د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د المان په کولن کې د دفاتحې خبرتیا

سيد شيراقا حرکت 02.07.2014 21:04

دفاتحې اعلان !
سید احسان الله ، سید انعام الله ،سید اکرام الله ځامن ،ډاکټر سید شېر اقا حرکت ، سید بهاؤالدین حرکت ، سید امین آشنا او سید محمد قاسم سیدي ،ځومان ،سید یما حرکت ،سید میروېس حرکت سید اباسین حرکت ، سید خوشال حرکت ،سید عبید الله سید ، سید پاڅون سیدي او سید اتل اشنا ،لمسیان ، د پخواني اولسوال ، مرحوم سید عبدالله پاچا صاحب د میرمن د مړینې په مناسبت،چې جنازه د سرطان د میاشتې په ۸ نیټه په خاص کونړ کې خاورو ته سپارل شوې ،ټولو دوستانو ،خپلوانو،خواخوږو او هیوادوالوته احترامانه خبر ورکول کیږي ،چې د ښځو او نارینه وؤ فاتحه د سرطان د میاشتې په۱۳ ، چې د جولای د میاشتې د ۴ نېټې سره سمون لري ، د جمعې مبارکې ورځ ، د ماسپښین ،له ۲ بجو څخه تر ۴ بجو پورې په لاندې پته اخستل کيږي .
Max- Planck – Str. 9A
50354-Hürth –Germany
دامکان په صورت ،په فاتحه کې ستاسې ګډون به، د خدای بخښلې د لا ډېرو ثوابونو او بخښنو او زمونږ د ډاډګیرنې او تسلیت څخه خالي نه وي . کور مو ودان او هر قدم ،چې په دې لار کې پورته کوۍ ، د اخرت د ورځې په کمبود کې په کار شه . امین یا رب العلمین .
دضرورت په صورت کې د۰۱۷۳۵۹۴۰۱۹۹ او ۰۱۷۳۳۱۶۱۸۸۸ تلفونونو سره د سید میر ویس حرکت اوسید اباسین حرکت په نومونو تماس نیولې شۍ . مننه