د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په برلین کي د افغانستان په اړه د سیمینار خبرتیا

ډاکټر ګلرحیم پښتون صافی 26.02.2014 12:06

ایساف د ۲۰۱۴ کال پای ته په افغانستان کي خپله دنده پای ته رسوي . دا هیواد نه یواځي د ټولټاکنو له کبله او امنیتي سیاست له پلوه له سختو ننګونو سره مخ دي ، بلکه باید د نورو زیاتو ټولنیزو ، اقتصادي او بیا رغوني چارو پر وړاندي خپل کلک دریځ ښکاره کړي . زده کړي ، تعلیم او تربیه په دي لاره کي مهم رول لوبولای شي . په خاصه توګه په افغانستان کي د لوړو زده کړو مدرنیزه کول د بیا رغوني لپاره یو اساسي بنسټ دي چي په دې لاره کي له هغه نه سترګي نه شي پټیدلای . که څه هم د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته په افغانستان کي د لوړو زده کړو سیستم مثبته پرمختیا کړي ، خو مهم ده چي دا پرمختیاوساتل او نوره هم مخ پر وړاندي بوتله شي .
 په دې اړه د مارچ په ۲۲ نېټه ۲۰۱۴ د المان په برلین کي یو پرتمین سمینار جوړیږي .
هیله من یو چي زیات مینه وال په دې مهم او پرتمین سیمینار ګډون وکړي
پته :
Kurt-Schumacher-Haus
Erika-Heß-Saal
Müllerstr. 163
13353 Berlin