېړۍ د پای کلونو او د خونړیو جنګونوناخوالو بیا عملاً افغانان په ډرامایي ډول له سفرونواو مهاجرتونو سره مخ کړل. د غم لړلو مهاجرتونو یوه ګټه دا شوه چې افغاني ادب د نورې نړۍ له ادب سره نېغ په نېغه مواجه شو.

که څه هم پښتو ادب او پښتانه ادیبان لا اوس هم د ګاونډیو ژبو تر درانه پور لاندې دي خو د نورې، وېړې، لېرې پرتې  نړۍ تجربې هم ورته بېخي ناشنا نه نه دي او د پښتو ادب کرونده – لا هم په نسبتاً محدود انداز کې – نوي ګلان راټوکوي. دا چې په دغو ګلانو کې کوم د کوکنارو ګل دی چې ښکلا یې په زهرو لړلې، دا خبره به وروسته سپینېږي خو اوس د تجربو وخت دی، پښتانه لیکوال باید و هڅول شي چې پرته له کوم ډار او تشویش څخه نوې لارې پرانیزي او نوي افقونه و ځيري.

سفرنامه هغه متن دی چې لیکوال په کې هغه څه بیانوي چې په یو بل هېواد یا یوې بلې سیمې کې یې لیدلي دي. له نورو کیسو سره د سفرنامې توپیر په دې کې دی  چې شته والی یې په خپل ذات کې له سفر سره تړلی دی، که سفر نه وي سفرنامه هم نه شته. د رومان یا ناول پېښې په داسې یو تاریخي، ټولنیز او جغرافیایي چاپېریال کې واقع کېږي چې کیسه لیکونکی (او تر یوه بریده، کیسه لوستونکی) ورسره مخکې له مخکې اشنا دی. د کیسې پرمختګ کله نا کله کیسه لیکونکی پر هغو لارو بیایي چې واردمخه یې فکر پرې نه وي کړی خو د ناول کرکټرونه او زماني حدود د کیسې د نړۍ پولې پرانیستې نه پرېږدي. په سفرنامه کې لیکوال په خپله له داسې څه سره مخ کېږي چې یا ورته بېخي نوي وي او یا یې تر دې وړاندې له دغې زاویې ورته نه وي کتلي. د سفر په کیسه کې تر هرڅه د مخه واقعیتونه بیانېږي. دلته د لیکوال عاطفي او فکري تمایلات د پېښو جریان نه شي بدلولای خو لیکوال کولای شي د واقعي نړۍ ځینې اړخونه، د خپل ذهني قضاوت او ځپلو مخکې له مخکې جوړوشوو فرضیو پر بنسټ تر نورو ښه وځلوي او جوت یې کړي.

سفرنامه له راپورتاژ څخه هم بېله ده. په راپورتاژ کې لیکوال هڅه کوي چې د خپلو عواطفو تر اغیز لاندې را نه شي او لیدل شوي واقعیتونه د امکان تر حده – پرته له قضاوته – لکه څنګه چې دي تمثیل کړي. دا په دې مانا نه ده چې د راپورتاژ لیکونکی دې سل په سلو کې بې پرې وي. حتی په عکاسۍ کې هم، دا چې د کامرې لنز کوم لوري ته واوړي د عکاس له خوا د صحنې په اړه د یو قبلي قضاوت له مخې ټاکل کېږي نو په لیکلي راپورتاژ کې خو طبعاً د لیکوال ځانګړي دریځونه خپل خاص نقش لوبوي خو بیا هم راپورتاژ لیکونکی  هڅه کوي چې مخاطب ته ځان بې پرې ښکاره کړي. په سفرنامه کې لیکوال یوازې د صحنې شاهد نه دی، د کیسې اصلي کرکټر هم، همدی دی.

راپورټر اړ دی چې خپل ځان د کیسې تر شا پټ کړي خو د سفرنامې لیکوال چې هر څه ویني د خپلو احساساتو په مرسته یې بیانوي یانې د لیکوال ذهني تمایلات په خپله د کیسې عمده عنصر جوړوي.

د سفرنامې لیکوال هڅه کوي خپل لوستونکي ته هغه څه په مخ کې کښېږدي چې ورته نوي او په زړه پورې وي. دلته یو لوی تضاد رامنځ ته کېږي: سفر په خپل ذات کې یو حرکت او خوزښت دی خو د طبیعي منظرو او انساني واقعیتونو د انځورولو له پاره ضرور دي چې سړي دې په یو ځای کې ودرېږي، د کیسې جریان دې معطل شي او هغه څه چې لوستونکی یې په یو نظر کې نه شي اخیستلای په تفصیل سره دې ورته بیان شي. که په کیسه کې جغرافیایي، تاریخي او ټولنیز واقعیتونه ځایول کېږي نو باید چې لیکوال د سفر درولو له پاره مناسبې پلمې پیدا کړي.

په سفر نامې کې لیکوال په خپله د کیسې اصلي اتل دی نو ځکه خو لیدلوری د لومړي شخص وي. دلته مشخص اصول نه شته. کله راوي ځان د سفر په ملګرو کې پټ کړي، «موږ» وایي، کله په خپله میدان ته راودانګي او کله بیا د سفر کوم ملګری مخکې کړي. په هر صورت بریالۍ ستراتیژي هغه ده چې لیکوال وکړای شي د خپل سفر پېښې او ځایونه په ژوندۍ توګه د لوستونکي سترګو ته ودروي.

په سفرنامې کې د لیکوال فرهنګي ځانګړتیاوې هم پټې نه پاتې کېږي. د سفرنامې لیکونکی خپل تعجب هم ښکاره کوي (پر خپله بې خبرۍ اعتراف کوي)، د سفر په ترڅ کې بې طرفه نه پاتې کېږي، هم پر خلکو، هم پر پېښو او هم پر فرهنګي ځانګړتیاوو قضاوت کوي او د سفر د ځای د وګړو ارزښتونه د خپلو ارزښتونو په تله تلي.

په وروستیو کلونو کې چې په پښتو کې کومې سفرنامې لیکل شوې دي له پخوانیو سفرنامو سره یو ډېر ستر، بنیادي توپیر لري او هغه دا چې نننی پښتون لیکوال د سفرنامې له لارې خپل لوستونکي ته چندان ډېر نوي واقعیتونه نه ورپېژني (لوستونکي هغه شیان یا په خپله لیدلي او یايې د رسنیو له لارې پېژندلي) بلکې موخه یې له دغو واقعیتونو څخه د خپل برداشت ذکر کول دي.

یو بل ټکی چې د پښتو ادب کره کتونکی ورته په خاص ډول پام وکړي، هغه د سفرنامې د ادبي صنف د قصدي ودې موضوع ده. هماغسې چې د خوشال او رحمان په زمانه کې پښتنو لیکوالو غوښتل چې د پارسي ادب ځانګړتیاوې پښتو ادب ته را ولېږدوي، هماغسې نن هم یو شمېر لیکوال یوازې د دې له پاره سفرنامې ته مخه کوي چې دغه صنف یا ژانر په پښتو ادب کې ډېر نه دی، ډېرول یې غواړي. په دې شرایطو کې کره کتونکی نه شي کولای چې د خپل قضاوت محور په خپله سفر او سفرنامه وبولي، بلکې د یوې مصنوعي ادبي هستونې د ارزولو په خاطر باید د لیکنې تخنیکي اړخ ته هم پام وکړي.

د تاریخ په اوږدو کې د پښتو ادبیاتو یوه ستونزه دا هم وه – او، ده -  چې نوښتونه ډېر ژر په مود او کلیشه بدلېږي. د سفرنامو د لیکلو مود د ادب په اوسني پړاو کې زموږ ادبیاتو ته یوازې یو نوی صنف یا ژانر نه وربخښي بلکې د کیسه ییز ادب د ودې او شکل نیولو په برخه کې هم یوه ارزښتمنه پدیده ده خو په دې شرط چې پښتانه لیکوال یوازې د څومره والي اړخ ته و نه ګوري، تر څنګ یې خپلې ادبي او هنري پنځونې د کیفیت له اړخه هم په خورا دقت وارزوي.

نوې نوې هڅې کول او پر خپلو هڅو په دایمي ډول انتقادي نظر درلودل به زموږ د نوي ادب د ودې او غوړېدا تر ټولو ښه تضمین وي.

(د محمد زبیر شفیقي د یونلیک، «د تاریخي کاشغر یادونه» د پیل لیکنې په پلمه – ۱۳۸۶)