د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د سولې بیارغاونې او کلتوري ټولنې پېغام

ډاکټر ګلرحیم پښتون صافی 27.09.2014 12:43

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو د ټولټاکنو نتیجه له شاوخوا شپږو میاشتو وروسته، د یکشنبې په ورځ، چې سپټامبر د میاشتې له یوویشتمې نېټې سره برابره وه، د ملي وحدت د حکومت په نامه اعلان شوه او د افغانانو اوږد انتظار پای ته ورسېد.

په دغو لانجمنو ټولټاکنو کې، چې مقابل لوري ډاکټر عبدالله عبدالله یې تل د ګټلوادعا کوله او په دې یې ټینګار کاوه، چې د ښاغلي غني ډلی په کې پراخې درغلۍ کړي  د سلګونو افغان او نړېوالو څارنکو لخوا د رایو  تر بیا شمېرلو څرګنده شوه، چې د نوموړي ادعاوې  ناسمې وې او په پای کې بیا هم ډاکټر اشرف غنی احمدزی نوی ولسمشر اعلان شو.

 دا ټولټاکنې، د خنډ او ځنډ له مخې په ټولې نړۍ کې بېسارې وې، ځکه، چې د افغانستان د ټولټاکنو د کمیسیون لخوا د رایو له سلنې یا (آرا) پرته اعلان شوې.

همدا راز د ولسمشر ډاکټر غني احمدزي او ډاکټر عبدالله تر منځ د ملي وحدت حکومت موافقه لاسلیک شوې موافقه، له دې وجې هم په نړېواله سطحه بېساری ګڼل کېدای شي، چې د هېواد د اساسي قانون خلاف اجرایوي پوست رامنځته شو، چې دا په مستقیمه توګه د افغانستان له اساسي قانون څخه سرغړاوی ګڼل کېږ ي.

د نړۍپه سطحه د هېواد د ټولتاکنو اعلان، ځکه هم ساری نلري، چې د نړېوالو فشارونو له وجې ګټونکي او بایلونکي دواړو په ګډه حکومت جوړ کړ او د اپوزیسیون ډله شتون نلري.

دا هر څه، په داسې حال کې د تمې خلاف وشول، چې شپږ میاشتې وړاندې افغانان (ښځې او نارینه) د دولت د مخالفانو له ګواښونو سربېره په ډېره مېړانه او جرئت د رایو مرکزونو ته لاړل، او خپلې رایې یې د خپلې خوښې کاندید ته د سر په بېه وکارولې.

همدا راز د رایو ورکولو بهیرهم ځکه بېساری ګڼلی شو، چې ټولټاکنې زمونږ په هېواد کې اوږد تاریخ نلري، خو سره له دې هم شاوخوا اته میلونه افغانانو په څرګند ډول او له وېرې پرته په کې برخه واخیسته.

 اوس، چې د ټولټاکنو پایلې اعلان او د افغان ولس هیلې تر یوه حده په نهېلۍ بدلې شوې، د افغانستان د سولې او بیا رغونې د کمېټې غړي، په داسې حال کې، چې د هېواد نوي ولسمشر ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د زړه له تله د نوې دندې مبارکي وایي، هیله من دي، چې ډاکټرصاحب غني احمدزی د تاریخ په دې حساسو شېبو کې د ملت او ولس رایو ته احترام وکړي، د هغوی باور ټکنی نکړي، او له ولس سره خپلې شوې ژمنې عملي کړي.

د افغانستان د سولې او بیارغونې کمیټه هیله منه ده، چې د هېواد نوی ولسمشر د خپلې ژمنې پر اساس د ملي وحدت له حکومت  څخه سهامي شرکت جوړ نکړي، پخپل ټول توان او طاقت سره د هېواد د بیا رغاونې، سولې او امنیت په راوستو او د اقتصاد په بیارغاونه کې خپله اوسپنیزه اراده ماته نکړي او تر دې وروسته هر ډول نړېوال فشارونه په کلکه رد او بل هېڅ ډول جوړجاړي ته غاړه کېنږدی.

په هېواد کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره، چې  افغان ولس له شاوخوا درېو لسیزو  ورته سترګې په لار دي، د ملي اردو او ملي امنیت د پیاوړي کېدو په مټ هڅې باید ګړندۍ شي. ځکه پرمختګونه هغه مهال شوني دي، چې ملت له سولې او امنیت څخه برخمن وي.

 په جرمني کې د افغانستان د سولې او بیارغونې   ټولنه همدا راز د هېواد له نوي ولسمشر څخه په کلکه د افغان مېرمنو د حقونو د اعادې، او ددوی پر وړاندې د تاوتریخوالو د مخنیوي لپاره د پرېکنده پرېکړو او هڅو غوښتونکې ده.

په جرمني کې د سولې او بیارغاونې کلتوري ټولنه هیله منه ده، چې نوی حکومت د هېواد د

پرمختګ لپاره وړ، تجربه لرونکي، زده کړي او پوه کسان په دندو وګماري. د مخدر موادو د قاچاق، اداري فساد، د انسان تښتونکو ډلو او نورو ورته ناوړو اعمالو د له منځه وړلو لپاره، د ولس د هر اړخیزې او صادقانه همکارۍغوښتنه وکړي. ځکه همدغه مسایل دي، چې افغاني ټولنه یې له نابودۍ او بربادۍ سره مخامخ کړېده. په اصل ګښی د فساد او مافیایي نظام له مینځه وړلو ته ژمن پاتی شي

 د هېواد د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د بریاوو او د یوه آباد، سوکال او پرمخ تللي افغانستان په هیله.