د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پسرلی

سیف الرحمن(اشنا) رح 02.04.2014 12:17

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

پسرلی  په  طبعیت  کې  یو هنر  دی
د خالق عظیم قدرت د هغې رهبر دی

سپېره غرونه او ډاګونه ټول سمسورشي
هر طرف  ته د ښکلا  جوړ  سمندر دی

په  ځړښت باندې بری د  ځوانۍ  ګوره
دې موسم  په هر څه  کړی یو اثر دی

طراوت او تازه ګي په عام صورت شي
چی شامله  پکې  دښته  هر یو غر  دی

دا هنر نه  دی نو  څه  دی ورته ځیر شه
له هر څه  نه یي  ډېر ښکلی مازیګر دی

شپه یې ښکلې ورځ یې ښکلي هرڅه ښکلي
چا چې  کړی دې تابلو  ته  یو نظــر  دی

هنرمند ته  په  زړه  پورې  مدرسه  ده
او شاعر ته هم دا څومره ښه منظر دی

پسرلي  کې  ستر رازونه د  قـدرت  دي
اشنا څوک چې دغه راز باندې خبر دی

شاعر- سیف الرحمن(اشنا) رح