د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلجیم کې د می په میاشت کې ټولټاکنې تر سره کیږي

یاقوت خان شينواري 19.04.2014 22:08

په افغانستان کې په خیرت سره ټول ټاکنې سر ته ورسېدې. اوس دټول ټاکنو د شمېرلو پورسه لا سر ته نه ده رسېدلې. او جریان لري خو د بده مرغه کاندیدانو او د هغو ي رایه ورکونکو یو په بل تورونه پورې کړل چې په ټول ټاکنو کې ئې درغلۍ کړي . داسي نه ده چي ګوندې در غلۍ نه دي
شوې ښه په درځ کښې یو څو کاندیدانو ( زورواکانو) د خپلو محلی پولیسو ، او پخوانیو سرګروپانو
په وسیله درغلۍ وکړې . او د انتخاباتو کمیسون ته تر ۳۵۰۰ څخه زیات شکایتونه هم ورورسېدل
خو زورواکي اوس هم خپل ځانونه پاک بولي . خو د دې نه به بله غټه بدقسمتی کومه وی چې د
انتخاباتو خپلواک کمیسون هم د دوی په وړاندې بې وسه ښکاري . د ټول ټاکنو څخه وړاندې
کله چې د ټول ټاکنو لپاه کمپاین کېده او ټولو کاندیدانو خپلې هلې ځلې شروع کړې . نو ازادو رسنیو د هغوي څارنه کوله او داسې انګېرنه کېدله چې ګوندې اشرف غنی احمد زی د ټولو څخه وړاندې دۍ . او په دوهم قتار کښې ډاکټر عبدلله عبدلله روان دی . د انتخاتو د خپلواک کمیسون د
سستې روۍ او په دولت کښې په اوچتو پوستونو د مسلطو کړیو د مداخلو ( ثبوتونه د ټول ټاکنو )
کمیسون ته رسېدلي دي . د ټول ټاکنو پروسه نوره هم ټکنۍ او شکی کړه . اوس که رائې وشمېرل
شي او کامیاب نوماند ته د خکومت جوړولو دعوت ورکړی شي . ایا دا پاتې به ئې ورسره ومني ؟
که ئې ومني نو ښه خبره ده . او که د شويودرغلیو په سر لانجې زور واخيست نو خدانخواسته چې
هیواد مو بل بحران ته طرف ته لاړ نه شي . د ۳۴ کالو راهيسې په دې هیواد کښې کوږ سیاست جریان لري . او ټول ملت ئې په لوي رنځ اخته کړی دۍ او ټول په هم دې کوږ سیاست کښې د علاج په لټه کښې دي . ( مرض زياتېده څومره چې علاج کېده ) دانتخاباتو څخه وړاندې دا غوښتنه کېدله چې بهرني لاسونه به لنډ وي هله به رنې ټول ټاکنې صورت نيسي . اوس چې د اسې ونشول نو پکارده چې د پاکو او متدينو اشخاصوڅخه يو موقط حکومت جوړ شي او هغه د
هيواد چارې سمبال کړي او داسې حالات جوړ شي چې بيا د سره پاکې ټول ټاکنې وکړي .
او دا ضروري ځکه دي چې افغانان اوس یو نظام لري خو مضبوط نظام نلري د بل په مرستو ولاړ
نظام دی . تر څو چې نظام او دولت دواړه وساتل شي او د بل چا د مداخلو څخه هم خوندي وي
نو د هغې لپاره اوږد مزل پکاردی په فعلي شرائطو کښې د نظام او دولت د ساتلو لپاره د یوې لوې
قربانۍ ته تیارئ پکار دی . د می په ۲۵ نېټه په بلجیم کښې ټول ټاکنې کیږي دا یو وړوکی هیواد
دی خو دا هیواد ۱۱ میلونه وګړي ، ۷ پارلېمانونه لري او د دې ټولو لپاره په یوه ورځ ټول ټاکنې
تر سره کیږي . او په همغه ورځ شمېرل کیږي او نتائج ورته اعلانېږي . د درغلیو په باره کښې خو
دلته څوک سوچ هم نه شي کولائي . تېره ورځ مې په برسل کښې د غورځنګ او بدلونډ دګوند
مشر ډې ولف وينثين چې دبرسل ۱۰۰۰برخېمستر هم دی او د اروپا پارلمان ته نوماند هم دی ترې پوښتنه وکړه؟
چې څه فکر کوې تا سره د ۱۴ ګوندونو نوماندان په مقابله کښې دي خپل بری ته په کومه زاویه
ګورې؟ لنډ ځواب ئې داو چې دچاچې څوک خوښ وي رايه دې ورکړي د هرچا منشور ښکاره
دی . کله مې چې دافغانستان د ټول ټاکنو په هکله ترې پوښتنه وکړه ځواب ئې ډېر ساده و ۰
داسې وويل ( ستاسې ډيموکرسي لا ماشومه ده بلوغ ته ئې ډېر وخت پکار دی ) . اوس که زمونږ
ډیموکراسی نابالغه ده د اروپایانو په قول نو اوس ملت ته پکارده چې تر بلوغ رسېدو پورې ورسره
خپله سینه ستره او پراښه کړي . عزیزانو: اوس نه د مظاهرو وخت دی او نه بیا د ټول ټاکنو ځکه
چې په ډېرو ولسوالیو کښې د امنیت دنشت والي له کبله هغلته ټاکنې نه دي شوي. او کله چې
ټاکنې ونشي نو هغه به رڼې هم نه وي . نور بیا یاقوت خان شینواري . برسل