د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برملا

عظیم جان کاکړ 02.01.2015 13:43

پرزړه مي وارى بيچړي مه كوه
ښكلي دميني اشاري مه كوه

ځان كړه آگاه دپاكي ميني په خوند
عبس كارونه بي پايدي مه كوه

چي څه دي وس كي وي هغه كوه ته
هغه چي نه كيږي وعدي مه كوه

اوس مو په مينه كلى كورسوخبر
وصلت به مو،مو انديښني مه كوه

عظيمه مينه كړه دزړه بر ملا
كاكړه پټې ياراني مه كوه