د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د کتابونو نندارتون

نجیب منلی 19.04.2015 13:04

د کتاب د نړۍوالې ورځې د هرکلي په پلمه نن په کتاب ښار کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو.
د پرانستې په مراسمو کې د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر، دولتي مسوولینو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه.
اسدالله غضنفر په خپلو څرګندونو کې د نوې مالوماتي تکنالوجۍ په عصر کې د کتاب ضرورت و ارزاوه. د ده په وینا اوس تر بل هر وخت کتاب ته اړتیا ډېره ده ځکه چې که یوې خوا رسنۍ د مالوماتو اړتیا رفع کوي خو دغه مالومات یوازې هغه مهال په پوهه بدلېږي چې کتاب ته ننوځي. هغه همداراز وویل چې په افغانستان کې د کتاب لوستلو د فرهنګ پر وړاندې یوه مهمه ستونزه د کتاب د کیفیت ده چې په دې برخه ادبي نقد خورا مهم دی.
د دولتي مطبعو (ازادي مطبعو) رییس، د طنز لیکوال او نقاد، جلال نوراني په خپلو څرګندونو کې وویل چې دولت باید د کتاب لیکونکو، چاپوونکو او پلورونکو ته لازمې زمینې برابرې کړې چې یوه یې پر کتاب او ورسره تړلو محصولاتو د مالیاتو له منځه وړل دي.
نجیب منلي، د کتاب ښار د مسوول او د نندارتون د جوړونکي په حیث خبرې وکړې. هغه وویل چې که څه هم عامه ذهنیت وایي چې په افغانستان کې کتاب بازار نه لري خو بیا هم ډېر پرمختګ شوی دی. د نجیب منلي په وینا «څلور کاله پخوا چې موږ کتاب ښار پرانیست هر چا به راته ویل تاسې لېوني یاست چې دومره لوی ځای مو کتابپلورنځي ته ځانګړی کړی دی خو دا دی څلور کاله وروسته په کابل کې ګڼ، ستر ستر کتابپلورنځي جوړ شوي او لا جوړېږي.
منلي د «کتاب د اونې» په اړه وویل چې نندارتون به د پنجشنبې د ورځې پورې پرانستی وي. د سې شنبې په ورځ به په د کابل پرسین یو پل چراغان کېږي او د پنجشنبې په ورځ به د زري کړکي جایزې ووېشل شي.