د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نني انتخابات

یاقوت خان شينواري 15.04.2014 23:56

کمونستانو به د سیاست تعریف داسې کاوه :
چې د غیرې مستقیمې لارې خپل هدف ته ځان رسول دا سیاست دے . او هم داسې ده ، داولې ورځې څخه چې کله په شهيد داود خان باندې کموستانو کوده تا وکړه
نو تر اوسه پورې په افغانستان کښې د وینو توېدلو سلسله روانه ده چې عاملین ئي هم دا کمونستان دي . دا به راسره اومنۍ چې روسانو او کمونستانو ته
ماتې دې ملت ورکړې ده هر قسم قرباني هم دې ملت ورکړې شهید هم د ملت بچے
دی او معیوب هم د ملت بچے دی . دا افتخار د دې ملت څخه هیڅوک نشي
اخستی . خبره مې د سیاست کوله چې کمو نستانو د غیرې مستقیمې لارې د خپل هدف لپاره د وینو تویولو داسې دود جوړ کړ چې اوسه جریان لري . اوس په
افغانستان کې چې هر څوک د ارګ شوقي وی په خوله د انتخاباتو خبره کوی
خو لاسونه به ئي د ملت په وینو سره وي او خپل ځانونه به سپین بازان معرېفي
کوي . اے پروردیګاره نور په دې ملت رحم وکړې . عزیزانو : ن ن هره ډله دا
کوشش کوی چې مخالف طرف په جنګي جرمونو تورن کړي ،قاتلان ،د کابل ورانونکي ، د خارجیانو اجنټان ، او هم داشان په برښنائي رسنیو کې د خپل مخالف د جنګي جرمونو او انسان وژنو فلمونه خلکو ته ښکاره کوي . دوي داسې
فکر کوي چې مونږ چې څه کړي ملت زمونږ د خاینانه اعمالو څخه خبر نه دی
. هم دې ته د سیاست غیر مستقیمه لار وائي . اوس دلته د ډاکټر عبدلله عبدلله یو څووېډوګانې خلکو ته ښکاره کوي چې نوموړے څومره جنګی مجرم دی ؟
خو د ډاکټر عبدلله عبدلله بیا نور جرمونه پټوی . او هم داشان مثال د شمال د ټلوالې
اونورو دی . عزیزانو : ډاکټر عبدلله او دشمال لنډغرو چې د یو څو ډالرو په خاطر د دې ملت سره کوم ظلمونه کړي هغه د هېرېدو نه دي او نه به هېر شي .
خو که د دې په څنګ کې یوه بې طرفه سروې په دې هم وکړو او لږ شان رڼا ور
باندې واچو چې د لیلا په دښته کې چې څومره پښتانه شهیدان شول ؟ په جنګی قلعه کې چې چنګیزیانو څومره مسلمانان په کاټینرو کښې ووژل ؟ په کابل کې د دوی دلاسه پتمنوخويندوخپل ځانونه دبامونوڅخه په خاطروغورزول چې خپل عزت بچ کړي د غیر مستقیم
سیاست پلویانو : تاسې داولې هېروۍ ؟ چې په خواجه بهاوالدین کې د پښتنو ځمکې چې د چنګیزانو لخوا عصب کېدلې ستاسې ضیرونه په چا خرڅ شوي وو؟
دا خو هر چا ته معلومه ده چې ن ن په افغانستان کې چې کومه لوبه روانه ده د دې
لوبې بنیاد په غیر مستقیم سیاست باندې ایښودل شوے دی او د دې سیاست مخکښان هغه څوک دي چې د ن ن نه ۳۴کاله وړاندې ئي په کابل کښې خونی کوده تا وکړه او په زرګونو بې ګناه خلک ئي د خپلو کورونو څخه واستل او تری
تم ئي کړل . او ۳۴ کاله پس دا خبره ښکاره شوه چې کمونستانو او د هغوی جاسوسې ادارې اکسا ۵۰۰۰ کسان وژلي دې .عزیزانو : تاسې ته یوه بله خبره در یاده کړم چې د هرات د فاجعې په کوم چې لږ لږه ۲۵۰۰۰افغانان شهيدان شوي وو
د هغه وخت دهرات والي ئي مسول وو . هغه اوس هم دا جنائت ډېرپه سپين ستګئ سره مني چې دا کار په خت کښې چې زه کله د هرات والي وم نورمحمد تره کي امرو کړ او
ما د تره کي په امر کړے دی . عزیزانو : ښکاري داسې چې دا وړۍ نه شړۍ کیږي . خو قاتلان ، د ځمکو عصبان ، وطن فروشان او د غیر مستقیم سیاست
پلویان هم وپېژنۍ .