د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بدلون لار

سميع الدين افغاني 03.10.2014 01:02

که دې حـالاتو تـــه نظر شو سره
دا چې به څومره پرې باورشو سره

دا دهيواد زخمي زخمي حــالت ته
د يو مثبت بــدلون نظــر شو سره

د کوم تغير چې موږ تعبير يې کوو
پرې هــم ګمان دښه رهبر شو سره

پدې ويـــرجن او دمـاتم سيمو کې
د زړه تسل په لـر او بـر شو سره

د هـر افغان د وير او غم شيبو ته
موږ دخوښيو جوړ اختر شو سره

------------

بيا د ميړاني اوعـــزت خلکو تــه
تمه دښه ژوند اوروزګار پيدا شي

د تحول او ورورګـــلوی پـــه هيله
قوي احساس لوړ اعتبارپيدا شي

د پرمخ تګ او سوکالۍ و لـور ته
هيله د ښکلي نــو بهــارپيدا شـي

دا چې د جنګ کمبله ټــوله شي نور
موږ ته احـوال د سمې لارپيدا شي

د اميدونــو ارزوګــانــو بــاغ کــې
د ګلـــو کر ته پوه مليـار پيدا شي

---

چې دمجبوره هرزورواک پسې تلل
پوه، مدبر هوښيار رهبر مالوم شي

چې خـــزانه يې دملت لـــوټ کړې
ترينه حساب دسيم او زرمالوم شي

چا چې پردو په لمسه جنګ راوستی
ددوئ د کړو حساب دفتر مالوم شي

څوک چې په قيد د زورواکانو کې دي
ازاد پــرواز تـه يې وزر مــالوم شي

چا چې زموږه زوړ او ځوانان وژلی
ددې جانيانو بنسټګر مــالــوم شي

------------
چاچې بل کور د بل عـزت لوټ کړی
چاچـې انصاف او عدالت لوټ کړی

د بل په وينو يې قصرونه جـــوړ دي
په ظلم زور يې شهرکـــونه جوړ دي

دوئ نه حساب دوئ نه کتاب وغواړي
دوئ نه د خپلو کړو ځواب وغواړي

چې د افغان پــه کور مــاتم ختم شي
دلته دا غــم د پـاسه غــم ختم شي

تر څو د سولې لورته لار پيدا کړو
د ورور ګلوۍ ښه اعتبار پيدا کړو

په افغاني احساس هـم ګام شو سره
سره يــو لاس قــوي نظام شو سره
------------------------------
سميع الدين افغاني
١ - ١٠ - ٢٠١٤
م٠ کال