د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبنگړوشرنگ

عظیم جان کاکړ 19.11.2014 12:12

ښايـسته نـورنـه بـلکي بـدرنـگ خوښوم
تــوراوسـپـين نـه زه غـنم رنـگ خوښوم

لـه فـريـبه ډک ښـکلى مي نـه خـوښيـږي
ســاده خـړ پـړجـانـان تـرڅـنگ خوښوم

پـــه لــوگــرۍ نـغـموچـي نـــوي بـــسته
نــه هـــغـه ســازاونـــه اهـــنگ خوښوم

راتــــه کـــباب او پــــلـو نــــه رســــيږي
ځـکه شـلومـبوکي اوس بادرنگ خوښوم

چـي هــيڅ حـيا اوغـيرت نــه وي پـکي
د،داســـي ســـرلـــپاره ســنگ خوښوم
عـظيـمه ســورسـالـويـې بـيا کړى پــه سـر
(کـاکـړ)يـې ډيـردبـنگړوشـرنـگ خوښوم