د شهيد انو قافلي
09.03.2015 13:17زما اوستا چی به ښی شپی وی په کی
دلیلی ، مجنون چی به میلی وی په کی
افغانستان خو جنتی وطن وه
د جنتیانو به قبلی وی په کی
له هسکو غرو او له سیندو یی جارشم
څومره ښایسته ښایسته دری وی په کی
پرون یو مور په چیغو چیغو ژړل
چی د ځوانانو ادیری وی په کی
پکښی ستار رباب منګی غږیده
اوس یی هر خواته جنازی وی په کی
چی هره لویشته یی ګلاب ګلاب وه
نن هلته خاوری او ایری وی په کی
څنګ چی نن ده پرون داسی نه وه
دمیرویس خان غوندی شملی وی په کی
حفیظ ملیاره کوم درد زر وژاړم
د شهیدانو قافلی وی په کی