د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برنارد شاو او د هغه ( ژاندارک )

یوسف هیواددوست 26.07.2015 13:38

د نړۍ د ادبي شهکارونو د لیکوالو په ډله کې یو هم برنارد شاو دی . تیره اوونۍ مې د هغه یو اثر د ( ژاندارک ) په نامه وروسته له ډېرو تېرو کلونو یوځل بیا تر نظره تیر کړ او هغه وختونه یې رایاد کړل چې د راډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو د ادارې د ( ادبي شهکارونو ) په څانګه کې به مو دغه آثار لوستل او بیا به مو تمثیلول . برنارد شاو اصلا دآیرلیند د دوبلن د ښار دی او همالته زېږېدلی .شاو ـ ډرامه لیکونکی ، ورځپاڼه لیکونکی ، اندېښمند لیکوال او یو ټوکي طنزلیکونکی  دی .شاو د دوبلن د یوې منځنۍ کورنۍ په یو فقیر فامیل کې وزېږېدمور یې آماتور سندغاړې وه او له همدې امله د هغې بچیان د اقتصادي تنګسې سره سره بیا هم د موسیقي په ډګر کې پیاوړي کسان وروزل شول او ورسره جوخت د تیاتر  له نړۍ سره یوځای رالوی شول .لومړني نهه کاله یې په لندن کې  بې شمېره اقتصادي ستونزې او ناخوالې ولیدې ، ډېر ځله یې هڅه وکړه د ( سړیتوب )« د ناسمو چارو لپاره کنایه » له لارې خپل ژوند سمبال کړي ، خو ونشوه او په پای کې لیکوال شو .دا د هغه باطني هیله او د هغه ذاتي نبوغ و .دغه نبوغ له برنارد شاو څخه نړېوال لیکوال جوړ کړ او په ۱۹۲۵ ز کال کې یې د نوبل جایزه تزلاسه کړه .هغه خپلې دغه پیسې یوې فرهنګي موسسې ته ډالۍ کړې او خپله د ژوند ترپایه لیکوالۍ په تېره بیا له نندارې لیکنې ( نمایشنامه ) سره پاتې شو .د برنارد شاو نمایشنامې زیاتره د لوستلو لپاره لیکل شوي نه د نندارې لپاره ځکه هغه به ویل  : زما لوستونکي به د دغو نمایشنامو په لوستلو سره به ځان  یو ممثل لیکوال وګڼي .
( ژاندارک ) د برنارد شاو تر ټوله غوره اثر او منلې نمایشنامه ده .د نړېوال تیاتر یوه برخه ده چې تراوسه د نړۍ په بېلا بېلو هېوادو کې په لسګونو ژبو باندې ژباړل شوې او ښودل شوې ده .په دغې نندارې کې لوستونکي او لیدونکي ګوري چې :
(( د ۱۴۳۱ز کال دپسرلي په یوې ورځې کې یوه نجلۍ یې له یو تور زندان څخه راووېسته او هغې ګاډۍ ته یې وروخېژوله چې څلورو آسانو  ځان پسې راکاږله او د ( روان ) بازار پر لورې یې ېوړه.هلته یې زوزان او واښه یو په بل انبار کړي ول او کله چې نجلۍ یې هلته دغو زوزانو ته ورپورته کړه ، د هغې لاسونه او پښې یې ښې کلکې وروتړلې او په داسې حال کې چې د سترګو لوی سیند د دغې منظرې لیدو ته کتل ، زوزانو ته یې اور واچوو .نجلۍ ته یې اور واچوو.انسانیت ته یې اور واچوو او ژوند ته یې اور واچوو . د دې لپاره چې دا نجلۍ نوره هم سپکه کړي ، همدا چې د اور کرکجنو غاښونو د هغې ټول کالي وژدول ،  نو اور اچوونکو امر وکړ چې اور لرې کړئ چې خلک د غیرت د دغې پژي ( مجسمې) ټول لوڅ ځان وګوري ...)). هوکې ! (ژاندارک ) یا  آغلې اورلیان د دغه شان یوې تراژیدۍ او ماتم کیسه کوونکې ده او برنارد شاو په دغه شان زموږ د زماني د واقعیتونو راوي شو .