ای طالبه!
20.10.2014 00:46ای طالبه ځان دی پوه کړه خپل وطن سره دی جنګ دی
که افغان یی روغه جوړه ستا د پلار نیکه فرهنګ دی
ته لا اوس هــــــم خبـــر نـــه یی د دښـــمن په مکیزونو
جنګوی دې په خپل کورکی دایی چل دایی نیرنګ دی
خپله ناست د غونډئ سرکی دلته اور یی دی بل کړی
دا مکار دښمن جوړ کړۍ ځان هرچاته په هر رنګ دی
هلتـــه ګــوره په کـــنړ کی د راکــټو بــاران جوړ ده
پنجابي دښمن هیرکړئ دافغان د توری شرنګ دی
پول ،سړک ٬ښوونځئ خو واړه د ولس عام شتمني ده
ســـتا نو ولئ د دی خاوری آبادئ سره نن جنګ دی؟
بس کړه نوره ورور وژنه وطن ټول په وینورنګ شو
دا په غرو کی سره ګلونه د افغان د وینو رنګ دی
د ا وطــــن زموږ ګډکور ده دلته پروت ده تاریخـونه
لوې خوشحال توره تړلئ د همدی ولس په ننګ دی
راشه سولئ سره مل شــه خــپل وطن لره مرهم شه
چی پدی اسلامی لار کی هر وګړئ سـتا ترڅنـګ دی
خالد
د اکتبر ۱۰ / ۲۰۱۴