د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

( وفا ) په پېښور کې د افغان مهاجرو مطبوعاتو ستوری

یوسف هیواددوست 13.03.2015 10:55

په سلګونو کلونه کیږي چې افغانان د خپلمنځي ،او د نورو لخوا د تپل شویو جګړو له امله ، او یا هم د نورو د سیمو د راخپلولو لپاره هم په کور دننه او هم له هېواد بهر شا او خوا او د نړۍ لرې هېوادو ته په کډه شوي او د مهاجرت ستونزمن ژوند یې غوره کړی .خو په وروستیو څلویښت کالو کې چې کوم مهاجرتونه شوي ، له هغو تېرو سره یې توپیر دا دی چې دا ځل افغانان په نورو هیوادو کې په کرار نه دي ناست او لکه د غوریانو ، لودیانو ، درانیانو،هوتکیانو او یا څه نا څه د ایوب خان او یا شاه امان الله په شان په نورو هېوادو کې ورک او مزمحل شوي نه دي .دا ځل دوي په هېواددوستۍ ژوند کړی ، خپل هېواد ، تاریخ او کلچر یې پاللی او د ګران افغانستان په ټولو پېښو کې شریک ول او دي .یوه غوره بېلګه یې په همدغو یادو شویو کلونو کې د افغان مطبوعاتو د ډېوې بلول او د هغو له لارې د افغان اولس د پیوستون لپاره هاند دی .( وفا ) ددغه شان کامیابه هڅو یوه غوره بېلګه ده چې په ۱۳۷۰ لمریز کال کې په پېښور کې د یو شمېر غوره فرهنګیانو په همت خپروه شوه .( وفا) له خپل هیواد او ولس سره د ( وفا ) ښکارندوی دی .دغه ښکلې او د لوړې کچې جریده د نامتو لیکوال ښاغلي پروفیسور عبدالرسول امین په مشرۍ چاپ شوه .د خبرونې کتونکی ښاغلی زلمی هېوادمل ښودل شوی .په وفا کې به د هیواد د غوره لیکوالو د بېلګې په توګه د ښاغلي زرین انځور ، ښاغلي دکتور سید عبدالله کاظم او داسې نورو غوره قلم لرونکو مطالب خپرېدل او (وفا ) به هم په افغانستان کې دننه او آن په امریکې ، اروپا او د شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د افغانانو زړونه تسخیرول .افغان ژورنالیزم دې ژوندی وي .پیاوړي دې وي افغان ژورنالیستان ، د ( وفا ) د یادونو سلسلې دې روښانه وي .( یوسف هیواددوست ــ له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیویي مجله