د مور په ویرکې
10.12.2014 23:38څـــه ويرجنـــې سلسلې دي
څه غمجـــن مهلک وختونه
څــړمې اوښکــې دي روانې
پرې لامــده شول ګريبانونه
زه د مـــور پــه حال ژړيږم
چې تير شوي پرې وختونه
هـــر ګـــړۍ هـــره شيبه يې
يـــادول خـــپل مــالـــتونـــه
نـــا اميده لـــه هـــر خواوه
ځـــان ځانـــي وه تکليفونه
نژدې خپل ترې پردي شوي
پرديسي پــردي ملـکونــه
د مور قـــدر او خدمت کې
خدای نصيب کړي جنتونه
څه حالات ښکلې شيبې وې
دځـــوانی هـــا تير وختونه
عمر سيند په دود بهيريږي
مـــري سيندونــه دریابونه
مورې خدای دې مددګار شه
کړو پاک رب ته دا سوالونه
ربه ستا په لوی دربار کې
کـــړه نصيب يـــې جنتونه
-----------------------------
سميع الدين افغاني
مهاجرت