غوره خصلت
05.03.2014 14:00ولې نه ږدې په ښه سمه لار قـدم
چې کارونه دې د ژوند شي واړه سم
لکه سوړ باد چې خزان ښکلې باغچي کړي
انسان نه دی چې کوي د ا راز ستم
هغه څوک چې د عالي خصلت خاوند وي
نو هر چا سره شریک وي په هر غم
غم ځپلو ته د درد داســـــې درمل وي
لکه ګل چې تازه کیږي په شبنم
د انسان د ځوریدو ځنې ځان ساتــــي
غواړي دا چې هغه تل اوسي خرم
د مالي په شان د بڼ په ښکلا بوخت وي
هرګز نه غواړي د چا سترګو کې نم
د انسان سره چې ښایي هغـه یي لاروي
(اشنا) غواړي چې وي تل ورسره همدم