مسته کوچۍ
19.11.2014 18:50مسته کوچۍ یمه د دښتو په خیمو کې اوسم
لکه هوسۍ د لوړو غرو په سردرو کې اوسم
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
دلته په دښته کې ښایسته ښایسته رمې لرو مونږ
شدی ، پیروی، کوچ،غوړي، ښایته مستې لرو مونږ
شپونکی شپیلۍ غږوی زه یی اتڼو کې اوسم
لکه هوسۍ د لوړو غرو په سردرو کې اوسم
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
تازه هوا، مسته فضا ، ځانته دنیا ، لرو مونږ
فرش د غاټولو د ګلانو هره خوا لرو مونږ
لکه بلبله د غاټولو په عطرو کې اوسم
لکه هوسۍ د لوړو غرو په سر درو کې اوسم
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
پښتنه پيغله یمه شین خال پاس په زنه لرم
لکه چنار غوندی نرۍ یم هسکه ونه لرم
حفیظ ملیاره تل په ناز او په نخرو کې اوسم
لکه هوسۍ د لوړو غرو په سر درو کې اوسم